د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلی محترم ډاکټر لمر پوښتنه واقعا چي یوه جدی علمی پوښتنه ده!

افغان تحرک 22.07.2016 13:36

ښاغلی محترم ډاکټر لمر په خپل اخری لیکنی کی چې تر "د اعلیحضرت ظاهر شاه واکمني ته لنډه کتنه" لاندی ده او دلته په محترم او ګران ټول افغان پورتال کی په د ١٣٩٥ لمريز کال د چنګاښ په یوه دیرشم کی چه د 21.07.2016 م. نیته سره مطابقت لری، خپاره شوی ده، سره له دی نه چه یو دیر مهم او ګتور اثر مونږ ته معرفی کوی، یو علمی پوښتنه هم مطرح کړی دی.

ښاغلی محترم ډاکټر لمر او ښاغلی محترم سيد عبدالله ولي زي څخه دیر مننه چې دوي دواله ېی د «افغانستان در پنجاه سال اخير" با ارزښته کتاب افغان ولس لپاره په لاسرسی کی کیدلی دی.

اوس راځو د ښاغلی محترم ډاکټر لمر مهم، علمی او اساسی پوښتني ته. ښاغلی محترم ډاکټر لمر لیکی:

"پوښتنه دا کېږي، چې ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی او بيا د
ديموکراتيک جمهوريت او اسلامي جمهوريت په اخوډب کې وران شوی وی، چې هم يې هېواد برباد کړ، هم
يې خلک وکړول، هم وينې تويې شوی او هم ټول له سره نيولې تر شنه او سپينه ټولبهر ته مهاجر شول او افغانستان يې له فساد، غربت او بدمر غيو سره لاس او ګرېوان کړ.
که نړۍ ته په لنډه توګه ځير شو، نو وينو چې د انګرېز شاهي دولت دا دی ۵۰۰ کاله د يوې کورنۍ په واک دی، چې وروستي شپیته کاله ملکه اليزابت د واک پر خره سوره ده. په عربستان کې د وروستيو څو سو کلونو په اوږدو کې شاهي حُکمروايي ده، چې د السعود ډله د وروستيو ۲۰۰ کلونو يکه تاز پاچاهان دي، هم د وهابيزم او هم د سلفيزم بټۍ توده ساتي، چې نن يې نړيوال تروريزم د داعش په لمن کې رامنځ ته کړی دی. د شاهي کورنيو بېلګې هم په اسلامي نړۍ کې او هم په نورو ملکونو کې ډېرې دي، چې د لوېديزوالو بېلګه به يې د هالنډ، دنمارک، سويدن، بلجيم، انګرېز، او نور، د اسلامي نړۍ بيا د مراکش حسن زاده، د بهرين ملکزاده او د عربستان سعود زاده او د بوديستانو جاپانيان کولی شو ياد کړو، مګر شاهي او جمهوري ټولنيز لابراتوار او دذهني شخړو ډګر يې بيا افغانستان شو.

اوس مهال هم د افغانستان ګڼشمېر ليکوال يا د تېرې مشروطه خواهي بټۍ تودوي، يو شمېر بيا د جمهوريخواهي ډنډوره غږوي او نور بيا ظاهر شاه يا بل متدين ټولواک ته د سپکو سپورو شپلۍ وهي. د افغاني نننيو ليکوالو فکري سوژه هم په ډنډورو، د ماجرا جويي پېښو او ما ويل تا ويل کې نغښتې ده، مګر د افغانستان د اداري سيستم، ټولنيز پرمختګ، اقتصادي، علمي پروژو او د ژوند د هوساينې کوم څرک نه پکې ليدل کېږي. د نامه تر مخ به يې د اکاډيميسن مختاړی او يا د پوهاند منځتاړی وي، خو ليکنې به يې په ما ويلي او تا ويلي کې نغښتې وي، چې نه ذهني تنده پرې ماتېږي او نه د هېوادپالنې فکري غوښتنه پرې تر سره کېږي."


دلته د ښاغلی محترم ډاکټر لمر صرف هغه پوښتنه ته لږ بحث صورت اخلی، چې:
"ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی"؟

دا علمی او مهم پوښتنه دیر جدی او علمی بحثونو ته اړتیا لری، چې هیله ده زمونږ پوهان په دي برخه او په دی ساحه کی له سطحی بحثونه، له مغرضانه بحثونه او له محیلانه بحثونه تیر شی، تر څو چې یو واقعا علمی بحث په دی ساحه کی لاره هواره شی!

"افغان تحرک" په دی ساحه کی، تر خپل توان پر حد، دا مهم علمی پوښتنه تر بحث لاندی اخلی او هم په دی برخه کی یو څو مهم عوامل ته دلته اشاره کوی:

"ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی"؟

0 . هیڅ لازمی او ضروری نه ده، چې په هر دوله چې وی، یعنی حتمی او ضروری په افغانستان کې او یا هم په کوم بل هیواد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی، او یا هم راځی!

یعنی: یو شاهی نظام هم لکه یو جمهوری نظام مشروعیت لری، ترڅو د ولس اکثریت واقعی غوښتنی همداسی وی!

حتی که چیرته یو شاهی نظام او یا هم یو جمهوری نظام "نا سالمه او غیر ولسی نظامونه هم وی، بیا د ولس د سعادت لپاره دوه لاری موجود دی: (الف): وسیعو ټولنیز اصلاحات یا د "رفورم لاری" یعنی د "شه والی لاری" او (ب): یو واقعی "انقلاب" او یا هم همدا اکثرا نظامی کودتا ګانی چې ځینی خلق ورته "انقلاب" لقب ورکوی. په هر صورت دا د یو "بنیادی" تغیر لاره ده.

1. په افغانستان کی د چنګاښ او د غویی کودتاګانی عوامل:

الف. د شوروی توسعه طلبی

ب. د پرچم او خلق ګوندونه مادی او معنوی وابستګی شوروی سره.

ب.١. مثلا شوروی سره د پرچم او خلق ګوندونه مادی وابستګی په هکله کوم وار د پرچم ګوند کوم غړی چي نوم یی میرمن ثریا بها ده، یو ځل ګمان کوم شل کال قبل کی ویلی و چې : د میرمن ثریا بها لپاره کوم تداوی لپاره چه پیسی په کار و او د پرچم ګوند رهبران میرمن ثریا بها لپاره له هغه (ګمان کوم ٣٢٠٠٠ روسی ربل) ، چې نه پوهیږم په کال کی او یا په میاشتی کی، له روسانو څخه، د پرچم ګوند لپاره، د ظاهر شاه په دوره کی، تخصیص ورکړل شوی و، مګر میرمن ثریا بها لپاره د هغه ګوندی ملګری له هغه پیسو څخه څه نه دی ورکړ!

ب.٢. شوروی سره د پرچم او خلق ګوندونه معنوی وابستګی په هکله باید وګورو چې اکثرا دا لینیستی-ستالینستی نشرات چې یو دول "سانسور شوی مغزی تغذیه" را مینځ ته راغلی و، اکثرا د ایران د "حزب توده" له لاری په افغانستان کی څخه روان و.
دلته په دی باندی خبری نه کوو چې پخپله د کارل مارکس اظهارات تر څه اندازه پوری، له مونږ افغانی فلسفی سره په تکر کی و او یا تر څه اندازه پوری پخپله د کارل مارکس اظهارات نقص او نواقص درلود، دلته په دی باندی هم بحث نکوو چې لینن او بلخصوص ستالین له مارکس اظهاراتو څخه خپل کړی و، دلته فقط همدومره وایوو چې زمونږ محترم پرچمیان او محترم خلقیان په یوه افغانی ټولنه کی چې څو سوه "کار ګران" هم نه درلود، ځکه چې یو "بزګریز ټولنه و او دی" ، مګر زمونږ محترم پرچمیان او محترم خلقیان د کوم "سانسور شوی مغزی تغذیه" پر اساس چیغ او ناری وهل چې "د جهان کار ګرانو باید چې متحد شی!"، که چیرته کوم څوک پوښتنی وکړ، چې ایا افغانستان واقعا دومره کار ګران لری چې محترم پرچمیان او محترم خلقیان تقریبا خپل ټول قوت ددوی د راټولولو په لاره کی خرڅوی، نو بیا حتما زمونږ محترم پرچمیان او محترم خلقیان تقریبا ویلو و، چې: "کار ګران لرو خو مګر په هندوستان کی دی."
په هر صورت دا جملات غواړی یو دول "معنوی وابستګی" ته اشاره کوی، چې د مرحوم ظاهر شاه په دوره کی، د پرچم او خلق ګوندونو او د شوروی تر مینځ، په مختلفو ابعادو کی قایم و، او شوری داسی ارتباطات او اړیکی د خپل "توسعه طلبی" لپاره ضرورت درلود! او پرچم او خلق فکر کاوه چې له دې اسانه لاری قدرت ته رسیدل او ټولنیز شه والی مینځ ته راوړل هم ددوی "ثواب ګرځی او هم ددوی خرما" !

ب.٣. دلته پخوانی شوروی خپل "توسعه طلبی" لپاره نه یوازی چې د پرچم او خلق ګوندونو سره خپل ارتباطات تینګ کړی و، بلکه محیل او مرموزو وابسطه اشخاصو، لکه حسن شرق، جلالر او نه پوهیږم نور څوکو سره هم خپل ارتباطات او روابط تینګ ساتلی و، تر څو خپل "توسعه طلبی" لپاره سم فعالیت وکړی. ایا د حسن شرق او د مرحوم سور سردار داؤد اړیکی همداسی تصادفی و؟ فکر نه کیږی!

پ. د شوروی توسعه طلبی په مقابل کی ځینی انعکاسونه او یا ځینی عکس العملونه: همداسی چې پرچم او خلق د "پرولتاریای جهان متحد شوید" شعار تر تاثیر لاندی و، زمونږ محترم اخوانیان هم د "امت مسلمان جهان متحد شوید" شعار تر تاثیر لاندی و! زمونږ ګران ملی افغانان دواړو "انترناسیونالستی جریاناتو" لپاره هغه وخت "تګنظره ملی ګرایان" ښکاریده، سره له دی نه چې نن صبا د همهغه "انترناسیونالستی جریاناتو ځینی مریی او غیر مریی ننی پرچم داران" ، د افغانیت چیغی وهی.

ث. همداسی چې ذیدخلو ممالکو د افغانانو په سر، خپل قطعه بازی کاوه، همداسی مونږ افغانان په خپل محدود جغرافیای وضعیت، په خپل غرنی هیواد، په خپل دیر مقید داخلی تولیدات کی بوخت او اکثرا له جهانی سیاستونو څخه بی خبر و.


ج. مرحوم ظاهر شاه او مرحوم داؤد خان په یو داسی حالت او وضعیت په یو غرنی او کم تولیده هیواد کی وغښتل چې تقریبا پنځه لس تر اوه لس افغانان لپاره د پاچا او صدراعظم په حیث امنیت، ثبات او رفاه مهیا کړی.
بی له شکه دا دواړه یوازی نه و، بلکه دیر نورو شه او مګر هم بد افراد او اشخاص، دیر نورو کارپوه او مګر هم غیر کارپوه افراد او اشخاص، دیر نورو صادق او مګر هم مفسد او یا محیل افراد او اشخاص دوی دواړو سره په دی لاره کی روان و. ددوی ټولو "کم" او د افغان ملت "کرم" را روان، امنیت او ثبات و، که ولس لپاره دیر رفاه نه و، او یا که دیرو افغانانو لپاره "رفاه" حتی بلکل مفقود و، مګر لا اقل امنیت او ثبات خو و. افغانان په اصل کی دیر حرص او طمع هم نه لری او قانع خلک دی، خو مګر اصلی پرابلم او یا اصلی ستونزی په دی کی و، چې مرحوم داؤد خان چې په عمر کی دری څلور کاله له مرحوم ظاهر شاه څخه په عمر کی ګمان کوم زیاد تره و، مدام په دی فکر و چې په حکومت داری کی له ظاهر شاه څخه زیاد تره پوهیږی. مګر د افغانستان سیاسی نظام یو میراثی پاچایی و، او ظاهر شاه په قانونی لهاظ د هیواد پاچا و، مرحوم داؤد خان باید د پاچا سره یو ځای او د پاچا تر امر لاندی کار کړی و، خو مګر له بله خواه داؤد خان هم یو عالی او وطن دوست او حتی یو "وطن پرست" سړی و، داؤد خان یو بل "سرعت عمل" هیله درلود، مګر ظاهر شاه لږ ارام طبیعته سړی و. یعنی: د ولس د رفاه په لاره کی د داؤد خان سرعت له ظاهر شاه سرعت څخه چتکوالی هیله درلود، مګر متاسفانه داؤد خان د اوچت سرعت له "تکر" څخه او د "محیلو انسانو په شناخت کی" یعنی د مطملقو انسانانو په شناخت کی لږ او یا دیر ضعف درلود! زمونږ افغانی فلسفه حکم کوی چې زمونږ حاکمان باید "متملق اشخاص" او محیل اشخاص له ځان څخه لیری ساتی، مګر په دیرو مواقعو کی زمونږ حاکمان دا افغانی فلسفی اصل ته دقیق او جدی پاملرنه نه دی کړی، او هر کله چې "متملق اشخاص"، "محیل اشخاص" او مفسد اشخاص زمونږ حاکمات او یا حکومتی چاری ته ځان، ځای په ځای او یا حتی ځان نژدی کړی دی، زمونږ ولس ته دیر تاوانونه رسیدلی دی!

زمونږ ټول حاکمان باید دا افغانی فلسفی اصل ته دقیق او دقیق تره پاملرنه وکړی، چې همداسی چې سیلاب یو ضخیم دیوال تخریبوی، همداسی د "متملقینو" او "محیلو" اشخاص او افرادو دست بوسی او پا بوسی او تملق "نظام" تخریبوی، مګر له دی کبله چې تملق دیرو کسانو او بلخصوص "خام حاکمانو ته" دیر خوښیږی او خوښوی، ګمان کیږی چې زمونږ "سور سردار" سره له خپل حب وطن سره، سره له خپل وطندوستی او حتی سره له خپل "وطنپرستی" خواصو سره، په لمړی ګام د "تملق" او لږ هم د "خود مرکز بینی" ښکار شو!

د مرحوم ظاهر شاه "دملت رفاه لاری" تدریجی او حتی لږ کند او اهسته هم و، مګر د مرحوم داؤد خان "دملت رفاه لاری" خیانت سره مقابل شو او د هیواد ورانی او د ولس "تباهی" لپاره لاره هواره کړ!


چ. اوس که چیری د دا سطورو او یا دا کرښو په مینځ کی د ښاغلی ډاکټر لمر پوښتنه لپاره، چې ""ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی؟" ، یو ځواب را پیدا کړو، دا ځواب شاید چې دا وی:

دا حتمی او ضروری نه و چې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی، ځکه چې په یو شاهی نظام هم د اصلاحاتو او حتی د وسعیو اصلاحاتو امکاناتو برابرول، نا ممکنه نه دی، کله کله زیاد وخت ته اړتیا لری، مګر نا ممکنه نه دی.
اوس راځو د پوښتنی دا اخری جز ته، چې ولی بیا دا کار وشول:

له دی کبله چې ارواښاد شهید داؤد خان، د داؤد خان ځینی متملقین، د داؤد خان ځینی مشوقین، ځینی هومانیست او انساندوست افغانان، ځینی قدرت طلب افراد او اشخاص او هم ځینی ملی خاینین او د پخوانی شوروی توسعه طلبی د دا دواړو کودتا ګانی اسباب وشول!

دا و د افغان تحرک یو مختصر ځواب دا مطرح شوی پوښتنی ته، هیله ده چه دیر شیان او دیر موضوعات پکښی غایب نه وی، یعنی دا ځواب کوم اخری ځواب نشته او په افغانی ټولنه کی، د دی بحث یوه برخه دی او د کوم "کامل ځواب ادعا" په دی ساحه کی نه لری!

د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله