د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګه او مشرانو جرګه د ټپوسانو، کجیرانو او حرصناکو افرادو ځای نه دی !

افغان تحرک 23.04.2015 01:02

مونږ د ولس اصلی نمایندګانو لپاره، یعنی هغه نمایندګانو لپاره چه په پوره صداقت او اګاهانه مظلوم افغان ولس لپاره خدمت کوی، احترام لرو، مګر هغه ټپوس، کجیر او حرصناک سړی ته چه

- یوازې د خپل شخصي کارونه لپاره لوړپوړو چارواکو ته ورځي،

- د خپلو ملګرو دوستانو، خپلوانو او د ګروپ غړو ته کليدي پوستونو ترلاسه کولو لپاره د وزارتونو او ولایاتو دروازې ټکوي،

- د خپل موقف څخه په غیر مشروع او غیر قانونی توګه کار اخلي او خپل شخصی تجارت په غیر قانونی پرمخ بيایي،

- د ولایاتو له واليانو او له وزيرانو څخه ځینې غیر قانونی غوښتنې لري،

- د واليانو او وزیرانو څخه ، د خپل شخصی تجارت په غیر قانونی توګه د قراردادونو غوښتنې کوي،

- د بهرني سفارتونه څخه، ملت لپاره، ورکړل شوی تحصلي بورسونه، نالایق او غیر مستحق افرادو لپاره پلوري،

- له یو خوا بهرني سفرونو کې اخلاقي فساد ترسره کوي، او له بلخوا په محیلانه توګه د "دولتی مقامات" د "رسنیز تهدیدات" پر ذریعه د خپل شخصی تجارت، او غیر قانونی غوښتنې لاس ته راوړل هدف لری،

- د رسنيو سره په خبرو کې په دیر محیلانه توګه ځان د ولس "ناجی" څرګندوی، مګر د پردی په ښا کی اصلی هدف یی شخصی تجارت دی او په همدی منظور له "دولتی مقامات" څخه غیر مشروع او غیر قانونی شخصی غوښتنې کوي،


بندیز غواړو!


موږ د ولسمشر جلالتماب ښاغلي اشرف غني څخه او هم د اجراییه ریس ښاغلی عبدالله عبدالله څخه، همچنان د ولس اصلی نمایندګانوڅخه، او هم د افغانستان عدلی او قضایی قوا څخه ، همچنان د افغان ملی میدیا څخه، په کلکه غوښتنه کوو، چې هر یو دخپلو وظایفو، صلاحیتونه او مسولیتونو سره سم ، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د ذکر شوی ټپوسانو، کجیرانو او حرصناکو افرادو په مقابل بندیزونه، مخنیوی، ممناعت او جلوګیری صورت اخلی تر څو چه دا دول "غیر مریی" مګر سره له نه ، واضع او ښکاره بی عدالتی ته د پای ټکی کېږدل شی.



دمظلوم افغان ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله