د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنيار محمدوارث 19.06.2016 15:08

تيارې دي خورې شوې د رڼا څه اثر نشته
خوښۍ دي ياغي شوې د خندا څه اثر نشته

بارودو وریځې جوړې کړې او نيم اسمان ئې ونيو
دا شپې څومره اوږدې شوې د سبا څه اثر نشته

ناصح څه ګناه کړې چې توبو ته ئې مخه وکړه
په وعظ او نصيحت کې ئې د رښتيا څه اثر نشته

ناروغ فکرونه کله په ګناه باندې پوهيږي
عذاب سره ئې شپې دي د دعا څه اثر نشته

اغيار په خپل هنر ورته له هر څه نه زړه تور کړ
مغرورې ککرۍ کې د پروا څه اثر نشته

که هر څومره نصيحت او لارښوونې ورته وکړې
( وارثه ) په بې لارو د وينا څه اثر نشته