د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کډوالو کړکېچ هواري لپاره د اروپايي ټولنې نوې تګلاره:

یاسر الهاشمی 13.09.2015 12:46

په پام کې ده، چې د اروپايي ټولنې د اجراییوي کمېټې مشر جان کلاود یونکر له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا ته د کډوالو تر ټولو لویو څپو او کړکېچ د مخنیوي لپاره معقوله حل لاره اعلان کړي.
ويل کيږي چې اروپايې ټولنه تصميم لري د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو باید ۱۲۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي ووېشي. خو د چک جمهوریت،‌ سلواکیا، پولنډ او رومانیا هيوادونه له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
که څه هم د پولينډ هيواد د دغه مخالفې ډلې غړی و خو، د تېرې سې شنبې په ورځ د دغه هيواد په دریځ کې يو څه نرمښت را ښکاره شو او د
د پولنډ لومړي وزیر وویل، ځینې کډوال به ومني. د پولينډي سرچينو له قوله کيدای شي چې د پولينډ حکومت (۲۰۰۰) کډوالو پناه ورکړي.‌
د بالکان هيوادونو له لارې اروپا ته د کډوالو د لويو څپو د راتګ څخه وروسته ، هنګري له صربستان نه د ورتلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره پر پوله اغزن تارونه و غځول او د کډوالۍ قوانین یې هم سخت کړ. خو، د دغه تدابيرو سره سره هم هره اونۍ زرګونه کډوال له هنګري او صربستان څخه اوړي او د اروپايې هيوادونو په لورې مخکې وړاندې ځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی‌ چې هنګري به له یونان او صربستان نه د راتلونکې اونۍ تر پایه (۴۰) زره نور ورتلونکي کډوال ومني.
په ورته وخت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر انتونیو ګوتېرېس اروپايي ټولنه په دې تورنه کړه چې د کډوالو په برخه کې یې تګلاره ناکامه او ګډوډه ده.
نوموړي وویل،:
((که په اروپايي ټولنه کې د کډواو د منلو مساله سمه او منظمه وای، نو کولی یې شول چې د کډوالو شمېره په اسانۍ په خپلو پولو کې ومني.))
تر دې وړاندې د جرمني صدر اعظمې انګلا میرکل هم ومنله چې د اروپا‌ په لروبر کې د کډوالو د منلو په اړه هوکړې ته رسېدل لاهم لرې دي. آغلی میرکل دا هم وویل چې تر راتلونکو څو کلونو پورې به جرمني نیم میلیون کډوال ومني.
له منځني ختیځه او افغانستان څخه راتلونکې ګڼ شمېر ناقانونه کډوال د هنګري د پلازمېنې بوداپېست د اورګاډو په تمځای کې دمه کوي، پر اوبو او خوړو سربېره، دوی دلته د موبایل تیلیفونون د چارجر غوښتنه هم کوي.
په دې خطرناک سفر کې موبایل تیلیفون د کډوالو لپاره یو مهم توکی دی.