د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا لپاره دې خدمت ګار او وړ ښاروال په دنده وګمارل شي.

همت احمدزی 01.01.2016 16:17

د پکتيا لپاره دې خدمت ګار او وړ ښاروال په دنده وګمارل شي.
د پکتيا مدني ټولنې.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يو شمير مدني ټولنو او د سيمې اوسيدونکو له لوري د يو لاريون په ترڅ کې، د نوي ښاروال عبدالمجيد احمدزی خلاف لاريون تر سره او د پخواني ښاروال سيداحمدسافي چارې وستايل شوې.
لاريون کونکو چې شمير شاوخوا څلورسوه کسان وو، د ګردېز کابل لويه لاره د درې ساعتونو لپاره د اعتراض په ډول تړلې وه او غوښتنه يې کوله چې؛ پکتيا ته دې د ولسونو په خوښه ښاروال معرفي شي.
لاريون کوونکو د پخواني ښاروال آغامحمد سعيدي او د ولسمشر د سياسي چارو مشاور اکرم خپلواک تصويرونو په سره خط د چليفا نښې کاږلې وې.
د پکتيا د تېرې ځوانانو ټولنې غړي ډاکټر شفيق الله سحر چې د لاريون مشرې کوله له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې؛ يو شمير سياسي کړۍ غواړي چې د خپلې خوښې وړ ښاروال په دنده وګماري.
سحر غوښتنه وکړه، چې د مقررۍ د شفاف بهير په ترڅ کې دې ګردېز ښار ته ښاروال معرفي شي .
« د ښاروالي چارې په ښار کې د دوو مياشتو په اوږدو کې خورا زيات بدلون کړی دی، هغه څوک چې پکتيا کې ښه کار کوي، هغه ته د کار کولو موقيع نه ورکول کېږي او پر ځای يې داسې کسان د يو شمير کړيو له لوري معرفي کېږي چې د پکتيا ولسونو ته د منلو وړ ندي»
لاريون کونکي وايي چې په پکتيا کې دي په ادارې چارو کې دې مداخله بنده شي تر څو اړونده ادارې وکولی شي چې د تقرور د شفاف بهير له لارې کار اهل کار ته وسپارل شي.
د مظاهرې بل ګډونوال حاجي ترين کوتڅنډنه وکړه، چې که چيرته د دوئ حاقه غوښتنې ونه منل شي او د پکتيا په چارو کې د لوړ پوړو کسانو لاس وهنه بنده نشي، دوئ به خپلو مدني خوځښتونو ته دوام ورکوي.
« د لاريون زموږ حق دی او خپل له همدې لارې پورته کوو، چې زموږ غوښتنې ومنل شي، که چيرته مرکزي او ولايتي اداره زموږ غږ وا نه وري، نو بيا به هم لاريون کوو»
د لارې د خلاصون لپاره د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل، چې لاريون د ولسونو مدني حق دی او کومې غوښتنې چې دوئ لري په دې اړه به له مرکزي ادارې سره خبرې وکړي.
سهې وايي نوی ښاروال عبدالمجيد احمدزی د ولسمشر له لوري په قانوني ډول ټاکل شوی، او د خپلې دندې لپاره يې رسمي مکتوب راوړی.
« د عبدالمجيد احمدزي په نوم چې ښاروال پکتيا ته د ولسمشر له لوري په رسمي ډول معرفي شوی د قانون له مخې بايد پکتيا کې دنده تر سره کړي، موږه د لاريون کوونکو غوښتنې له نږدې و وارېدې او په اړه به يې له مرکزي ادارې سره خبرې وکړو»
دوه ورځې وړاندې هم د ګردېز ښار هټيوالو او اوسيدونکو د نوي ښاروال مخالفت کړی و.
راپور : جمال احمدزی