د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنجات څلي وجودي فلسفه

زمردخان منګل 16.10.2016 02:09

دنجات څلي وجودي فلسفه
زمردخان منګل
دنجات څلی یا منار په هغه وخت کې ،چې ګران هېواد دواکمنې تورې کرغیړنې څپې ځپلی و د ستر غازي شاه امان الله خان ټول پراختیایي پلانونه او پروګرامونه دخاورو په ډیرې بدل شوي وو هېواد په تورتم کې راګیر و ددې تورې بلواڅخه د افغانستان او ولس دژغورلو انګیزه دهېواد په جنوب ختیز ژون کې راپیداشوه ورو ورو دنجات پلویان او په علم او ترقي مین ولسونه لدې انګیزې سره یوځای شول مخ په کابل راغللل هېواد ېې دتورې بلا له خونخوارو اوناولو منګولو وژغوره پډې لاره کې ولسونو مالي او ځاني قربانې ورکړې ددې سترې تاریخې ژغورنې په ویاړه دکابل په زړه کې دلاهورې دروازې مخامخ دنجات منار په نوم باندې یو څلي په ۱۳۰۷ کال کې اباد شو پدې څلي کې دهغو باتورو میړانیو غازیانو نومونه حک شول چاچې پدې ستره ژغورنه کې ونډه لرله ،چې هغه د تاریخ څخه پټ ندي هغه لښکرې معلومې دي ،چې چا په مشرې کابل ته راننوتلې او سوبې یې وکړې دژغورنې څلی یا دنجات منار یوه ملي موضوع ده دټولو افغانانو شریک ملکیت او ارزښت دی خو واقعیت باید روښانه شي دتنظیمونو په خپل منځي جګړو کې دسمسور افغان په نوم یو چا د (دویمې سقاوی ) په نوم کتاب ولیکه ،چې ټولو هغه جنایتونه او ناخوالې ، انارشي او بربادی پکې راغلې وې ،چې دلته دچا دوره وه دغه دوره یې د سقاوی له دورې سره پرتله کړې وه البته د ویچاړیو بربادیو دولسونو دمالی اوځاني نه خوندیتوب له کبله ولې ددې کتاب په مقابل کې دطالب رژیم دوره ،چې دلومړی څل لپاره یې راپورته کیده دهيواد ژغورلو شعار و ولې وروسته ،چې څه وشول هغه بیلا موضوع ده نو دې دویمې سقاوي کتاب په مقابل کې ( یغمای دوم منګلي ) په نوم کتاب ولیکل شو ،چې تاسو کولای شي هغه کتاب ترلاسه ولولې داکتاب د نادرخان په واکمني کې ددغه قوم چې منګل دي په لویه پکتیا کې اباد دي غبرګون دی دوی دطالب رژیم د یغمای دوم منګلی سره پرتله کړې چې دا هغه وخت و ،چې دنجات منار دجوړیدو وجودي فلسفه ټاکي ، پدې وروستیوکې کله ،جې د حبیب الله کلکاني د راکښل کیدو بیرته دفن کیدو موضوع راپورته شوه ، داموضوع لومړی څل دپاره موږ چې دنجات څلي سترو غازیانو کړواسي راسره و راپورته کړه ، لومړي ناسته مو۱۳۹۵/سنبلې /۵ ناسته کې دنجات دڅلي دبیاجوړیدو له پاره بحثونه وشول دکار دپیل طرحه جوړه شوه دسنبلې په ۱۲ نیټه عملآ چارې وویشل شوې دڅلي اصلي عکس مو راپيدا تاریخي مخینه هم او انجینر درویش په نوم یو کس مو دڅلي دډيزاین له پاره په دنده وګماره ،چې هغه ډيزاین جوړ کړ پریکړه دا وشوه ،چې فسبوکي مبارزې څخه نیولې تر ناستو پورې به پدې هکله فعالیتونه کوو همداسی وشول ، پدې لړي کې نورې شوراګانې اووکیلان هم راګډ شول ، چون موضوع دټولني په روان باندې خورا برابره وه ، هرچا لدې موقع نه ګټه واخیسته کله ،چې د پرانیستې مراسم و هرچا توره کښلې وه ، چې داکار ما وکړ ، یوچا پکي وویل چې څو کاله وړاندې مې داکار کړی بابا ،چې څوکاله وړاندې داکار تا کړی ولې دهغه وخت څه نه وایل که خنډونه ول ولې د ولسونه خبر نکړل ، نو دنجات دمنار انګیزه او لومړني کارونه باید دهغه چا په ادرس وي ، چې واقعآ دغه انګیزه یې په ولسونو کې راپورته کړې، ولې رښتیا او دروغ سره ګډ کړو ، خیر که ټاکنې رانږدې دي لدي لارې کمپاین کوې نو پدې شکل درته دګټې پرځای خورا تاوان لري هرفرصت طالب ،چې پدي مراسمو کې برخه اخستی بیراغ یې پورته کړي ،چې داکار ګواګي ده کړي په خپله سینه پخپله د مډالونو ټمبل فکر کوم ستا په سیاسی خامي او ماشومانه مدنیتوب باندې دلالت کوي ، لطفآ دداسي اشخاصو او افرادو څیرې وپيژني . لکه څرنګه ،چې ماپورته یادونه وکړې دنجات څلي جوړیدل زموږ په لاښه مدنیت او عظمت باندې دلالت کوي ، زموږ دټولو غوښتنه ده ، یو ټکي ته مو پام راغواړم ،چې پدې تاریخي منار باندې د واقعي غازیانو نومونه حک شوي وو ، چې هغه نومونه بیرته ځای پرځای شي تخریف پکې ونشي ،چې سترې اندیښنې په راپورته کړي ، دمنار دجوړیدوپه ناستو کې د لوی کندهار ، لوی پکتیا ، لوی ننګرهار لوی شمال اومرکزی زون دمشرانو حضور او ناستې خورا دقدر وړ دی همدغه راټولیدنې او دغه مسایلو ته په ګډه رسیدنې دي ،چې انشاالله موږ یووالی ته سوق کوي دیووالی په هیله .