د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي پروژه آسان خدمت وژغورئ

هلال سمسور 10.09.2016 12:07

ما د آسان خدمت پروګرام په اړه یوه اوږده لیکنه ولوسته، پروژه راته خورا مهمه ښکاره شوه، خدای شته نیږدې وو له خوشالۍ وژاړم ځکه ما دا ستونزې لیدلې چې د نکاح خط، لینسس، جواز سیر، او دا نور اخیستل څومره سخت دي، د یادو شیانو د توزیع په ادارو کې څومره بیروکراسي ده، که تاسو هر یو دې یادو څیزونو پسې ګرځېدلي وئ نو دا به درته معلومه شوې چې څومره ستونزو سره کولای شئ یادو خدماتو ته لاسرسی ولرئ، د شیرینیو ورکولو سره سره به مو ورځې او ورځې ضایع کیږي که یو پورته ذکر شوو شیانو درته په کار وي. آسان خدمت چې یوه ملي پروژه ده، د ملي وحدت حکومت یوازینی نوښت او د ښې حکومتولۍ لپاره یې یوازینی نیک او په ځای اقدام بولم، آسان خدمت پروګرام رامنځته کول د دولتي ادارو د پیچلو پروسو او مغلقو اجراآتو د آسانتیا او ساده کولو په برخه کې د مالیې وزارت د کاري فعالیتونو تر پوښښ لاندې د ولسمشر غني د حکومت ځانګړی نوښت دی چې د دغه مهم ملي پروګرام د پلي کېدو په پایله کې به خلک وکولی شي په مالیې، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، سوداګرۍ او نورو وزارتونو او ښاروالیو پورې اړوند ټولنیز او عامه خدمات لکه تذکره، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، نکاح خط، د زیږدنپاڼه، تعلیمي او تحصیلي اسناد او نور اړین سندونه له یوې مرجع څخه په کم وخت کې ترلاسه کړي.
خو دا چې خبر شوم چې ددې ادارې مشر داسې یو څوک دی چې په بیسوادګۍ، جعل کارۍ او لټۍ کې نوم لري سخت خفه شوم، ما ویل دا څنګه امکان لري چې داسې یوې ملي پروژې لپاره داسې یو کس انتخاب شوی، زه د دې ادارې له اوسني مشره سره کومه شخصي ستونزه نلرم خو باور وکړئ ددې پروژې عواقیبو، ملیونونو مصارفو او په دې برخه کې کاري نتایجو ته اندیښمن یم، ځکه خو مې وغوښتل چې د خپل زړه درد له تاسو سره هم شریک کړم.
دا پروژه ولسمشر د یو کمپاینر لخوا په مخ بېول کیږي چې ټول یې پکې د خپلې کورنۍ غړي راټول کړي، د دفتر د صفا کار او خدمتګارانو څخه نیولې تر ریاسته ټول پکې د یوې کورنۍ اړوند غړي راټول شوي. د ثبوت لپاره تاسو یو ځل د آسان خدمت ادارې ته سر وښکاره کړئ هر څه به خپلو سترګو ووینئ.
راځم د دې پروژې رییس زده کړو او کار بګرونډ ته، ددې پروژی مشر شهزاد اریوبي نومیږي، په پاکستان کې یې د لنسانس تر کچې زده کړې اما د دولسم شهادتنامه نلري، د نوموړي له خولې ګواکې په پاکستان کې یې بي بي اې کړې، خو د سواد کچه یې د دولسم ټولګي سره برابره ده، آن تر دې چې املا یې لا نه ده زده.
د دې ادارې مشر زموږ سره د قبایلو چارو وزارت کې همکار ؤ چې د اقوامو او قبایلو چارو وزارت کې د څلورم بست کې کار کړی، د چای چښلو او له یو او بل څخه د خبرو د انتقالولو پرته یې نور هېڅ نه دي زده، او هو په کمپیوټر کې د ریفریش په کارلو او یوزیج ښه بلد دی له همغه ځایه یې د ولسمشر غني د کمپاین ټیم ته مخه وکړه، غني یې د کاري بګرونډ او زده کړو نه دی خبر، اما نوموړی د پکتیا د ځینو وکیلانو په ملاتړ وکولای شي چې د پکتیا د سهم له مخې له ولسمشر څخه وغواړي چې ګواکې په یو وزارت کې ورته ریاست ورکړي، ولسمشر د مالیې وزیر ته هدایت ورکړ چې ګواکې دا کس درسره یوه برخه کې مقرر کړه.
بدبختانه چې د ماليې وزیر د نومړي له کار، تجربې او زده کړې معلومات نلري، داسې یوه مهمه او کلیدي پروژه یې ورته سپارلې چې ددې پروژې بریالیتوب او ناکامي دواړه د ملت په ګټه او تاوان دي.
راځم د دې پروژې مقرر شویو کارکوونکو ته، په دې پروژه کې تراوسه چې کوم کسان مقرر شوي ټول د دې پروژې د مشر د کورنۍ غړي او خپل خپلوان دي.
ددې ادارې لپاره د وسایلو خریداري، د دفتري لوازمو، د موټرو خریداريو او نور اړونده برخو کې هم فساد شوی، او د فساد پیسې یې د همدې ادارې د مشر او دده د کاکا د زوی جیب ته تللې.
زما په اند ددې ادارې او پروګرام پر مخ بیولو لپاره داسې یو کس ته اړتیا چې حد اقل په ښه حکومتولۍ کې ماستري ولري، د خبرو کولو او کمیونیکیشن لوړ سکیل ولري، د نیک نوم خاوند وي او هم وکولای شي د پنځوګونو وزارتونو سره په تفاهم دا ملي پروګرام د تطبیق برخې ته ورسوي.
و ماعلینا الا البلاغ هلال سمسور