د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي 500 اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

عزيزالرحمن ذکي 07.06.2016 14:40

    د افغاني سرې مياشتې ټولنې او په افغانستان کې د قطر سرې مياشتې ټولنې نماينده ګي ترمنځ د يو موافقه ليک په اساس نن د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي ۱۷مه نېټه د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي په همغږۍ د لغمان مرکز او قرغيو ولسوالۍ 500 اړمنو(بې سرپرسته، کونډو، معيوبينو، معلولينو او بيځايه شويو) کورنيو ته   نن د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، په افغانستان کې د قطر هېواد سرې مياشتې د استازي احمد العثماني، د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي رياست د کارمندانو او رضاکارانو  د ولايتي شورا د مرستيال انجنير اجمل وفا او وکيل محمد ظاهر حسين خيل او همدارنګه نورو بېلا بېلو ادارو د رئيسانو په لاسونو و وېشل شوه.
    په همدې موخه په پيليزو خبرو کې د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي رييس ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرې مياشتې په فعاليتونو رڼا واچوله  او د رمضان په مبارکه مياشت کې يې د خوراکي توګو مرستو اړينه وبلله، ورپسې دولايتي شورا غړي الحاج محمد ظاهر حسين په وارسره خبرې وکړې،په لغمان کې يې غريبو او بې بضاعته کورنيو شمېر زيات ياد کړ د قطر او افغاني سرې مياشتې ټولنې څخه يې دمننې ترڅنګ له نړيوالو مرستندويانو ،همکارو موسسو او خيريه بنسټونو وغوښتل چې دنورو ترڅنګ لغمان ته خپله پاملرنه زياته او د مبارکې روژې په رارسېدو دبې وزلو ،غريبو او نادارو فاميلونو سره اړينې بشري مرستې ترسره کړي.
په وارسره د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست رييس سيد عبدالبصير هاشمي هم ګډونوالو ته خپله وينا واوروله، لغمان کې يې د فقر او غربت ګراف لوړ وباله، نوموړي وويل د روژې په مبارکه مياشت کې بېوزله او ناداره خلک خيريه بنسټونو او د بډايه خلکو مرستو ته سترګې په لار ناست وي هاشمي زياته کړه زه داسې ناداره خلک پېژنم چې د هغوئ د بېوزلۍ د کېسو په اورېدو هرډول زړه په ژړا راځي  نو د انساني او اسلامي همدردۍ له امله بايد له هغوۍ سره اړيني بشري مرستې وشي.
بيا په افغانستان کې د قطر هېواد سرې مياشتې مسؤل احمد العثماني هم خبرې وکړي او ياده يې کړه چې دوی د ۲۰۱۴ کال راهيسي په افغانستان کې د روغتيا،ښوونې،چاپير يال ساتنې،دڅښاک اوبو او بشري مرستو رسولو په برخو کې خدمات ترسره کوي ،چې تر دې دمه يې په بېلابېلو ولايتونوکې د اړمنو لسګونه زره مستحقو فاميلونو سره په يادو برخو کې مرستې ترسره کړي دي.
ښاغلي عثمانې دقطر سرې مياشتې له لورې ترسره کېدونکو مرستو په لړکې دمبارکې روژې په را رسېدو سره وويل، اوس مهال دلغمان په شمول ، دوه نورو ولايتونو غور او بغلان کې هم بې وزلو فاميلونو ته دبشري مرستو دوېش پروګرام ترلاس لاندې لري چې په يادو درې واړو ولايتونو کې به ۱۵۰۰ فاميلونو ته دخوراکې توکو مرستې و ويشي.
نوموړي دخپلو خبرو په وروستيو کې د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي رياست څخه مننه وکړه چې دمستحقو فاميلونو په پېژندلو کې يې له دقت څخه کار اخستی بيا
    په پای کې لغمان والي هم په خپله وينا کې د قطر سرې مياشتې او افغاني سرې مياشتې ټولنې څخه  مننه وکړه چې تل يې د بيوزلو لاسنيوی کړی او ترڅنګ يې له دوی اونورو مرستندويه بنسټونو وغوښتل چې په لغمان کې دبې وزلو د ژوند دښه کولو او اقتصادې پياوړتيا په برخه کې دبنسټيزو پروژو په تطبيق کې اساسي همکاري وکړي،نوموړي د مبارکې روژې په رارسېدو سره له ټولو شتمنو هېواد والو وغوښتل چې د غريبو او بېچاره کورنيو لاس نيوی وکړي. 
وروسته رسماً دمرستو دوېش لړۍ پيل شوه : چې پکې دهرې کورنۍ لپاره دپنځو زرو افغانيو په ارزښت اوړه، وريجې، غوړي،لوبيا،بوره ،چاي،مالګه او شېدې شاملې وې.

راپـــــــــــــــــــــور: عزيزالرحمن (ذکي)
د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي مالي او اداري مدير