د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برېښنايي پېژندپاڼه اوپه اړه يې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو شوم عزایم

عبدالمالک همت 06.09.2015 02:17

برېښنايي پېژند پاڼه را ایستل د ګډ حکومت کومه غټه کارنامه نه ده. دا له دوهمي نړۍ والي جګړې څخه را په دې خوا د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي د یوه رسمي کارډ په حیث د هغو اتباعو ته د هغو د شخصي او مدني احوالو او بشپړ هویت د تحقیق او معلومېدو لپاره ورکول کيږي. ان زیات وکم یو کال دمخه دغه پاڼي اسلامي دولت(داعش) د سوريې په الرقه ښار کي ووېشلې.
هو! دا پاڼه د هیواد د استوګنو لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه وطني وثیقه باله سي چي د هغې پر بنسټ د پاسپورټ په اخیستلو او نورو ډېرو چارو په ترسره کېدو کي آسانتیاوي رامنځ ته کيږي.
د نړۍ د هیوادونو دغه پاڼي چي اوسني حالت ته پر رسېدو يې بېلابېل پړاوونه وهلي دي او اوسني حالت ته را رسېدلي دي له پلاسټیک څخه جوړ سوي برېښنايي کارډونه دي، چي ډول ډول بڼي لري او د هغه د درلودونکي د پېژندني په باب د اړتیا وړ معلومات پکښي ځای سوي وي. دغه معلومات زیاتره د پېژندپاڼي د درلودونکي په باب پر دغو بیاناتو مشتمل وي: د پېژند پاني شمېره، د پېژندپاڼي د درلودونکي بشپړنوم، د مور او پلار نومونه يې، د مخ د مخامخ اخیستل سوي عکس، د زېږېدو ځای او نېټه، بېلوونکي نخښي، کار یا رتبه، دیانت او جنسیت، ټولنیز حالت د پېژندپاني د صادرېدو او پای ته رسېدو نېټه او او داسي نور.
د دغي پاڼي اخیستل د هر هیواد هر وګړي ته چي د شپاړس کلنۍ یا د هیواد د وضع سوو قوانینو له مخي ټاکلي عمر ته ورسيږي الزامي دي.  
د نړۍ د هیوادونو، په تېره د اسلامي هيوادونو په اصطلاح رهبران  او د هيوادونو اوسېدونکي د دغو پېژندپاڼو د نورو محتویاتو په اړه څه ستونزي نه لري، صرف ستونزي د دغو پېژند پاڼو د دین او قومیت په خانو کي وي. او دا ستونزي هم د نړۍ خوري امريکې او د هغې د نورو لویديځو متحدینو له خوا رهبرانو ته د اوامرو او احکانو له امله وي.
امریکې، یهودو او متحدینو يې او د دوی د لاسپوڅو ، په تېره د کفري هیوادونو د بشر د حقونو نړي وال سازمانونه د دوی د سیکولریستي ماهیت او نورو ډول ډول ښکېلاکي موخو پر بنسټ داسي اهداف پر مخ بیايي چي د نړۍ په هیوادونو کي د خپل دین او ملیت سره پردي او نا آشنا او بې پروا کړي. پر دې بنسټ د هغو هيوادونو رهبرانو ته امرونه ورکوي چي خپل خلک له دین او قومیت څخه بېکانه کړي ، په تېره په وطني پېژندپاڼه کي خو هیڅکله د هغو د دین او قمیت خانو ته ځای ورنه کړي. له دې امله دی چي د دغو کفارو تر ولکې لاندي هیوادونو رهبران چي د دوی له خوا په کاذب شهرت ورکولو سره او په لطایف الحیل واک ته رسېدلي دي په دې اړه د دوی ناروا غوښتني او اوامر په پټو سترګو طوعاً او کرهاً مني، چي په نتیجه کي يې د خپلو خلکو د اعتراضونو، جنجالونو او مقاومتونو سره مخامخ کيږي.
داسي هم کيږي چي په ځینو هیوادونو کي د دغو نړۍ خورو ځواکونو ګوډاګیان او ګماشته ګان د هیومن رایټس او داسي نورو موسسو په همږِي او ټونګونو پر خپلو حکومتونو باندي د رسنیزو تبلیغاتو او نورو لارو فشارونه راوړي، څو له وطني پېژندپاڼو څخه د دیانت خانې لیري کړي. د بېلګې په توګه د مصر د هیواد په پېژندپانو کي داسي خانه سته چي که څوک مسلمان وي، مسلمان پکښي لیکل کيږي، که مسيحي وي ، مسيحي پکښي ليکل کيږي او که یهود وي یهودي پکښي ليکل کيږي او که د کوم بل دین پيرو وي د دین په خانه کي يې دغه (ـــــ )کرښه لیکل کيږي. خو اوس په مصر کي د پردو ګوډاګيان له حکومت څخه پرله پسې غوښتني کوي او ډول ډول فشارونه پر راوړي چي له پېژندپاڼو څخه د دين خانه لیري کړي. دوط وايي چي په مصر کي شاوخوا دوه زره تنه بهایان سته د هغو مذهب ولي په پېژندپاڼه کي نه لیکل کيږي، چي دا د هغو پر حقوقو باندي تېری بولي. په داسي حال کي چي دغه بهایان چي د نولسمي پېړۍ په نیمايي کي په ایران کي د شیعه مذهبو له منځه رامنځ ته سول د اسلامي عالمانو له لوري مرتد او له اسلامه اوښتي بلل ۍوي دي.
بل دغه ګوډاګیان وايي چي هر کال په مصر کي له اسلام څخه مسیحیت ته او له مسیحیت څخه اسلام ته ور اوړي چي دا چاره هم د دغسي کسانو په پېژندپاڼو کي ستونزي راولاړوي، نو باید دغه خانه له پېژندپاڼي څخه لیري سي.
د دې په وړاندي د مصر خپلواک شخصیتونه او مسلمان او هیواد دوست عناصر پرله پسې د دغو ګوډاګیانو دغه هلي ځلي او دسيسې ور خنثی کوي او پر ضد يې د وس سره سم د نورو مبارزو په لړ کي مبارزه کوي.
دغه خبري او ځيني نور مسایل پلمه سول چي د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس د امریکایانو او یهودانو په حکم له فلسطيني پېژندپاڼو او پاسپورټونو څخه په رسمی توګه د دیانت خانه لیري کړي. چي د دغه بې غیرته رهبر او د ده د زبونو ملګرو د ا کړنه د فلسطینیانو له سخت غبرګون سره مامخ سو او په رسنیو او نورو کي په دې اړه یو شورماشور جوړ سو.
د فلسطين یو لیکوال یاسین عز الدین په دې اړه داسي ليکي:”په پېژندپاڼو کي د دیانت د خانې ایسته کول د سیکولرستانو، کمونیستانو او هغو کسانو چي د دین او اسلام سره حساسیت لري غوښتنه ده. او ځيني يې له دې امله په غوشه دي چي ولي ممکنه نه ده چي د دیانت په خانه کي د ”ملحد“ یا ”د قریښو د کفارو“ کلمه نه ليکل کيږي. اصلي خبره داده چي دغه عناصر ګردسره غواړي چي زموږ له ژوندانه څخه د دین ټولي اړيکي لیري کړي“.
ښه ، رابه سو زموږ د هیواد حالت ته. دلته خو دا تقریباً (۳۷) کاله زموږ ډول ډول بهرنیو دښمنانو، لکه روس، امریکا، انګرېز، نورو لوېديزو هیوادونو، هند، پاکستان، ایران او نورو په بې خرتو مالي او ځاني تاوانونو تلاښ کړی او کويې يې چي زموږ ټولي مادي او معنوي شتمنۍ، زموږ ویاړونه، فرهنګي ارزښتونه او په سر کي زموږ اسلامیت او افغانیت (چي زموږ د وطن او وطنوالو د دې او هغې دنیا د نېکمرغۍ لاملونه دي) را ختم کړي.
د دې تر څڼګ هر هیواد داخلي دښمنان هم لري. د افغانستان له نامه څخه بد وړونکي، د رښتیاني افغان او مسلمان سره دا ډېر کلونه جګړه کوونکو کورنیو دښمنانو د پردو غلیمانو سره لاسونه یو کړي او زموږ پر افغانیت او اسلامیت يې داسي تېری نه دی پاته چي دې وي کړی. د دغو داخلي دښمنانو د دغو اهدافو او کړنو سره چي ځینی  تش په نامه افغانان مخالف دي هغوی بیا له بده مرغه د خپلو بادارانو له مراعته څه جدي اقدام نه سي کولای.
که خبره زموږ په ګران هیواد کي د استوګنو وروڼو قومونو سي ، دا قومونه په خپلو منځو کي هیڅ ستونزه نه لري، ټول ځانونه د دې هيواد بچیان او يوموټي مسلمانان بولي.
اوس نو که زموږ خلک ټينګار وکړي او د دوی د ټينګار له امله په برېښنايي پېژند پانو کي د افغان او دین خاني ورزیاتي سي دابه د دوی لوی بری او د هیواد د کورنيو او بهرنیو دښمنانو لويه ماته وي. په دې اړه او د هیواد د بشپړي خپلواکۍ او د اسلام د سپېڅلی دین د سرلوړۍ په هیله والسلام.