د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعاشقانوفرياد

محبوب شمال 28.12.2015 13:55

نه مي لـه چـا زړه وړى زه دچـادلبرنـه يـم

نـه دزړه ازار اخلـم زه دزړه پـرهر نه يـم

                      عاشق

زمـاپـه بـڼو چـاپ د چـا دکو ښـو دى؟

څنګـه راتـه وائي چـه زه غـل نـه يـم

زړه مي ستـاسـوکلى کى ورک شوى دى

ولــى راتـــه وايي چــه دلبــرنـه يــم

نه يم غلت شوى په رښتيا په تا شکمن يمه

مه وايه نـورمه وايـه چه ستادزړګى سرنه يم

دزړه پـه سرمي ستا دبڼـو غشى لګيـدلى دى

ولي راتـــــه وايي زه خـــــبرنــــه يـــــــــــم

دزړه طوطي مى ستا دستــرکو ښکارشولو

 وايي دعاشـــــق دزړه خنجـــــــرنــه  يم

نورپه ښکليو هيڅ وخت اعتبار مکړه (شماله)

زړه به درته درته داغ کړى بيا به وائي ملهم ګرنه يم