د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلیزه دې مبارک شه !

شکرالله پاڅون 11.04.2016 13:30

جګړې او تاوتریخوالي د نورو شیانو ترڅنګ د افغانانو له خولو مسکا او خندا هم اخیستې، نږدې هر کور یې د ویر پر ټغر کېنولی، په مړو او ټپیانو کې یې ورته برخه کړې.
داخبره مو ډېره اورېدلې :
چې ډېر شي، نو ګنډېر شي.
معنی دا چې هرڅه ډېر شي، بې ارزښته شي، له پامه ولوېږي او یا هم څوک یې دومره په قصه کې نه وي.
په افغانستان کې جګړه هم ډېره شوه، جنګ، ورور وژنې او د تاوتریخوالي څپه پر څلوېښتم کال وربرابرېږي. نو جګړه هم اوس د ډېرېدو له امله ګنډېر شوې ده، خلک ورسره عادت او چندان یې په کیسه کې نه دي، د سولې چغې ډېرې ووهل شوې، د جنګ او ورور وژنې د ودرېدو ډېرې غوښتنې وشوې، خو دا څلور لسیزې کېږي چې دا غوښتنه نه منل کېږي. خلکو ته هم نوره دا جګړه ګنډېر شوې او بې ارزښته شوې ده.
دا خبره راته په دې پورې رایاده شوه چې په دې وروستیو کې د فېسبوک نړۍ ته د سر پر ورښکاره کولو نږدې هره ورځ دا جملې ډېرې ګورم: ګلیزه دې مبارک شه.
لیدل کېږي چې یو شمېر ځوانان خپلې د پیدایښت کلیزې لمانځي، ځانګړی کېک برابروي، پر کېک یې د هغه چا نوم او کلیزه لیکلي وي چې، همزولي او دوستان یې د کلیزې په مناسبت خوښۍ ته راټول شوي وي. مبارکیانې، د کېک پر خوراک مېله اونورې خوښۍ په فېسبوکي ویډیوګانو او عکسونو کې اوړي او را اوړي.
اوس ځوانان د تاوتریخوالي او جګړو په کیسه کې نه دي، د جګړې تبلیغات هم پرې اغېز نه کوي، د افغانستان د شاوخوا څلوېښت ګلن جنګ او تاوتریخوالي داستان ورته نور پیکه شوی دی. که لوی دی، که وړوکی، که ځوان دی او که زوړ دی، ښځه ده او که نر دی، ټول پر دې پوه شوي چې دا جګړه د چا له خوا او د څه لپاره روانه ده.
پخوا به چې په کوم مجلس کې کېناستو او د روانې او تېرې جګړې په باب به کومه خبره وشوه، طبیعي خبره وه چې پر ځوانانو به یې یوڅه تاثیر کولو، خو اوس د جګړو کیسې لکه پر تلوېریونونو د خپرېدونکو سریالونو په شان دي. اوس اکثره ځوانان جګړې ته یواځې د تمثیل په نظر ګوري، خو په دې تمثیل او په هغه تمثیل کې چې په فلمونو کې یې ګوري، توپیر دادی چې د روانې جګړې تمثیل د سیمې د هېوادونو او نړۍ والو قوتونو د جوړو شوو کیسو تمثیل دی. د تلوېزیونونو د سریالونو په تمثیل کې مرمۍ بدلې وي، انسان ته زیان نه رسوي. بمونه په کې اتشي یا یوازې د اور وي، چرې یا پرچې نه لري. خو په دغه تمثیل کې چې د سیمې استخباراتي کړیو او نړۍ والو قوتونو شروع کړی، ددې مرمۍ رښتیني مرمۍ دي، بم یې اتشي نه، بارودي او چره لرونکی دی، وسلې یې پلاستیکي نه، بلکې اصلي دي. د تلوېزیونو د سریالونو مرګ او ټپي کېدل ساختګي یا هم نمایشي وي، چې کله ترې د کیمرې مخ واوړي، نو په تمثیلي توګه وژل شوی او ټپي شوی راپورته شي، د وینو په ښودنه په رنګ لړل شوي کالي وباسي او بېرته خپلې پاکې جامې واغوندي.
خو د روانې جګړې د تمثیل پر ټوپک چې څوک د مرګ په نیت وویشتل شو، نو په ابدي خوب ویده شو، هغه د چا خبره سر یې وخوړ.
د تلوېزیونونو په سریالونو کې هم بمونه الوزل کېږي، د مړو او ټپیانو په څېر خلک لیدل کېږي، خو په حقیقت کې نه هغه چاودنه د رښتیني بم وي او نه لیدل کېدونکي خلک مړه او ټپیان وي. خو د افغانستان د جګړې د سریال بیا د رښتیا مړو او ټپیانو ته ضرورت لري، ددې سریال صحنو لپاره اړتیا ده چې د ښارونو په منځ کې درنې چاودنې وشي، د سریال جذابیت لپاره خلک مړه او ټپیان شي او په هر کور کې رښتینی ویر او ماتم جوړ شي. ددغه سریال لیکوالان او ډایرکټران نو بیا د خوشالۍ له لاسه خولۍ اسمان ته غورځوي.
خو دا فلم بیا هغسې لیدونکي نه لري، لکه هغه تلوېزیوني تمثیلي سریالونه یې چې لري.
د تلوېزیوني تمثیلي سریالونو لوبغاړي د خلکو په زړونو پاچاهي کوي، خو د روانې جګړې د لوبغاړو له هر شوټینګ وروسته خلک پرې لعنت وايي، دشوټینګ پر وړاندې یې کرکه ښيي . حتی که تر شوټینګ وروسته ددغه سریال کارکوونکي په لاس ورشي، نو په داسې شکل به یې ووژني، چې کیسې به وزېږوي.