د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جرمني کې د نړیوال علمي سیمینار خبرتیا او بلنه

دیپلوم انجینر سید حسن 01.12.2015 12:28

دافغانستان د کولتوري ودې ټولنه :

په جرمني کې د نړیوال علمي سیمینار خبرتیا او بلنه

د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه په پام کې لري چې په جرمني کې د روان کال د دسمبر په میاشت کې یو نړیوال علمي سیمینار د ( افغانستان او سیمه کې نوي بدلونه او اندیښنې ) تر سرلیک لاندې جوړ کړي .
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه ټولو هیوادوالو او د ټولنې غړو ته په ډیر درناوي بلنه ورکوي چی په خپل ګډون سره دا غونډه لا درنه او ګټوره کړي .
د سیمینار نوم : افغانستان او سیمی کی نوي بدلونونه او اندیښنې .
موضوعات :
۱- په سیمه کی نوي اقتصادي بدلونونه ، سیالۍ ، اړیکې او د افغانستان لپاره غوره دریځ ،
۲- افغانستان او په سیمه کی نوی سیاسي معادلی ( پوځي ، سیاسي او مذهبي) ،
۳- د سیمي هیوادونو سره د اړیکو څرنګوالی او نوی تعریف ،
په سیمینار کې به افغان کارپوهان له بېلابېلو هیوادونه څخه ګډون وکړي او خپلی مقالی به وړاندی کړي ،
د دی تر څنګ ټول ګډونوال کولای شي د موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې وړاندې کړي .
نېټه : د یکشنبې ورځ ۲۰۱۵/۱۲/۱۳
وخت : دوه بجې
ځای : EVENT PALAST
Max-Plank - Strasse 9a
50354 Hürth
Germany
E-Mail :
info@event palast .com
اړینې شمیرې :
0049 (0)2235717980
0049 (0) 17678688902
په درنښت
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه