د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لرغوني مصر

ذکیه (ابها) 31.07.2015 14:37

لرغوني مصر د پخواني تمدن زانګو ده  همدارنګه په څلور زره قبل
 میلادي کال کي په لرغوني مصر کي قبیلوي تشکیلات وجود درلودل
لرغوني مصر لمړني هیواد دي چي د کتابت اساسات یي وپیژانده
 همدارنګه انځوریز لیک خط (هیروګلیفی ) اختراع کړي دي په نوموړي
 هیواد کي مختلف مدنیتونه تغیر ا و تبدیل شوي دي دِا سر زمین د فرعونیانو د تمدن لرغوني ځاي وه .
همدارنګه اغریقي ، روماني ، قبطي ، او اسلامي مدنیتونه د مصر په
       لرغوني هیواد کي انتشار او خپاره شوي دي ، لاس ته راغلي اثار
 او شواهد څخه داسي معلومیږي چي په دغه لرغوني مصر کي سیاسي
 تحولات اوسیاسي نظامونه تیر شوي او مختلف سیاسی فعالیتونه د ملتونو
 او دولتونو ترمنځ وجود درلودل.                                              


په لرغوني مصر کي د فرعوني نظام سیاسي افکار:

فرغون د تکبر او تجبر څخه اخستل شوي ده ، د مصر فرعونیان عبارت د هغي
سلسلي څخه دي چي د څلورزره قبل میلادي (    ۴۰۰۰ق م  ) کلونو څخه تر
 رومیانو تسلط پوري پر مصر حکومت کړي دي .
د فرعونیانو د حکومت ځانګړتیاوي دا وي چي فرعون په مطلق ډول پر حکومت
او د دولت پر امور حاکمیت درلودلو ، فرعون د ټول مصر مالک د خلکو روحي
استازي ، د خلکو او معبودانو تر منځ د اړیکو تینګونکي وو.
فرعون د ټولو نظامي قواو مشر او هر کار یي چي غوښتلو کولو یي هیڅوک د
 هغه د فرمان مانع کیدای نه شو چي په همدي لحاظ د الوهیت دعوایي وکړه .
لمړني وزیر او یوه اداري کابینه د فرعون سره په نظامي امورو کي مرسته کوله
، د فرعونیانو په وخت کي حکومت میراثي وو یعني کله به چي یو فرعون وفات
 شو نو د هغه پر ځاي به بل فرعوني د حکومت واګي په لاس کي نیولو یا په بل عبارت د فرعونیانو د کورنی څخه به بل فرعون قدرت لاس ته راوړلو چي
دفرعونیانو سلسلي ۳۰ دوري پر مصر کي حکومت کړي دي .
 



په لرعوني مصر کي د فرعوني نظام سیاسي افکار د قرآني ایتونو له مخي:

قرانکریم په پوره وضاحت سره فرعوني سیاست او تګ لاره بیان کړي ده د فرعون هغه کړني چي د حق پر وړاندي یي د موسي (ع) په دوران کي تر سره کړي دي څومره بدي  کړني دي او د ټولني بربادي لپاره څومره بده تګلاره لرله .
هر مسلمان ته لازمه ده چي د فرعوني سیاست په دقیقه وګوري چي څومره شومه
 تګ لاره یي د حق پر وړاندي غوره کړي وه .

د تعجب خبره خو داده چې د نن زمان نړيوال کفری طاغوت همغه د فرعون تلاره غوره کړی او قدم په قدم يې تعقيبوي .
پداسې حال کې چې د فرعون انجام  ټولې نړۍ ته ښه معلوم دی اود عيبرت لپاره يې جسد اوس هم په موزيم کې موجود دی .
د نمونی په څير يې دغه لاندې څو سياستونه وړاندي کوم:
 
۱- پرمخاليفينو د درواغو او ګوډګرو تور لګول   (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ 23 إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 24 الغافر) يقيناً مونږ موسی له خپلو څرګندو نښانو او سند سره فرعون ، هامان او قارون ته وليږو دوی ويل دا ګوډ ګر او دوغجن دی .
۲- د مخلفانو متهم کول په دې چې د خلکو دين تغيروي (إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ 26 الغافر) زه ويريږم چې دی به ستاسو دين بدل کړي .
۳- خپل ځان د خلکو د دين مدافع کڼل (همغه ايت )
۴- مخاليفين  په ټولنه کې دشرارت او ورانيو جوړونکي بلل (أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الأَرْضِ الْفَسَادَ 26 الغافر) اويا به په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي
۵- خپل ځان زړه سواندی او دخلکو رهنما بلل (َقالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلاَّ مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلاَّ سَبِيلَ الرَّشَادِ 29 الغافر) وويل فرعون زه خو تاسی ته همغه رأيه درکوم چې ماته مناسبه ده او زه تاسی ته دهغی لاری لاښونه کوم کومه چې سمه ده .
۶- پر مخاليفينو فشار وروستل د وژنی او داولاد نه د محروميت ليارې (قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاء الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ 25 الغافر) کومو کسانو چې ايمان ورباندی راوړی او لده سره ملګری شوي دهغوی زامن ووژنی .
۷- د ټولنی توان لرونکې قشر له منځه وړل او پر ځای يې واک عا
جزو او ناتوانو ته سپارل (يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ 49 البقره) ستاسې زامن يې حلالول او ستایې لوڼی يې ژوندې پريښوي .
۸- د مخاليفينو په پيغامونو او اهدافو او غوښتنو مسخری کول (فَلَمَّا جَاءهُم بِآيَاتِنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ 47 الزخرف ) بيا کله چې زمونږ نښانې هغو هغوی ته وروښودې نو هغوی ور پورې وخندل .
۹- په خپل مال او قدرت افتخار کول (همغه )
۱۰ – په خپل مقام افتخار کول (أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلاَ يَكَادُ يُبِينُ 52 الزخرف) زه ښه يم که دغه حقير او فقير سړی چې خپله خبره هم څرګنده نشی بيانولی .
۱۱- خپلو مخاليفينو ته پيغور ورکول او دهغه ضعيف نقاط ته اشاره کول ( همغه آيت )
۱۲- خلک په فقر او خواری کې اخته کول تر څو اطاعت ته مجبور شي (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ  الزخرف) هغوی خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی دهغی اطاعت وکړ .
۱۳- حکومت له فاسقو خلکو جوړول   (َأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ 54 زخرف) هغوی اطاعت وکړ په حقيقت کې هغوی فاسيقان خلک ؤ .
۱۴- د خلکو ويرول چې ګورﺉ مخالفين مو ټولنه له منځه وړي او تاسې له خپل ملک څخه شړي (يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ110 الاعراف) .هغه اراده لری چې تاسی له خپلې خاورې وشړي .
۱۵- دخپلو هم فکرو سره علاقه ساتل (وَجَاء السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالْواْ إِنَّ لَنَا لأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ 113 قَالَ نَعَمْ وَإَنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ 114 الاعراف)
۱۶- د خپلو ملګرو سخت تهديدول چې که له مخالفينو سره يو ځای شي (لأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم 124 الاعراف) نوزه به دتاسې لاسونه او پښی قطع کړم    .
۱۷- د محاصري او ناتوانی په وخت له مخاليفينو څخه مرسته غوښتل (وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُواْ يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ 134 اعر
اف ) کله به چې په هغوی باندې سختی نازيليدلې نو ويل به يې ای موسی ! تاته چې د رب له لوری کومه مرتبه درکړ شوی زمونږ په حق کې دعا وکړه .
۱۸- د مخالفانو د مرستی لپاره کلکې وعدی د محاصری او بدی ورځی پر مهال (لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ134 اعراف) نو اوس له مونږ څخه دغه سختی لری کړه نو مونږ به ستا خبره ومنو او بنی اسرائيل به ستاسره وليږو .
۱۹ – د محاصری او ناتوانی د خلاصون نه ورسته د کړو وعدو ماتول (فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَى أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ 135 اعراف).خو کله به چې مونږ له هغوی خپل غذابونه ديو څه ټاکلی وخت لپاره چې هغوی ته په هر حال ورسيدونکی ؤ لری کړل نو هغوی به کاملاً له خپلو وعدو واوښتل .
۲۰- ځان لوی کڼل او دخدايې دعوا (فَقال أنَاربکم الاعلی 24 نازعات)
۲۱- پر مخاليفينو احسان بارول که يې پخوا څه نيکی ورسره کړي وي (قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ18  شعرا) فرعون وويل آيا مونږ ته دځان سره د اولاد په څير نه وی پاللی تا د خپل عمر ډير کلونه له مونږ سره تير کړل .
۲۲- د مخالفانو ويرول په زندان  (لأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ 29 شعرا) تابه هم له هغو کسانو سره شامل کړم کوم چې په زندان کې پراته دي .
۲۳- د مخالفانو کم او لږ ښودل (إِنَّ هَؤُلاَء لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ 54 شعرا ) دا څه لږ شان خلک دي .
۲۴- په ټولنه کې تفروقی اچول (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلاَ فِي الأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا 4 قصص) يقيناً چې فرعون پر ځکه کې سرکشی وکړه او د هغی اوسيدونکی يې پر ډلو وويشل .
فرعون په خپل اند او عقیده ځان د بشر د حقوقو مدافع باله او د بشر حقوقو ته یي
ډیر درناوي درلوده ، د بشري امنیت او سوکالی لپاره یي خپل ټول دولتي  
امکانات، فوج او لښکر په کار اچولي وه او بشر لپاره یي د ځمکي پرمخ داسي
 جنت جوړ کړي وه چي د موسی(ع) د الهي جنت مقابله یي کوله څه وخت چي
موسي(ع) خپل امت ته د توحید بلنه ورکوله او ورته ویل یي چي تاسي د الله (ج)
 وحدانیت او زما رسالت ومني نو الله (ج) به تاسي ته په اخرت کي جنتونه
درکړي داسي ښکلي جنتونه چي تر ونو او قصرونو لاندي به یي ویالي بهیږي نو
فرعون بشریت د موسی(ج) د متابعت څخه راګرځاوه او داسي ورته ویل چي
 تاسو د موسی (ع) په خبره مه تیروځي ځکه چي هغه د جنت تشي وعدي
درکوي ، تاسي زما حاکمیت ته سرونه ټيټ کړي ځکه ما تاسو جنتونه جوړ کړي
 دي تاسي ویني! او دا ویالي دي چي زما تر قصرونو لاندي بهیږي، د فرعون په
اند یوازي فرعون د فرعون درباریان او د فرعون خپل  قوم (قبطیان) بشر بلل
 کیدل او د هغوي بشري حقوقو درناوي کاوه ځکه په حکومتي یا سیاسۍ نظام کي
یوازي قبطانیانو ونډه اخسته او حق یي لاره اوبس د فرعوني نظام ټول د قبطیانو
 څخه جوړ شوي وه بنی اسرائیل د فوعون په اند د بشر د فهرست څخه ایستل
شوي وه نو ځکه هغوي دبشرد ټولو حقوقو څخه بي برخي شوي وه نو پرهمدي
 اساس هغوی نه په سیاسي چارو کي حق لاره تر څو د خپلو ارادو مطابق سیاسي
 نظام ولري او نه د شتمني او ملکیت حق ورکول کیده بلکه درانه کارونه به یي
په کول او د قبطیانو د خادمانو کار تري اخستل کیده .
فرعون ته چي کله د خپلو جادوګرانوله خوا  وړاندوینه وشوه چي د بنو اسرائیلو د
یو ماشوم په لاس به ستا سلطنت ده واکمني ړنګیږي نو ده د خپلي واکمني د بقا
لپاره بني اسرئیلو په زرګونو ماشومان حلال کړل .