د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو حقوق او د افغانانو مسولیتونه

افغان تحرک 31.07.2016 00:59

زمونږ حقوق او مسولیتونه څه دي؟

له بده مرغه تر نن ورځې پوری د افغانستان دولت داسي ېو منظم دولتي نظام په افغانستان کې نه دی جوړ کړی چې له مخې یې زمونږ افغانان پر خپل حقوق او مسولیتونه پوه شی! سره له دی نه چي افغانستان په مختلفه برخه کې شاته پاتې هیواد دی، خو دا یوه دیره او خورا مهمه موضوع، چې "زمونږ حقوق او مسولیتونه څه دي"، باید په ملی سطحه غور او تمرکز پرې وشي! په دی کی د افغانستان د رغونی او بیا جوړوني موضوع هم پرته ده، د دي موضوع د کار پیل څپرکۍ په افغانستان کې زمونږ هیوادوال په دي برخه کې د اساسی قانون او نورو قوانینو چي زمونږ حقوق او مسولیتونو سره ارتباط لری، تدریسول او توضیح کول په کار دی، چې تر نن ورځي پورې نه یوازی چي زمونږ هیوادوال په دي برخه کې "لږ معلوماته" او حتی "بی معلوماته" پاتې ده، بلکه زمونږ دولت هم په دي برخه کې ناکامه ښایی!

که د افغان ولس د "حقوق او مسولیتونو" پر سر، په لږ دقیق تره توګه و غږیږو، نو تر ټولو مهمه خبره به دا وي چې افغانان لپاره باید د علم او پوهي لاري خلاصه وی، او زمونږ هیوادوال هم باید د علم او پوهي رڼا پسی وګرځي یعني پوهه مونږ لپاره زمونږ "حقوق او مسولیتونه" څرګندوی!

د زمونږ پر "حقوق او مسولیتونو" پوره پوهیاوی او پوهه راوړلو، هغه مهم لومړی ګام دی، چې تر ډیره حده افغانان له دي ګام څخه تر ڼنه پوری محروم پاتي دی، چي باید دننه په هیواد کې د پوهي په دی برخه کې پانګه اچونه وشي او منظم پلانونه ورته جوړ شي، نو بیا به زمونږ هیوادوال د خپل "حقوق او مسولیتونو" په برخه کي پوهیاوی او پوهه تر لاسه کړی! زمونږ په هیواد کې د د هغه افغانانو تعداد زیات دی چي د پوهی رڼا څخه محروم پاتې دی، او د پوهی رڼا چي زمونږ پر "حقوق او مسولیتونو" باندی رڼا اچوی د "پوهیاوی او پوهه" یوه مهمه برخه ده!

او په لوی لاس همدا محروم پاتې شوی ځوانان دي چې نن سبا د "افراطیت" له خوانه تشویق کیږي ترڅو دننه په هیواد کې "بی نظمی" پاڅون وکړي او خپل هیوادوال او خپل "نیمکله نظام" و زوره وي، او اکثرا همدا محروم پاتې شوی ځوانان دي چې نن سبا د "افراطیت" په ګروپونو کې يې هم ونډه اخیستي او خپل "نیمکله نظام" او خپل هیوادوال ځپي!

دوی سره بله د "حل لار" ښکاره او واضع نه ده، دوي ته باید د حل معقوله لاره پیدا شي، او طبعا چي دا د دولت دنده ده چې د دوي لپاره هم د حل معقوله لاره پيدا کړي، دا چې زمونږ دولت د دوي لپاره څنګه د حل معقوله لاره پیدا کوی دا په لمړی ګام کی زمونږ لوړپوړو او با تجربه دولتې چارواکو پورې اړه لري، مګر هم زمونږ نورو صادق او اګاه افغانانو پورې اړه لري، او په دې برخه کې باید "اذهان تنویر کړو" او په دې برخه کې باید تبلغ وکړي ترڅو مونږ ټولو افغانانو او هم هغه ځوانانو ته جوته شي چې مونږ افغانان کومی حقوق او کومی مسولیتونو لرو، او دننه په هیواد کې زمونږ "حقوق اومسولیتونه" کومی دي او یا څه دي!

په دې برخه کې باید زمونږ دولت د افغانانو اذهان تنویر ته لاره خلاص کړی ځکه د افغانستان په کچه اکثره افغانان دا خبری ته په پوره دقت اړتیا لري چې زمونږ "حقوق اومسولیتونه" کومی دي او یا څه دي!

همدا مهال د هیواد په لرو او پرتو سیمو کې ډيری داسي ځوانان شتون لري چې د هیواد د اساسی قانون په اهمیت او "مقام" اصلا نه پيژني او په دې هم نه پوهیږي چې افغانان لپاره ولی یو اساسی قانون په کار دی! اساسی قانون څه ته وايي! دا چې افغانستان د نړۍ په سطحه ېو مستقل هیواد دی، خپل اساسی قانون لری، د دي قدر څنګه وکړو، په داسې ډیرو مهمو موضوعاتو باندی متاسفانه زمونږ اکثریت ځوان نسل پوهه نه لري، حتی دا څلور لسیزه جګړه ییز زمان د ځینی افغان ځوانانو مفکورې داسي جوړيدلی دی ترڅو د هیواد روان دولت په وړاندې پاڅون وکړي، او هر نا مشروع کار چې یې له وسي پوره وي هغه کوي، دا ځکه چې دا ډول ځوانان نا خبره دي، له ېوي خوا خو د علم له رڼا څخه شاته پاتې او له بل اړه نه متاسفانه نن صبا هم خپل "حقوق او مسولیتونه" نه پیژنی. دا تر ټولو مهمه موضوع ده چې باید افغان ولس ته د یو هیوادوال "حقوق او مسولیتونه" لمړی واضع شی او بیا دا "حقوق او مسولیتونه" واضع وی!

لکه چي ښاغلی سهراب ویسا، تر "ثبات د افغانانو هیله!" تر عنوان لیکی:

"دا تر ټولو مهمه موضوع ده چې د هیواد پيژندنې په برخه کې باید هیوادوالو ته تبلیغ وشي ترڅو زمونږ ناخبره ځوانان د خپل هیواد قدر و پيژني او په ځان رحم وکړي، او په اوسني وخت کې به دا د ثبات او امن راوړلو په برخه کې ېو مثبت ګام وي. د راتلونکي او روان نسل لپاره دولت باید داسي ېو منظم پلان جوړ کړي چې خلک لومړی ځان وپيژني او بیا خپل هیواد و پيژني، دا ډول درسونه باید له جماعتونو، ښونځیو، رسنیو څخه پیل او په لوړو زده کړو کې ورته هم ځای ورکړل شي، تر څو زمونږ ګران هیوادوال چې هیواد یې په لوړو او ښایسته غرونو کې کلابند ېو هیواد دی او هر ډول نعمتونه په کې خوندي دي، له دي نه خوند واخلی او خپل هیواد ورته د کور په شان ښکاره شي چې د هوسا ژوند ځیرمه وګرځي."

بلی هو! د امنیت او ثبات پروسو قانونیت پروسه سره مرتبط دی! کله چي مثلا زمونږ ځینی ځوانان له خپل "حقوق او مسولیتونو" څخه بی خبر پاتی شی او یا هم بی خبر "وساتل" شی، او په عین حال کی زمونږ دولت هم د امنیت او ثبات پروسو او هم د قانونیت په پروسه کی همداسی ضعیف وی، نو بیا په یو داسی حالت او وضعیت کی زمونږ راتلونکی څنګه کیږی؟

بی له شکه چي یو داسی حالت او وضعیت "اداری فساد ته"، "افراطیت ته" او "انارښی ته" خواړه برابری!
بی له شکه چي یو داسی حالت او وضعیت "اداری فساد ته"، "افراطیت ته" او "انارښی ته" خواړه ګرزی!
بی له شکه چي یو داسی حالت او وضعیت "اداری فساد ته"، "افراطیت ته" او "انارښی ته" د رشد زمینه برابروی!
بی له شکه چي داسی حالت او وضعیت "اداری فساد ته"، "افراطیت ته" او "انارښی ته" دکرنې ځمکه مساعدوی!
او بی له شکه ده چي یو داسی حالت او وضعیت له ګران افغانستان څخه یو داسی د "اداری فساد-افراطیت او انارښی پټې" جوړوی!


پس راځو چي خپل "حقوق او هم خپل مسولیتونه" وپیږنو!

زمونږ حقوق زمونږ په قوانینو کی درج دی. یعنی زمونږ حقوق قانونی اساس او مبدا لری، چي د زمونږ د قوانینو په "مواد" او یا هم د زمونږ د قوانینو په پاراګرافونو کی درج دی!

مګر پوښتنه دلته دا ده چي زمونږ "مسولیتونه" څه دی، نو بیا دا چیرته درج دی؟

همداسی چي زمونږحقوق قانونی اساس او مبدا لری، چي د زمونږ د قوانینو په "مواد" او یا هم د زمونږ د قوانینو په پاراګرافونو کی درج دی،
همداسی زمونږ "مسولیتونه" دزمونږ په افغانی فلسفه کی، دزمونږ په افغانیت کی، دزمونږ په افغانی-اسلامی اخلاقیاتو کی درج دی!

یعنی: په خلص کلام، زمونږ "مسولیتونه" د زمونږ "افغانیت" له خوا تعینیږی!

زمونږ د "افغانیت مسولیتونو اعلامیه" تر اوسه پوری کوم کتبی او تحریری شکل نه دی اخیستی، مګر له زر ها کلو را پدی خوا په شفاهی توګه همدا اخلاقی مسولیتونه د زموږ په خاوری کی، دزمونږ پر اذهانو کی خپل ټولنیز ګتوره اخلاقی بنا او یا اخلاقی ستون حفاظت کړی دی!

یعنی چي: زمونږ افغانی مسولیتونه، زمونږ همدا افغانی مکلفیتونه دی، چي له افغانی اخلاق او افغانی فلسفه څخه سر چینه اخلی!

مثلا زمونږ افغانی فلسفه او افغانی اخلاق خپل سلوک او بر خورد، په ځینی ساحات او موضوعاتو کی داسی څرګندولی دی او هم نن صبا داسی څرګندوی:

- څښتن تعالی یاد، ذکر، عبادت او شکر نه هیریدل.

- له خپل نظافت، له خپل صحیی خوراک، له خپل صحی څښاک، له خپل بدنی حرکت دقیق پاملرنه.

- بشر دوستانه برخورد، انسانی او عاقلانه برخورد، محترمانه برخورد سولییز برخورد، نورو انسانانو سره، بلخصوص له درک څخه دکه برخورد او مشفقانه برخورد، ښځو او ماښومان او کوچنیانو سره.

- فقرا او نا داراو انسانانو سره مرسته.

- انسانی او عاقلانه برخورد ټولو جاندارانو سره.

- انسانی او عاقلانه برخورد نباتاتو سره.

- انسانی او عاقلانه برخورد خپل چاپیریال او یا انسانی او عاقلانه برخورد خپل د ژوند محیط سره.

- خپل انسانی وجدان د ویښ او یا بیدار ساتل په لاره کی ټینګ عظم.

- د ښه او بد لارو په مینځ کی، دښه لار انتخابول. یعنی د راستی لار انتخابول.

- ددرواغ او فساد څخه پرهیز.

- په خپل روزمره کارو بار کی کوښښ او دقت.

- یو "کسب"، یو "مسلک" ، یو "فن"، یو "حرفه" په ښه او خورا دقیق توګه زده کول.

- له خپل دوستانو سره سخاوت او خپلو "دښمنانو" سره هم تر یو حده پوری "مدارا" .

- د مناقشی په وخت مخالف نظریات په مقابل کی تر یو حده پوری زغمونکی، تر یو حده پوری تیرودونکی.

- د علم پسی تږی.


دا و زمونږ د افغانی اخلاق او افغانی فلسفه په اساس زمونږ ځینی فردی او ټولنیز افغانی "مسولیتونه"!


-------------------------------------------------

د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله