د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په زابل دهیواد یو بل ستوری راپریوت

بصیر عبرت 13.12.2015 14:31

په زابل کې دهیواد یو بل ستوری راپریوت
دخوشنۍ او خبرتیا پیغام
په ډیره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړچي دهیواد فقهی عالم دهوتکیانو دسر تاج جهادی اوقومی مشر حضرت مفتی ګلان رحمه الله دا اجل داعی ته لبیک وویلو «انالله واناالیه راجعون »

ارواښاد د ورپيښی ناروغۍ لامله دتداوی سکون وروسته په یوه ناڅاپه ډول دمرګ په کور مېمله شو ،خوهیره دي نو چي دخپل الهی لارښودنی سره سم ژوند اوپه نبوی اخلاقو سمبال خوی یی دهرلیدونکی مسلمان احساس خړوب کړي .
دزابل ولایت شنکۍ ولسوالي اوسیدونکي په قام هوتک د۷۶ کالو په عمر کې یی وروستي ژوندپایله وه.

مرحوم له خپل هیواد څخه بهر دهجرت په پنډغاله کي دحدیثو اوفقهی د تدریس ترڅنګ دامامت او دعوت چاري دیو ه اسلامي اونبوی داعی په ډول سرته رسولی .

دکمونستي یرغل په دوران :
دتیر روسی او کمونسټي یرغل په دوران کی یی دلومړي پاڅون کونکو سر مشرانو په کتار کي دیو ځانګړي علمی پوهه اومدبرلارښود په صفت دهوتکیانو عمومي امیرپه توګ دجهاد صفوف روښانه او دبریا ترڅلی هسک اوبرید مند ساتلی ....

دمجاهدینو دبریا په مهال :
دمجاهدینو دبریا په مهال یی داغوره بللی چي دقدرت اوشخصی جګړو پرځای دیوې دینی ځانګو «مدارسو» په جوړولو هڅي ګړندی کړي چي دټوپکمارو تروروستي برید دیوسالم عالم اوجهادي مشرپه دروند حیثیت سره قدرمند پاته شوی...

دطالبانو له راتګ سره :
دطالبانو داسلامي غورڅنګ په راتلوسره یی دخپلو شاګردانو اوجهادي پیروانو همږغي سره دیو اسلامي خدمت په تکل له مدرسی تر شرعی محکمې یی دیو جید مفتی په حیث خپلی فقهی هڅي زرغونی کړي .

انګریزی یرغل یی نامشروع وګڼلو:
کله چي هیواد ته انګریزی لښکری رامرش شوی ، دپخواپه څیر هر دینی عالم ته دمرګ او تهدید خطره یوه نه درغونکي ګواښنه وه ، هیواد فضا او اوضاع ډیره مایوسه او له وحشت څخه دغچ اخیستني ترسوری لاندي خړپړښکاریدله ډیری ککری اوعلمي څیري په یوه نامعلوم مسیرسره دژوندله ساکښلو بی برخی شوی.

ډیری دقدر وړ شملی ویرانی شوی دزولنو او محبسونوپه تعذیب سره دسپکاوي تر ورستی پولی وزورولی شولي ،نوله همدی اړدوړ سره یو طقبه علما هجرت اوپرار ته اړ شول ترڅو دخپل پاته ژوند علمی دینی او جهادی مسیر وټاکی .
مرحوم د دویم هجرت ویاړ هم دځان لپاره دالهی مرستی اوپیرزینی لازمه ونکي تحفه وبلله بیا یی دهجرت ترپنډغالی خپل مات وزری ژوند له سره پیل کړ.
ددینی درس ترڅنګ د دعوت او اصلاح بلونکي وبلل شو دخپلو بچانو دیوه علمی استعداد پاته برخه یی هم په ډیرمهارت سره تریوه مسبت لوری پوری بشپړه کړه .

دمرحوم دبااستعداده بچانو لنډه پيژندنه.
مفتی مولانا عبدالحمید ...نوموړی دارشاد دارلافتاء مؤسیس چي تراوسه یی یو شمېر غښتلی مفتیان دخبل علمی برکت او پوهی په درلودلو سره دخپل سندپه ورکولو سره فارغه کړي ...دطب خورا پوهه طبیب هم دي دفنون درسی عالم او دیوشمیر دینی کتابونو مؤلف هم دي.
ځانواک مفتی زاده :
نوموړی دهیواد ځوان تکړه مورخ اولیکوال دي چي لاتراوسه یی دچاپي اثارو شمېر لسګونو ته رسیږي.
مولوی عبدالودود تائب
دښه استعداد لرونکی ځوان عالم چي دم ګړی دعربی ګرامر (صرف اونحوي ) تکړه استاد دي ددی ترڅنګ دیو فعال شاعر او ادیب نوم لرونکی هم بلل کیږي خودیوه ښه ژباړونکي په ډول اوس خپله دنده ترسره کوی.
قاری محمد اسماعیل مولانا خان محمد، ملاسمیع الله او وړوکي احسان الله یی دعلمی بڼ پاته نهالګوټی دي.
هو ملاعبدالنصیر نصرت او مطیع الله عزام یی دانګریزي دښمنی په مهال دشهادت جامونه نوش کړي.
روح دي ښاد اویادی پاته وي ...
دجنازی خبرتیا:
د۲۰۱۵میلادی کال د ۱۲میاشتی ۱۳نېټی په سهار دزابل ولایت دشنکۍ ولسوالی په مرکزی کلی شنکي کې یی دجنازی مراسم ترسره کیږي قریبان ،شاګردان اوخواحوږي دي خبروي .
دفاتحی مراسم:
(۱) دشنکۍ ولسوالی په مرکزی کلي کي دملاعبدالطیف اخند او زیت الله خان په مسجد کی اخیستله کیږي .
(۲) پاکستان : دبلوچستان په لورلای کټوی په کلی کې دمرحوم مفتی رح په مسجد کي اخیستله کیږي .
(۳) اوهم : دکوټي په نوی کلي دحاجی اغامحمد په جامع جومات کي یی دفاتحی مراسم ترسره کیږي.