د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "اصطلاح" کلمه او د "تعریف" کلمه په پښتو کي هم توپیرونه لری

افغان تحرک 21.12.2015 12:52

دیر معذرت سره، هیله ده چه دا له ګرامری اغلاط څخه دکه څو کرښی، اقلا لږ محتوی خو وړاندی وکړی.

ښاغلی محترم وکيلي چه زمونږ یو دیر ګران او معزز شاعر دی، په عین وخت کی زمونږ یو دیر ګران، محترم او کوښښی لیکوال هم دی او د هغه اکثره لیکنی مونږ لپاره دیر اموزنده حیث لری، او د قدر وړ دی، دا ځله د "په پښتوکي اصطلاحګاني :" تر عنوان لاندی یو مضمون لیکلی دی، چه دلته د هغه لیکنی پر لمړی پاراګراف کی یوه کتنه او تبصره صورت اخلی.

د ښاغلی محترم وکيلي صیب په اخری لیکنی کی چه ٦٨ کرښی لری دیر مهم نکات ویل شوی دی چه د قدر وړ دی مګر یواځی په لمړی پارګراف کی چه همدا لمړنی پنځه کرښی دی، یو دیره اساسی "غلطی" لیدل کیږی چه دلته پکښی یو "جوړونکی انتقاد" صورت اخلی.

ښاغلی محترم وکيلي د خپل لیکنی په لمړنی پاراګراف او یا په لیکنی همدا لمړنی پنځه کرښی کی چه دلته صرف تقریبا دوه نیم کرښی کیږی داسی لیکی:

" اصطلاح عربي کړنځې ده، چي په لاتیني اوانګلیسي کي ورته (Definition) وایي او په الماني ژبه کي ورته (Begriffsbestimmung) اویا (Ausdruck) وایي . د دغو ګړو مانا داده،چي دیوه لغت تشریح،مفهوم او شرحه په څرګنده وښیي ."

تبصره: دلته دوه مختلف شیان او یا دوه مختلف کلمات یو بل سره "ګد ود" شوی دی، چه د پام وړ ښکاری.

دا دوه مختلف کلمات یو د "اصطلاح" کلمه ده او بل د "تعریف" کلمه ده، چه دا کلمات نه یوازی په نورو ژبو کی، بلکی په زمونږ خوږه پښتو ژبه کی هم یو بل سره دیر توپیر لری.

یعنی: کله چه ښاغلی محترم وکیلی لیکی چه: "اصطلاح عربي کړنځې ده، چي په لاتیني اوانګلیسي کي ورته (Definition) وایي او په الماني ژبه کي ورته (Begriffsbestimmung) وایي ."

دا اشتباه ده.

یعنی: هغه شی چي په لاتیني اوانګلیسي کي ورته (Definition) وایي او په الماني ژبه کي ورته (Begriffsbestimmung) وایي، "اصطلاح" نه نومیږی بلکه هغه شی "تعریف" نومیږی.

"اصطلاح" او "تعریف" دوه بلکل مختلف مفاهیم دی، چه د علمی څیرنی په ساحه کی لطفا باید پکشی دقیق غور صورت اخلی! ځکه چه دا دوه مفاهیم بلخصوص په علمی بحثونه او څیړنی کی مهمه او مختلفه ابعاد اختیاروی!

اصطلاح یو خو همدا معنی لریچه لکه چه ښاغلی محترم وکیلی په خپل لکنی کی د اخری ٦٣ کرښی پر اساس دا کلمه تشریح او توضیح کړی دی، مګر د "اصطلاح" کلمه یو مهم معنی چه په علمی بحثونه رایج دی. د"اصطلاح" کلمه هیڅکله ، نه په روزمره خبری اتری او نه هم په علمی بحثونو کی په لاتیني اوانګلیسي کي د "Definition" معنی اختیاریدلی دی او نه هم کوم بیلګه موجوده ده چه په راتلونکی دا کار کیږی، او نه هم د"اصطلاح" کلمه په الماني ژبه کي د "Begriffsbestimmung" معنی اختیاریدلی دی او نه هم کوم بیلګه موجوده ده چه په راتلونکی دا کار کیږی.

د "اصطلاح" کلمه په علمی او څیړنیز بحثونو کی:

په انګلیسي او هم په المانی علمی او څیړنیز بحثونو کی د "اصطلاح" کلمه ته "TERMINOLOGY" او یا "TERMINOLOGIE" ویل کیږی.

د نړی په علمی فضا کی د هر علم او د هر تخصصی رشته په ساحاتو کی، په هره ژبه کی، نوو علمی اصطلاحګاني ته اړتیا لیدل کیږی، چه زمونږ خوږه پښتو ژبه هم دلته مستثنی نه ښکاریږی. هر څومره چه یوه ژبه بډایه ژبه هم وی، بل موضوع دی، مګر د نوو علمی اصطلاحګاني اړتیا د نړی په تولو ژبو کی موجودیت لری!

یعنی د نوو علمی اصطلاحګاني په هره ژبه کی نن صبا هم د یو اړتیا په توګه محسوبیږی او په عین حال کی د دا نوو علمی اصطلاحګاني دقیق او علمی "تعریف"( Definition ) او یا (Begriffsbestimmung) ضرور دی!

مثلا: "پرهار ییز ټولنه" او یا "زخمي ټولنه" یوه نوی علمی اصطلاح ده، چه د مختلفه تولنیزو علومو په مرسته، ذریعه او اساس دلته په ټول افغان ګران پورتال کی په 11.12.2015 میلادی کال کی، د "بین الافغانی صلح افغانی فورمول په یوه جمله کی ٣ " تر عنوان لاندی، د لومړی ځله لپاره خپاره شوی دی.

"پرهار ییز ټولنه" د یو نوی علمی اصطلاح یا "TERMINOLOGY" او یا "TERMINOLOGIE" زمونږ ټولنی لپاره وړاندی شوی دی او خپل "تعریف" او یا (Definition ) هم ځان سره لری، چه همهغلته درج شوی دی. اوس چه زمونږ افغانی ټولنه، بلخصوص زمونږ "ټولنیز علما" له دغه اصطلاح یا "TERMINOLOGY" کار اخلی او یا هم هیڅ کار نه اخلی، دا د دوی محترمو حق او کار دی.

په هر صورت مثالونه دیر دی، خو اصلی خبره دا ده چه د ټولنیزو ستونځی لپاره لاره هموارولو لپاره، لکه چه ځینی کسان باور لری، فقط "یوه معقوله،منطقي او ساده لار نه ده" ، ځکه چه په نړی تقریبا اته ملیارده انسانان ژوند کوی، دا په دی معنی دی چه اته ملیارده "منطق" موجود دی، او مونږ افغانان هم ماشالله څو میلیون انسانان یو چه هر څوک خپل "منطق چلوی" ، سم محال دلته مهمه دا ښکاری چه مونږ د "اصطلاح" او د "تعریف" پر مفاهیمو باندی له لږ غور څخه کار اخلو:

"اصطلاح" یا "TERMINOLOGY" بل شی دی او "تعریف" او یا (Definition ) بلکل بل شی!

هیله ده چه د زما پر "سپینی خبری" باندی کوم تور نه راځی.


د سوله، ثبات، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله