د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو له زهریت څخه د کوچنیانو ساتنه او د هغوی روغتیایي خوندیتوب

پوهیالی نوراغا “نوښت” شیرزاد 28.12.2015 13:55

د افت وژونکو له زهریت سره د مخامخ کیدنې څخه د ګلونو کوچنیانو ساتنه زمونږ پر غاړه ده. کوچنیان تر مونږ ډیر زیان منونکي دي، دوی افت وژونکي نه پيژني، ښايي د لوبو د سامان او یا هم د خوړو ګمان پری وکړي او ځان ته پری تاوان ورسوي. تر هر څه تر مخه خو باید د هغوی خوړو ته ځانګړې پاملرنه وکړو چې په افت وژونکو ککړ خواړه ورنکړو. که مو داسې وکړل، له هغوی سره به مو ستر زیاتې کړی وي.
د افت وژونکو له خطرونو نه د کوچنیانو ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. له دی خطر نه د هغوی د ساتلو لپاره کولای شو له لاندې لارو چارو نه ګټه واخلو:
تر هر څه د مخه، دغه عام کورني افت وژونکي د کوچنیانو له لاسرسي لری وساتئ!:
• د تشناب او پخلنځي ضدعفوني کوونکي او حفظ الصحوي مواد چې bleach هم پکې راځي
• د پوپنکو او چڼیاسکو وژونکي تولیدات
• د ورږو د مور وژونکي توکي او د هغوی پر ضد زهري خواړه
• د حشراتو شړونکي او په شاتمبوونکي توکي
• هرزه بوټي وژونکي
• د ورږو او کنو ضد شامپوګانې او د کورنیو ژویو درمل
• د لامبو د ډنډ کیمیاوي توکي او نور...
• ټول افت وژونکي او تاوان رسوونکي تولیدات په یوه المارۍ کې قلف کړئ، تر څو د ماشومانو لاسرسي ورته ونشي.
• په کور دننه د میزونو، کټ او نورو شیانو لاندې تیاره ځایونه او نور پټ ځایونه هم ولټوئ چې افت وژونکي درنه پاتي شوي نه اوسي.


• هر کله مو چې افت وژونکي استعمال کړ، کوتۍ یا کڅوړه یې سمه بنده کړئ. که د استعمال پر مهال یو بل کوچنې کار هم درپېښ شوــ د بیلګې پتوګه تیلیفون ته مو زنګ راغی، یا دروازه چا و ډبوله ــ بیا هم د افت وژونکي د کوتۍ یا کڅوړې خوله و تړئ.
• کله چې مونږ د افت وژونکي سره نږدې نه اوسو، هغه ته د ماشوم د نه لاسرسي په اړه باید ډاډ ولرو.
• هیڅکله هم افت وژونکي د خوراکي توکو په لوښو کې وا نه اچوئ، د بېلګې پتوګه، د پیپسې، کولا، جوس او یا نورو خوراکي توکو او انساني درملو په لوښوکې. ځکه دا کار کولای شي په تیروتنه د افت وژونکو د خوړلو لامل شي.
• کوچنیانو ته ووایئ چې، افت وژونکي زهر دی، سړی وژني او باید لاس ور نه وړي.
• هغه افت وژونکي چې تاسې یې په کورنیو ژویو د ورږو او کنو د کنترول لپاره استعمالوئ، کولای شي ماشوم ته مو ولیږدیږي. لدی امله باید د لیبل په لارښوونو عمل وشي او دغه ډول کورني ژوي له کوچنیانو او مونږ سره له تماس نه لري وساتل شي.
• هیڅکله هم نور خوراکي توکي د افت وژونکو په لوښو (کوتۍ ګانو او کڅورو) کې مه اچوئ. ښه خبره دا ده چې د افت وژونکو لوښي لمنځه یوسئ. او لکه څنګه چې وړاندې وویل شول، هیڅکله هم افت وژونکي د خوراکي توکو او مشروباتو په کوتۍ ګانو، کڅوړو او نورو کې مه اچوئ، دا کار په تیروتنه د افت وژونکو د خوراک لامل کیدای شي.
• بیا هم یادونه کوو چې د افت وژونکو لیبل لوستل اړین دی، په هغه لارښوونو چې په لیبل لیکل شوي عمل وکړئ.

درنښت
By:
Assistant Professor Noor Agha Nawakht
Nangarhar University, Faculty of Agriculture, Department of Plant Protection. Current MSc Student at the University of Miyazaki, Japan
Contact details:
Emails: nooragha_nawasht@yahoo.com