د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تورکي یو تقویم(جنترۍ یا کلیز) څخه یو څو مبارک احادیث

ډ٠حميدالله زړه ور ساپی 28.06.2015 14:13

۱-هر مسلمان چې د رمضان روژه ونیسي او د تراویح لمونځ د فضیلت او مکافات نظر کې نیولو سره ېې اداء کړي،داسې به له ګناهونو مبراء(پاک) شي لکه د مور نه چې نوی زیږیدلی وي.<دابن ماجه روایت>
۲-که څوک یوه روژتي ته روژه ماتی ورکړي(بی له دې چې دروژتي له ثوابه کم شي)ده ته د همهاغه روژتی په اندازه ثواب ورکول کیږي.<د ترمذي روایت>
۳-چا چې په رمضان المبارک کې کریم قرآن عظیم الشان په غَورولوستلو او ختم ېې کړ،شپیتهء زره پرښتې د هغهء لپاره د الله ج. په دربار کې استغفار غواړي.<کنزالاعمال>
۴-روژه د دوزخ(جهنم) او ټولو فلاکتونو پر مخ یو سپر ده.
ستاسو څخه کوم څوک روژتی باید په نادانۍ سره بده خبره وء نء کړي.او که چا تاته بده خبره وکړه او یا د جنګ غوښتنه ولري،ورته دوه ځلې ووایه" زهء روژه یم'!<سڼن نسآيي>
۵-سحور(پیشنمی=چرګبانګی)ته پاڅیږئ او وء ې کړئ،ځکه چې په دې کې برکتونه شته دئ.<متفق علیهِ>
۶-د بنیادم هر عمل ،بې له روژې؛د ځان لپاره یی دی.روژه زما لپاره ده او زء یی مکافات ورکوم.
د روژتي د خُلې بوی(وږم) د الله ج. په دربار کې د مُښکو له بوی څخه شایسته دی.<قدسي حدیث، رواهُ صحیح البخارای>
۷-تر ټولو غوره صدقه یا خیرات د روژې مبارکې میاشتې کښې ورکول شوې صدقه ده.<روایت فیض القادر>
۸-هر څوک چې دشپې د البقره سورت وروستني ۲ آیتونه (آمن الرسولُ ...الی آخر)ولولي د هغهء لپاره له ټولو آفاتو او بلیاتو بدیو څخه د ساتنې کفایت کوي.<صحيح البخاري>
۹-څونه روژه نیوونکي شته چې هغوی ته له روژې څخه یوازې لوږه په برخه ور رسیږي او
څومره د شپې (عبادت ته) پاڅیدونکي شته چې هغوی ته له دې څخه یواځې بیخوبي ورپه برخه کیږي!!<سڼن ابن ماجه>
۱۰-کورونه مو د کریم قرآن ع.ش. په لوستلو او (نافله)لمونځونو په اداء کولو سره روښانه کړئ.<بیهقي؛ شعب الایمان>.
اللهم صل علا سیدنا و نبیینا محمد و سلمي تسلیماََ.