د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلغمان نوي والي خپلې چارې نن رسماً پيل کړي

سید رحمان عابد 12.06.2015 13:59

په مخالفینو غږ کوم چې له جنګه لاس په سر او د دې خاورې د ابادۍ او خدمت لپاره زموږ سره اوږه په اوږه په ګډه کار وکړي. (د لغمان والي نعیمي).
د لغمان نوي والي عبدالجبار نعیمي نن د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي له لوري د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ولایتي ادارې چارواکو او ولسونو ته ور وپیژندل شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه نن د ولایت په مقر کې جوړه شوې وه جهادي شخصیت او قومي مخور حاجي دین محمد، د غزني، کابل، زابل، کندهار، هلمند، میدان وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ژورنالیستانو او د لغمان ولایت د ملکي او نظامي ادارې مسولینو، جهادي قوماندانانو او قومي مخورو په کې برخه درلوده.
پیل کې د ولایت مرستیال جمعیت الله حمیدي د ښه راغلاست تر څنګ د لغمان ولایت د اداري واحدونو او لغمان په اړه لنډ معلومات ورکړل او تر څنګ یې وړاندیز وکړ چې امنیتي ارګانونو ترمنځ باید همغږي لا نوره پیاوړې شي.
بیا د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي د ولسمشر هغه حکم چې له مخې یې ښاغلی نعیمي د لغمان ولایت لپاره د نوي والي په توګه نومول شوی و، ولوست او تر څنګ یې په خبرو کې د پخواني والي ډاکتر فضل الله مجددي د کړنو ستاینه وکړه او د نوي والي عبدالجبار نعیمي د پراخې تجربې او ښو کړنو یادونه يې هم وکړه.
ورپسې په وار سره عبدالخالق حسیني، د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، قومي مشر حاجي شامرد خان، په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو پخوانی وکیل عبدالجبار شلګري، د لغمان د ولایت شورا پخواني وکیل ګلزار سنګروال، په ختیځ زون کې د یوناما رئیسې هیرنګ سونګ، د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد او د میدان وردګو ولایت قومي مخور محمد اسحاق دقیق په وار سره خبرې وکړي او ښاغلي نعیمي ته یې د همکارئ ډاډ ورکړ.
په اخر کې د لغمان نوي والي عبدالجبار نعیمي له ولسونو او امنیتي ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې یوه ژمنه کوم چې په پوره ایماندارۍ،ریښتینولۍ، خلوص او ستاسې درنو مشرانو په مشورو به مخته ځم او خپلې چارې به د قانون په چوکاټ کې سمبالوم.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې د ممبر او ولایتي ادارې تر منځ به لا نور نیږدیوالی او همغږي رامنځته کړي او د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې يې د ادارو په مسولینو غږ وکړ چې له سلیقوي برخورد نه دې ځانونه وژغوري او ټول ولس ته دې په یوه سترګه وګوري.
همدارنګه د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو په پای کې په مخالفو وسلوالو غږ وکړ چې له جنګه لاس په سر شي او د دې خاورې د ابادۍ او خدمت لپاره دې زموږ سره اوږه په اوږه په ګډه کار وکړي.