د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پیسو د تبادلې د نرخ اغیزمنونکي عوامل

روح الله احمدي 07.12.2015 12:06

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د پیسو د تبادلې د نرخ اغیزمنونکي عوامل
د تبادلې نرخ هغه نرخ ته ویل کيږي چې د يو هيواد د پیسو یو واحد د بل هيواد له پیسو سره تبادله کيږي دیوهیواد دبهرنۍ تبادلي نرخ کې ثبات دهغه هیواداقتصادي ثبات ته لاره پرانیزي.
. چې د انرخ دوه ډوله ټاکل کيږي ثابت نرخ او دویم یې د بازار د عواملو په وسیله یعنې د عرضې او تقاضا پر اساس . اوس راځو دې ته چې هغه کوم عوامل دي چې د تبادلې نرخ اغیزمنوي په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
د پیسو پړسوب : د پیسو د پړسوب د نرخ په زیاتوالي یا کموالي سره دپیسود تبادلي نرخ هم تغیر خوري . که د یو هيواد د پیسو د پړسوب کچه د بل هیواد د پیسو د پړسوب د کچې په نسبت ټيته وي نو پیسې به یې هم باثباته وي .د توکو او خدماتو قیمتونه هم ډیر نه لوړیږي.او که د پیسود پړسوب کچه ثابته وي د پیسیو ارزښت يې لوړيږي . او که چیري دپیسودپړسوب نرخ لوړ وي نو دپیسوارزښت به ثبات ونلري او د تبادلې نرخ یې هم د اسعارو په وړاندې اغیزمن کیږي .
دسود نرخ: دسودنرخ کې بدلون هم دپیسوارزښت اغیزمنوي. دتبادلي بهرنۍ نرخ ، دسودنرخ اوانفلاسیون سره تړلي دي.دسودلوړنرخ دیوهیواد د پیسو له ارزښت سره مرسته کوي .
دتادیاتوبلانس:. دا دهیوادټولې راکړي ورکړي له بل هیوادسره لکه صادرات ،واردات پورونه اوداسي نورښي. دتادیاتودبلانس کسر دوارداتو زیاتوالی دی نسبت صادراتواودهغه هیواد دکرنسي دزیات لګښت څرګندونه کوي . دتادیاتوبلانس کې بدلون دهیواد دپیسوپه ارزښت کې هم بدلون راولي اودپیسوارزښت ورسره پورته اوکښته کیږي .
سیاسي ثبات : دیوهیواد سیاسي ثبات اواقتصادی حالت هم د پیسوارزښت اغیزمنوي . که یوهیوادکې سیاسي ثبات شتون ولري نوزیات بهرني پانګه اچوونکې هلته پانګونه کوي او ورسره زیات بهرني اسعارهیوادته داخلیږي چې ورسره دهیواد داخلي پیسوته تقاضا لوړیږی اوارزښت یې ورسره هم لوړیږي.چې داخپله دتبادلي نرخ کې بدلون راولي.
اقتصادي ناورین : کله چې یوهیواد کې اقتصادي ناورین وي نو دسود نرخ هم ټیټیږي. نوبهرني پانګه به هم کمه شي چې ورسره به دهیواد دپیسوارزښت هم دنوروهیوادو دپیسو په مقابل کې ټیټ شي .
احتکار: که هیوادکې دپیسودارزښت دلوړیدوهیله شتون ولري .نودپانګه والو تقاضابه پیسوته لوړه شي ترڅوپیسې له ځان سره وساتي ترڅوراتلونکي کې زیاته ګټه ترلاسه کړي . نودپیسوارزښت په دتقاضاپه زیاتوالي سره لوړشي . چې له ده سره به بهرنۍ تبادله کې هم بدلون راشي .
روح الله احمدي