د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کروندې تر پخلنځي د کرنیزو افت وژونکو له زهریت څخه ځان ساتنه او روغتیایي خوندیتوب

پوهیالی نوراغا "نوښت" شیرزاد 17.09.2015 12:12

پوهیالی نوراغا “نوښت” شیرزاد
ننګرهار پوهنتون
د کرنې پوهنځی
د نباتاتو د ساتنې څانګه
د تیرو لیکنو په دوام، په دی لیکنه کې له کروندې تر پخلنځي پورې د افت وژونکو له زهریت څخه د ځان ساتنې او روغتیا يي خوندیتوب په اړه خبري کوو. په دی به و غږیږو چې څه ډول د افت وژونکو له زهریت ځان ساتلای شو، او که ورسره مخامخ شو څه باید وکړو. ډير پر ځای یې ویلي دی چی ــــ ځان ساتنه او پرهیز له درملنې غوره دی ـــ له زهري کیدنو وړاندې باید بشپړه هڅه وکړو چې د افت وژونکو له زهریت څخه ځان وساتو. که خدای ج مه کړه له زهریت سره مخامخ هم شو، باید غم یې وخورو او د ځان په اړه بې پروا و نه اوسو.
افت وژونکي زهري توکي دي. دوی د دی لپاره رامځته شوي او استعمالیږي چې په کرنیزو، سوداګریزو، صنعتی او کورنیو جوړښتونو کې افتونه لمنځه یوسي یا یې هم مخه و نیسي. د کروندې کارکوونکي او په ځانګړي ډول هغوی چې افت وژونکي سره ګډوي او استعمالوي تر نورو ډیر د دوی له خطر سره مخامخ دي. له لویه سره ګڼ شمیر لارې چارې شته چې د افت وژونکو د خطرونو په راکمولو کې راسره مرسته کوي.
له افت وژونکو پرته مو نه کیږي، دوی لمنځه نه شو وړلای؛ خو راکمولای، او پر ځای او عاقلانه استعمال یې زمونږ په وس پوره دی. په لومړي سر کې کولای شي ووایو چې د افت وژونکو استعمال باید د شونتیا تر بریده راکم شي، او که استمعال ته یې کلکه اړتیا پیدا شوه نو باید عاقلانه استعمال شي، او د استعمال پر وخت یې باید د ځان خوندیتابه ته کلکه پاملرنه وکړو.
د افت وژونکو د استعمال د راکمولو په موخه ځینې پر ځای لارې چارې شته دی چې د افت وژونکو د استعمال په راکمولو کې یې ونډه له پامه د غورځولو نه ده. یو هغه لارې دی چې کوښښ وشي افت وژونکې نه او یا هم کم او عاقلانه استعمال شي. د بیلګې په ډول، د افتونو هر اړخیز تنظیم IPM، یې یوه ښه لاره کیدای شي. دا لاره افت وژونکي وروستۍ وسله ګڼي او تر هغوی وړاندې له نورو داسې لارو چارو ګټه اخلي چې زمونږ، ژویو، بوټو او چاپيریال په تاوان نه دي.
دا لارې چارې د کرنیزو افتونو د بیولوجیکي کنټرول، کرنیز کنټرول، میخانیکي او فزیکي کنټرول، جینتیکي کنټرول او نورو څخه عبارت دی. دا برخه تر ډیره مسلکي کسانو پورې اړه لري، او دلیکنې له عمومي موخې سره ډیر سر نه لږوي. په دی اړه تفصیلي خبري ځکه نکوو چې د لیکنې لوستونکي ټول ښایي مسلکي نه وي. د لیکنې ډیرې لوستونکي عام وګړي، چې ښايي په بیلا بیلو مسلکو پورې اړه ولري، فرض شويدي. خو په عمومي ډول همدومره وایو چې د کرنیزو افتونو د تنظیم لپاره باید د IPM له ستراتیژۍ ــــ کوم چې له کرنیزو، میخانیکي، بیولوجیکي، قانوني، جینتیکي، ګڼ شمېر نورو لارو چارو او په پای کې له افت وژونکو ګټه اخلي ـــ استفاده وشي.
لکه چې وویل شول، ځینې وختونه د افت وژونکو استعمال ته اړتیا وي، د هغوی له استعمال پرته ستونزه (کرنیز افت ) نه هواریږي. په همدې ډول نور کیمیاوي مواد لکه کیمیاوي سرې او هورمونونه هم استعمالیږي چې خطرونه یې له پامه د غورځولو نه دي. کله چې یې استعمال اړین شو، نو بیا باید په پوره پاملرنه او احتیاط استعمال شي تر څو د هغوي روغتیايي او نور تاوانونه د شونتیا تر بریده راکم کړو.
اوس نو کله چې خبره د افت وژونکي استعمال ته راځي، باید په دی خبري وکړو چې څنګه هغه بې خطر ه او خوندي استعمال کړو. دا کار تر هر څه د مخه پخپله د افت وژونکو په ډول پورې اړه لري. د هغه افت وژونکو چې زهریت یې لوړ، په چاپيریال کې یې پایښت اوږد او دپراخ اغیزې لرونکي وي له استعمال څخه باید ډډه وشي.
تر پیرلو د مخه، لیبل ولولئ او ځان ډاډمن کړئ چې تعقیبولای یې شئ. په دی هم باید پوهـ و اوسو چې هغه افت وژونکي چې اخلو یې د هغه افت لپاره چې مونږ یې تنظیموو او هغه ځای کې چې استعمالوو یې استعمالیدای شي. په لیبل باندې مهم معلومات لکه جوړښتیزې برخې، پاملرنې، خوندیتوب، وسایل، لومړنۍ مرستې، چاپیریالي تاوانونه، د استعمال لارښوونې او د زیرمه کولو او لمنځه وړلو په اړه معلومات لیکل شوي وي. د هغې نه تعقیبول خطرناک او غیر قانوني کار دی.
د افت وژونکو د استعمال پر مهال د هغوی د زهریت سره د مخامخ کیدنې مخنیوي Preventing Exposure When Applying :
تر هر څه د مخه اړینه ده چې د افت وژونکو د استعمال پر مهال په مستقیم ډول له هغوی سره د مخامخ کیدنې نه ځان وساتو. ددی لپاره د ځینو ساتنیزو وسایلو نه ګټه اخستلای شو. له دی وسایلو په لنډ ډول یادونه کوو:
د کیمیاوي توکو پر وړاندې د ساتونکو عینکو استعمال Chemical Goggles : د دی ډول عینکو استعمال اړین دی. کله مو چې افت وژونکي استعمالول، له دی عینکو کار واخلئ. دوی د عینکو داخل خوا یعنې سترګو ته د افت وژونکو د څاڅکو د ننوتلو مخه نیسي.
د لاس ماغو استعمال Gloves: د افت وژونکو د استعمال پر مهال یې استعمال اړین دی. له بې ګونځو، اوږدو پلاستیکي او یا هم ربړي لاس ماغو باید ګټه واخیستل شي. که لاس ماغو مو ګونځې لرلی، د افت وژونکو پاتې شوني هلته کیني او لمنځه وړل یې سختیږي.
د ساتنیزو پوښوونکو جامو استعمال Coveralls and Apron: دا ډول جامې باید د افت وژونکو د څاڅکو د جذب مخه ونیسي. څیړنو ښودلې ده چې د افت وژونکو د جذب کچه د انسان په تنه (دبدن اصلي برخه) کې د نورو غړو د بېلګې په ډول ، د لاسونو په پرتله لوړه ده. دا ډول جامې د دی ستونزې کمولو کې مرسته کوي.
د پیک لرونکې خولۍ Hat استعمال: د افت وژونکو دجذب کچه د تندې او د سر د پوټکي په برخه کې هم ډیره لوړه ده. د پلاستیکي خولیو سپارښتنه ځکه کوو چې دوی اوبه نه تیروي او د جذب مخه نیسي.
د اوږدو بوټانو یا موزو Boots استعمال: پلاستیکي موزې یا بوټان ځکه سپارښت کیږی چې دوی د جذب مخه نیسي او پاکول یې اسانه دي.
دغوږونو ساتنه Ear protection: د غوږونو د خولبوزو (یو ډول وسیله چې په غوږ کې ایښودل کیږي) استعمال د غوږونو د کانال له لارې د افت وژونکي له زهریت سره د مخامخ کیدو مخه نیسي.
د تنفسي الې Respirator استعمال: دا اله هم د جذب په مخنیوي کی مرسته کوي.
د پورته شیانو په پام کې نیولو تر څنګ باید د افت وژونکو د استعمال پر وخت لاندې ټکې هم په کلکه په پام کې ونیول شي:
• هیڅکله هم پخپل سر افت وژونکې مه اخلئ، له اړوند مسول مسلکې شخص نه مرسته وغواړئ. هغه مو باید افت وپيژني، بیا درته افت وژونکې سپارښت کړي، او له هغې وروسته یې واخلئ.
• لیبل لوستل بیخي اړین دي، له هغې پرته د افت وژونکي استعمال له ځان او نورو سره ظلم دی.
• هغه افت وژونکې وټاکئ چې ستاسې د افت لپاره ټاکلی (انتخابي) وي. معنې دا چې یوازې په هغه افت چې تاسې یې پر وړاندې د افت وژونکي د استعمال پریکړه کړیده، اغیز ولري.
• د افت وژونکي د اغیزې موده باید لنډه او ژر تجزیه کیدونکې وي.
• یواځې هغه افت وژونکي وپیرئ چې په اصلي لوښو کې وي او د لیبل لرونکي وي.
• د ګډولو پروخت د لیبل په لارښوونو عمل وکړئ. د دوز اندازه کموئ او زیاتوئ مه، او په لیبل باندې د لیکل شوی موخې نه پرته د بلې موخې لپاره افت وژونکې استعمال نکړئ.
• د افت وژونکو د استعمال پر وخت هیڅکله سګرټ مه سکئ، خواړه مه خورئ، ژاولې مه ژووئ او نصوار مه اچوئ.
• د افت وژونکو د استعمال (شیندلو) پر مهال باید لږ تر لږه دوه کسان و اوسئ. د ستونزو د رامنځته کیدو په صورت کې دوهم نفر مرسته کولای شي.
• کوچنیان او ژوي بايد لږ تر لږه تر دوه اونیو پورې د افت وژونکو د استعمال سیمې ته ور پری نه ښودل شي.
• دمحلول شیندنې ماشین (پمپ) نيزل په خوله مه پاکوئ .
• له هغه بوټو چې افت وژونکي پری استعمال شویدي، لږ تر لږه تر دوه اونیو ګټه مه اخلئ.
• که مو په ونه افت وژونکې شینده، نو د شیندونکي ماشین نوزل د سر له پاسه مه نیسئ.
• افت وژونکې په کور دننه مه ګډوئ یا نرې کوئ. یواځې بیرون یې ګډ او استعمال کړئ، یواځې دومره افت وژونکو ګډ کړئ چې اړتیا ورته لرئ.
• هغه خلک او ژوي په پام کې و نیسئ چې د افت وژونکو د استعمال سیمي ته راځي. خلک باید خبر او د حیواناتو او کوچنیانو د ورتګ مخه ونیول شي. کله چې افت وژونکي استعمالوئ، کوچنیان، کورني ژوي او د کوچنیانو د لوبو سامانونه له هغې ځایه لږ تر لږه د لیبل د سپارښت شوي اندازې په اندازه لرې وساتئ.
• افت وژونکي هغه وخت استعمال کړئ چې باد نه وي او هوا نسبتاً سړه وي، لکه، سهار وختي یا ماښام دا کار نږدې سیمو ته د افت وژونکو د تګ مخه نیولای شي. د افت وژونکي د اغیز په زیاتوالي کې هم مرسته کوي.
• کوښښ وکړئ یواځې په هماغه ځای افت وژونکي وشیندئ چې افت پری ډیر وي.
• په هغه ورځ چې باد لګیږي، هیڅکله هم افت وژونکې مه استعمالوئ. پام مو وي چې په ګلانو او د مرغیو په ځالو افت وژونکي و نه شیندئ، که مو داسې وکړل نو افت وژونکې مچیو او نور ګرده لیږدوونکو او مرغیو ته تاوان رسولای شي.
• هیڅکله هم افت وژونکي د خوراکي توکو په لوښو کې وا نه اچوئ، د بېلګې پتوګه، د پیپسې، کولا، جوس او یا نورو خوراکي توکو او انساني درملو په لوښوکې. ځکه دا کار کولای شي په تیروتنه د افت وژونکو د خوړلو لامل شي.
• کله مو چې افت وژونکي استعمال کړل، جامې بدلې او ځان په تړمو اوبو ووینځئ.
د وسایلو او سامان استعمال، پاکول او لمنځه وړل Use and Cleaning of Equipment and Disposal:

ټول ساتنیز وسایل باید یواځې د افت وژونکو نه د ځان ساتنې لپاره استعمال شي . د عمومي موخو لپاره باید وا نه اغوستل شي. جامي باید د صابون او اوبو پوسیله په بشپړ ډول د هر ځل استعمال نه وروسته و مینځل شي. شخصي جامې هم باید هره ورځ بدلي شي. په افت وژونکو ککړې جامې کور ته مه راوړئ. له افت وژونکو سره مخامخ شوې پوټکئ تر استعمال وروسته ووینځئ. لاس ماغې او بوټان مو پریمینځئ، کالي مو بدل کړئ. په افت وژونکو ککړ وسایل لکه شیندونکې ماشین، کوتۍ ګانې، بوتلونه او کڅوړې کله هم په داسې روانو اوبو کې و نه وینځئ چې له هغې نور وګړي او ژوي یا کوچنیان ګټه اخلي. په کلیو او بانډو کې ډیرې وخت ویالې د کلیو له منځه تیریږي او له اوبو یې د کلیو خلک ګټه اخلي. د بیلګې په ډول ، د حیواناتو د څښاک (ان په ځینو ځایونو کې د انساني څښاک لپاره)، لوښو او کالیو د مینځلو، اودس کولو، لامبلو او نورو... موخو لپاره. نو که چیري د افت وژونکو یاد وسایل په داسې روانو ویالو کې و مینځو، له نورو سره به مو ستر ظلم کړي وي. د افت وژونکو د استعمال لپاره اغوستل شوي کالي مو له نورو جامو بیل ووینځئ. د استعمال شویو افت وژونکو تش لوښي او د افت وژونکو پاتې برخه د لیبل د لارښوونو سره سم لمنځه یوسئ. تر استعمال وروسته پاتې افت وژونکي د کثافاتو په معمول ځای کې مه اچوئ. ښه به دا وي چې يوه کنده ویستل شي او د افت وژونکو د استعمال لپاره د استعمال شویو وسایلو د وینځلو اوبه پکې واچول شي. هیڅکله هم افت وژونکي په دس شويي، تشناب او یا هم ځمکه باندی وا نه اچوئ. د افت وژونکو لوښئ کله هم بیا مه استعمالوئ.
په معقول او مسولانه ډول د افت وژونکو زیرمه کول Sensible and responsible storage of pesticides:
کله چې مو له افت وژونکو سره سروکار وي، باید د هغوی خوندي ساتنې ته هم کلکه پاملرنه وکړو. دا چې څرنګه افت وژونکي خوندي ساتلای شو، په لاندې ډول تر لنډه یادونه کوو:
• د افت وژونکو پر ځای مناسبې متبادلې لارې ولټوئ، افت وژونکي یواځې هغه وخت استعمال کړئ چې کلکه اړتیا ورته لرئ.
• تر اړتیا ډیر افت وژونکي مه زیرمه کوئ، یواځې همدومره واخلئ چې اړتیا ورته لرئ.
• افت وژونکي باید په داسې ناقلف شویو الماریو کې چې کوچنیان ورته لاسرسي لری زیرمه نشي. ماشومانو ته د دوی خطر لا ډیر دی. افت وژونکي او هغه وسایل چې د دوی په استعمال کې تری ګټه اخستل شویده په یوه قلف شوي المارۍ کې په ښه تهویه کیدونکې سیمه کې؛ د ماشومانو، خوړو او کورینو ژویو نه لرې وساتئ.
• تر استعمال وړاندې د افت وژونکو دلیبل لوستل اړین دي. د لیبل لوستل کله هم له پامه مه غورځوئ، ګټور معلومات پری لیکل شوي وي. ښايي لوستل یې د ژوند ژغورلو لامل شي. هغه معلومات چې په لیبل ورکړل شویدي، تعقیب کړئ.
• د افت وژونکو لږه اندازه و پیرئ ( څومره چې اړتیا ورته لرئ) تر څو د لمینځه وړلو او زیرمه کولو له ستونزې خلاص شئ.
• افت وژونکي د هغوي په اصلي لوښو کې د اصلي لیبل سره و ساتئ.
• د کورنیو ژویو لپاره استعمالیدونکي او نور ټول افت وژونکي د کورنۍ له درملو لری وساتئ.
• هیڅکله هم افت وژونکي انساني درملو ته نږدې مه ږدئ. په همدې ډول، پام مو وي چې د انساني درملو په بوتلونو، د مشروباتو په بوتلونو (پیپسي، کولا او نور...)، او نورو لوښو کې افت وژونکي وا نه اچوئ. همداسې انساني درمل، خواړه او نور توکي د افت وژونکو په لوښو کې وا نه اچوئ.
د کورنیو افتونو پر وړاندې د افت وژونکو مسولانه او خوندي استعمال او د خطرونو راکمول Responsible use of pesticides against household pests and risk reduction:
• خواړو مو په ښو بندو شویو لوښو کې وساتئ تر څو حشرات لکه میږیان ورته ور نشي.
• هغه لارې چې حشرات مو ترې کور ته راننوزي بندې کړئ.
• د باغ او حویلۍ لپاره مو روغ نباتات چې ستاسې له ساحې سره مناسب وي، وټاکئ، او د کرنې سمې لارې چارې استعمال کړئ. ډیر کله کولای شئ افت د افت وژونکي له استعمال پرته هم کنټرول کړئ. دا کار په لاس د افت د لری کولو، د ملچ په استعمال او نورو ګڼ شمیر لارو باندې کولای شئ.
• په دی باید پوهـ و اوسو چې اړینه ده زمونږ چمن په بشپړ ډول د هرزه بوټو نه پاک وي او ډیر حشرات ګټور هم دي.
• که شوني وي له غیر کیمیاوي کنټرول نه ګټه واخلئ: ځینې ممکنه لارې دا دي:
 مرستندویه حشرات لکه ښکاریان او پرازیتایدونه چې نور افتونه لمنځه وړي.
 فرامون لرونکي تلکونه Pheromone traps چې افتونه ورته راځی او پکې نیول کیږي.
 د بیولوجیکي کنترول نور لاملونه لکه پتوجنونه هم استعمالیدای شي.
• د تل لپاره داستعمال پر مهال سمی ساتنیزې جامې واغوندئ.
• تاسې او کورني ژوي مو باید افت وژونکي له بهر نه کور ته را نه وړي.
• چې د واینو د ستونزو مخه ونیسئ نو، لرګین ساختماني توکي د خاورې سره په تماس کې مه زیرمه کوئ.
• د افت وژونکو تر استعمال وروسته پاتې برخې او د تشو لوښو د لمنځه وړلو لپاره د لیبل لارښوونې تعقیب کړئ. هیڅکله هم افت وژونکي په دس شويي، تشناب او یا هم ځمکه باندی وا نه اچوئ.
• د افت وژونکو لوښي کله هم بیا ځلې مه استعمالوئ.
• افت وژونکې په کور دننه مه ګډوئ یا نري کوئ. یواځې بیرون (چیرته چې یې استعمالوئ) یې ګډ کړئ، یواځې همدومره ګډ کړئ چې اړتیا ورته لرئ.
• د حشراتو شړونکي مواد Insect repellents د بدن په غوڅ او زخمي شویو برخو، زخمي پوټکي، سترګو، خوله، لاسونو او یا په سیده ډول پر مخ باندې هیڅکله هم مه استعمالوئ.
Retrieved from: http://enhs.umn.edu/current/5103/pesticide/prevent.html.
Accessed on Wednesday, June 10, 2015.
د چاپیریالي اغیزو راکمول:
• د دی لپاره چې افت وژونکي سطحي یا د ځمکې لاندې اوبو ته لاره و نکړي، لیبل ولولئ. له تیز باران وروسته سمدلاسه او یا هم هغو ځایونو کې چې افت وژونکي ښايي اوبو ته ورشي، افت وژونکي مه استعمالوئ. که د اورښت امکان وو، افت وژونکي مه استعمالوئ، هم په افت او نبات باندې اغیز کمیږي، او هم افت وژونکي مینځل کیږي چې اوبو او نورو داسې ځایونو ته چې مونږ یې نه غواړو ورځي.
• وحشي ژوندیو موجوداتو، کبانو، مچیو او په خطر کې واقع بوټو او ژویو ته د ممکنه زیان په اړه هغه معلوماتو ته چې په لیبل باندې د چاپیريالي تاوانونو Environmental hazard په برخه کې ورکول شوي وي، پام وکړئ.
Retrieved from: https://www.health.ny.gov/environmental/pests/reduce.htm. Accessed on: Wednesday, June 10, 2015
په خوړو کې د شته افت وژونکو د ستونزو راکمول او له هغې ځان ساتنه:
• بیلابیل ډوله میوې او سابه وخورئ تر څو مو د یو ټاکلې افت وژونکي سره د مخامخ کیدنې چانس راکم شي.
• ټول تولیدات، ان هغه چې د عضوی تولیداتو لیبل پری لګیدلای، او هغه چې تاسې غواړئ پوټکې یې لرې (سپین) کړئ ، هم ووینځئ.
• میوې او سابه مو په اوبو کې د غوټه کولو پر ځای په بهیدونکو (روانو) اوبو کې ووینځئ. دا کار بیرته په خوړو باندی د افت وژونکو د پاتې شونو د ناستې مخه نیولای شي.
• که شوني وي، تولیدات مو په یو پاک ټوټه ایز ټوکر او یا هم کاغذي دسمال باندې وچ کړئ.
• د خټکي او ریښه ایزو سبو په شان میوې او سابه په کلک موښلو سره پاک کړئ.
• د پاڼه ایزو سبو لکه کاهو او کرم بهرنې پوړ ( باندنۍ پاڼې) ایسته و غورځوئ.
• کله چې شوني وي، د میوو او سبو پوټکي لری (سپین) کړئ.
• له غوښې، کبانو او چرګانو څخه پوټکې او وازده لرې کړئ. دا کار د افت وژونکو هغه پاتې شوني چې ښايي په وازده (شحم) کې راټول شي کمولای شي.
سربیره پر دی، که کولای شئ خپله کوچنۍ باغچه جوړه کړئ، له افت وژونکو نه پکې کمه استفاده وکړئ. او که اړتیا مو شوه نو بیا داسې افت وژونکې په احتیاطي ډول استعمال کړئ چې خطر یې نسبتاً کم وي.
Retrieved from: http://npic.orst.edu/health/foodprac.html. Accessed on: Wednesday, June 10, 2015.
ځینې اړینې مرستې:
• که سړې بې هوښه وو، تنفس کې یې ستونزه او شدیده لړزه یې لرله نو یا یې خپله نږدې روغتیا یي مرکز ته ورسوئ، که مو نشو کولای له بل چا مرسته وغواړئ. لږ تر لږه روغتیايي مزکز یا بل چا ته زنګ ووهئ.
• د لومړنیو مرستو په اړه په لیبل باندې د لیکل شویو معلوماتو نه په ګټه اخیستنې، لومړنۍ مرستي وکړئ.
• که مو ناروغ ډاکتر ته یووړ، ډیره به ښه وي چې د افت وژونکي د لیبل له معلوماتو ډاکټر هم خبر کړئ.
By:
Assistant Professor Noor Agha Nawakht
Nangarhar University, Faculty of Agriculture, Department of Plant Protection. Current MSc Student at the University of Miyazaki, Japan
Contact details:
Emails: nooragha_nawasht@yahoo.com
nooragha.nawasht@gmail.com
Skype: nooragha.sherzad
Twiter: Noor Agha Nawakht
LlinkedIn: Noor Agha Nawakht
Facebook: https://www.facebook.com/nooraghanawasht.sherzad