ورکه لار
21.01.2016 13:53لار ده رانه وركه په تيارو کې زه رڼا لټوم
وير د تورو شپو کې د امید یوه ځلا لټوم
گورم سمندر د تظاهر ته په حيرت کې يم
لوړې د سیلاب څپې موجونو کې پنا لټوم
اور د نفرت بل تنها ولاړ لمبې اوچتې دي
اوښكو د لېمو کې د زړګي یوه خندا لټوم
نه غواړم ذكرونه عبادت د زاهدانو نور
ړنګو ميخانو كې د صفا ښكلې مينا لټوم
گورم نقابونو د انسان ته پټ مخونه شول
نشته ده رښتيا له بې درواغو تماشا لټوم
سیورې د غمونو ک حيران ولاړ په لاره کې
زړونه تش له مينې په زهرونو کې دوا لټوم
لاړل عاقلان له جاهلانو ستړی زړه شولو
می د صفا ورك رانه رندانو كې آشنا لټوم
خوند نشته سندرو په نڅا او په راگونو کې
ورك يم لالهان په وچو دښتو کې بورا لټوم
نه یمه ابتر نه لیونی چی بیابان کړم خپل
ځم خاورو ایرو کې د هستۍ بله عنقا لټوم
نور نشته راگير د خرافاتو په ظلمت کې يم
ذكر د ناصح کې د عرفان ښكلې رڼا لټوم