د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آریائي نژاد

سمیع الدین افغاني 24.11.2015 12:09

مونږ یو یو نژاد ، یو نژاد د اریا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا

اریا نوم نجابت دی
کلتوردی مدنیت دی
هم پوهه شجاعت دی
میشته دي په اسیا کې شرقي هند تر اروپا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
---------------

المان کې هم نازیا یان وه
په خټه اریایان وه
د دې نژاد حامیان وه
پدې نوم یې خپل کړي ډیر ملکونه شا او خوا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
---------------

اریا شجاع انسان دی
شپږم قرن زمان دی
تسخیر یې هندوستان دی
بیا ورسته خواره شوي تر جنوب د افریقا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
-----------------

داریوش په کتیبه کې
په هغه زمانه کې
د کاڼو نوشته کې
اریا نوم صیقل شوی جها نیان دي پرې اګاه
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
---------------
دوئ میشت په اروپا دي
شرقي هند، انګولا دي
نیپال ، سریلانکا دي
ملداوی، افریقا کې دي پراته تر امریکا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
---------------------
ایران که آسترالیا ده
روسیه که هسپانیا ده
جنوب د امریکا ده
باني د تمدن دی هر یو ملک جدا جدا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
--------
میشته که ارمنیان دي
نیپال هم اریایان دي
بنګال که تاجکان دي
ارمن ، نیوزرلند یا میشت جنوب د افریقا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
-------------------------
زمونږه افغانان هم
ښیاسته لکه ګلان هم
باتوره شاه زلمیان هم
داټول مونږه یادیږو لوی نژاد د اریا
تاریخ د تمدن لري په زړه کې د دونیا
-------------------------
سمیع الدین افغاني
۲۰ - ۱۱ - ۲۰۱۵
م ۰ کال