د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانۍ زموږ ملي هویت

اظهارالحق فضلي 06.08.2016 11:53

د هېواد د نورو ملي ارزښتونو ترڅنګ يو هم زموږ پولي واحد افغانۍ ده. افغانۍ زموږ د ملي هویت، ملي ارزښت او ملي ځواک ښکارندويي کوي. د ملي هویت ساتل او ورڅخه ننګه کول اړینه موضوع او د افغانستان دولت او افغان ملت دنده، ملي رسالت او ګډ مسولیت دی. خو له بده مرغه تر اوسه دې مهمې مسئلې ته د افغانستان دولت او خلکو جدي پام نه دی کړی. په وروستيو لسیزو کې د مختلفو عواملو له کبله لکه جګړې، وزګارتیا، په اقتصادي او سیاسي نظام کې ستونزې، په سوداګرۍ کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه او نورو عواملو له کبله د افغانستان پولي واحد یانې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل پولي ارزښت او ثبات له لاسه ورکړی. تېرو حکومتونو، اوسني حکومت او په ځانګړې توګه د افغانستان بانک په دې نه دی توانېدلی، چې د بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او په اقتصادي معاملو کې د افغانیو د دودولو لپاره يوه ګټوره پولي پالیسي او تګلاره غوره او عملي کړي. تل افغانۍ په بازارونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د افغانستان بانک تل دا هڅه کړې او کوي، تر څو د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په مصنوعي ډول بازار ته د بهرنیو اسعارو د عرضه او لیلام له لارې وساتي. مانا دا چې د افغانیو د بيې د ساتلو لپاره ډالر د سیروم رول لوبولی. لا هم افغانۍ نه ده توانېدلې ترڅو خپل حقیقي ارزښت ترلاسه کړي. افغانۍ به هغه وخت خپل حقیقي ارزښت ترلاسه کړي، ترڅو د ارزښت لپاره يې د افغانستان دولت په ځانګړې توګه د افغانستان بانک او افغان ملت ( خصوصي سکتور، بانکونه، پانګوالو، کاروباریان، او عام هیوادوالو ) لخوا د ملي اقتصاد د ودې او پیاوړتیا لپاره، ملي او کلک هوډ پیدا نه شي. په ملي اقتصاد کې دا ښکېلې کړۍ څنګه کولی شي افغانیو ته چې زموږ د ملي هویت ښکارندويي کوي حقیقي ارزښت وروبښي؟ افغانۍ به په هغه وخت رښتینی ارزښت ترلاسه کړي، چې موږ خپل کورني تولیدات او خدمات ولرو، صادرات پیاوړي کړو او له يوه وارداتي هېواد څخه صادراتي هېواد ته بدل شو. په دې برخه کې په لومړي سر کې دولت کولی شي مهم او حیاتي رول ولوبوي. کورني تولیدات پیاوړي کړي، د تولیدونکو لپاره، هغه که د کرنې په برخه کې وي او يا هم صنعت په برخه کې، آسانتیاوې لکه ځمکه، اصلاح شوي تخمونه، د اوبو مدیریت، د کروندګرو د ظرفیت د لوړو لپاره زده کړیز پروګرامونه، د تولید شوي توکو لپاره کورني او بهرني بازار موندنه، په سمه توګه او د سیمې او نړۍ په کچه د تولید شویو توکو پګېنګ يا بسته بندي، د تولید شویو توکو د ساتلو لپاره د سړو خونو جوړول، مالي مرسته او ترڅنګ يې د صنعت په برخه کې د صنعتي پارکونو جوړول، پر خامو موادو د ګمرکي تعرفو کمول، مالي آسانتیاوې برابرول، د مختلفو لارو په داخل کې د پانګې اچولو لپاره د داخلي او بهرنیو پانګوالو هڅول. د پانګوالو مسلکي روزل او پای کې د داخل، سیمې او نړۍ بازارونو غوښتنو ته مثبت ځواب ويل کولی شي د داخلی تولیداتو او خدماتو په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي. کله مو چې کورني تولیدات زیات شول او خپله داخلي تقاضا مو پوره کړه، په هغه صورت کې به بهرنیو توکو او اسعارو ته زموږ تقاضا کمه او په نتیجه کې به افغانیو ته تقاضا زیاته او حقیقي ارزښت به يې لوړ شي. سربېره پر دې به د بهرنیو تقاضا زموږ داخلي تولیداتو ته زياته شي. بهرنیان به هڅه کوي ترڅو د توکو د رانیولو د پاره افغانۍ په لاس کې ولري. کله چې تقاضا افغانیو ته زياته شوه په نتیجه کې د هېواد د پولي واحد افغانيو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې زياتېږي او دا پخپله کولی شي، اقتصادي کړکېچ له منځه يوسي او اقتصادي ټیکاو رامنځته کړي. سربېره پر دې دولت باید عام پوهاوی ولري، خلک د ملي پولي واحد په ارزښت پوه کړي، په راکړه ورکړه کې د افغانیو کارول يو ښه هڅوب (کلتور) او دود وګرځوي، له بازارونو جدي څارنه وکړي او د مکافاتو او مجازاتو قانون عملي کړي.
ملت ( بانکونه، صرافان، لوی او واړه پانګوال، هټیوال، پېرودونکي او پلورونکي، ټولیز خلک ) څنګه کولی شي افغانیو ته د حقیقي ارزښت ورکولو کې مرسته وکړي؟ دوی کولی شي، چې خپلو ورځنیو راکړو ورکړو او نړیواله سوداګرۍ کې د بهرنیو اسعارو پر ځای خپله ملي کرنسي وکاروي. له يوې خوا به د افغانیو ارزښت خوندي وساتل شي او له بلې خوا به د ملي اقتصاد خپلواکۍ او اقتصادي ټیکاو رامنځته شي. زموږ ټولیز هېوادوال هم په دې برخه کې بنستیز رول لوبولی شي. هېوادوال مو باید دا خپله ملي رسالت وګڼي ترڅو خپلو راکړو ورکړو او سوداګریزو معاملو کې د بهرنیو اسعارو پرځای خپل ملي پولي واحد افغانۍ وکاروي. له بده مرغه اوسمهال د هېواد په ګڼشمېر سیمو او بازارونو کې په ځانګړې توګه د هېواد په سويلي او ختیځو ولایتونو کې سوداګریزو معاملاتو کې د افغانیو پرځای بهرني بانک نوټونو لکه ډالر، تومان، کلدارې او ریال چلېږي. د ډېرو توکو بیه په همدې اسعارو ټاکل کېږي او افغانۍ خپل حیثیت له لاسه ورکړی. همداراز ډېرې غټې معاملې او لوی کاروبارونه په ډالرو او کلدارو کېږي. زموږ دفاترو کې لوړ معاشات په ډالرو ورکول کېږي او ډېری جیبونو کې د افغانیو پرځای بهرني اسعار ګرځوي چې دا پخپله زموږ هېوادوالو او د افغانستان دولت لپاره، چې افغانۍ خپل ملي هویت او ویاړ ګڼي، د ننګ خبره ده. د دولت او په ځانګړې توګه د افغانستان بانک دنده ده ترڅو بنسټیز کارونه ترسره کړي. په بازارونو کې د افغانیو د کارولو او دودولو لپاره په پولي غونډال (سیستم) کې اصلاحات رامنځته کړي، اساسي تګلاره جوړه، قانوني، جدي او ټوکلي اقدامات ترسره کړي ترڅو د بهرنیو اسعارو د چلند مخه ونیسي او افغانۍ د بې باوره پولي واحد څخه يو د اعتبار وړ پولي واحد ته بدله کړي.
له نېکه مرغه په دې وروستیو ورځو کې لیدل کېږي، چې زموږ ګرانو هېوادوالو لخوا د افغانۍ د ترویج لپاره مټې رابډ وهل شوې. د افغانستان په ګڼو سيمو، ملي او ټولنیزو رسنیو کې ملي کمپاین پیل شوی، د هريو غوښتنه او هیله په راکړه ورکړه کې د افغانیو کارول دي، چې دا لړۍ لا روانه ده . دا مثبت ګام پخپله د افغانیو د مثبتې راتلونکې لپاره ښه زیری بلل کيږي. د ټولو هیوادوالو دا ملي او سپیڅلی احساس او ملي ګټو ته ژمنتوب او لومړيتوب ورکول د ستاینې او د قدر وړ ده. هیله ده دا کمپاین او ورسره د افغانیو کارول افغانستان شموله شي. په پای کې باید ووایم چې افغانستان دولت ته پکار ده ترڅو د ملت دا غږ او احساس بدرګه او پیاوړی کړي. ملت وهڅوي ترڅو په اقتصادي راکړو ورکړو (پیرلو او پلورلو) کې د خپل ملي پولي واحد چې زموږ د ملي هویت څرګندويي کوي کارول عام کړي، ورته ارزښت ورکړي او د اقتصادي ټیکاو او ودې لپاره نوې لار پرانیزي .
په دې هیله چې يوه ورځ افغانۍ د سیمې او نړۍ د با ثباته او با ارزښته پولي واحدونو په قطار کې راشي او په هیواد کې ټولې راکړې ورکړې په ملي پولي واحد افغانیو چې زموږ د ملي هویت ښکارندويي کوي ترسره شي.