د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داحمقانو پاچهي ! دهند د خلکو یوه کیسه

سونا نیلوفر بارکزی 18.04.2015 12:22

د کم عقلانو په پاچهي کي پاچا او وزیر دواړه احمقان وو. دوی به ویل موږ داسې پاچهي نه کوو لکه په نوره دنیاکې چې یې نور خلک کوي. دوی حکم وکړ چې شپه دې ورځ او ورځ دې شپه شي, مانا دا چې خلک دې د روځې په رڼا کې ویده او د شپې په تیاره کې ویښ وي, کارونه دې کوي.  بزګر که کروندې ته ځي, له ماشامه وروسته دې ځي او دوکاندار که دوکان پرانیزي, له ماشامه وروسته دې يې پرانیزی. په حکم کې دا هم راغلي وو چې که چا سرغړونه وکړه, سر به یې غوڅیږی. خلک چې د حکومت له سختې سزا ویریدل,شپه او ورځ یې سره بدل کړل پاچا او وزیر خوشحال وو چې حکم یې چلیږي او خلک یې تابع دي.یو ځل یو پیر او مرید د کم عقلانو په پاچهي ورپېښ شول.ښار ښکلی و خو تعجب يې و کاوه چې د لمر له راختو څو ساعتونه تیریدل او په بازارونو کې هیڅوک نه ښکاریدل.  ان مرغۍ په ځالو کې غلې وي,نه چوڼېدلې.ټول ژوي ویده وو. پیر او مرید دښار په کوڅو کې ګرځیدل چې که ګوندې څوک ویښ بنیادم و ګوري خو تر هغو پورې چې لمر نه و پر ېوتی,  په کوڅوکې څوک ونه لیدل شول.د ماښام د تیارې له خپریدو سره خلک له خوبه راپاڅیدل , بازارته ووتل او کاروبار یې پیل کړ.پیر او مرید چې تردې دمه وږي شوی وو, يوه دوکان ته ورغلل چې د خوړلو لپاره څه راونیسي. دوی په حیرانۍ سره ولیدل چې په دوکانونو کې ټول شیان په یوه بیه دي. پیر او مرید د خپلې خوښې شیان په یوه, یوه روپۍ رانیول او په خوند خوند یې وخوړل.دغه وخت پیر ته پته ولګیده چې د احمقانو په پاچهي کې داخل شوی دی او مرید ته یې وویل:<< دا ځای زما و ستا لپاره نه دی.راځیُ چې پښې وباسو.<<
خو مرید ورته وویل:<< دلته  عجبه ارزاني ده. که پاتې شو,په شو شو,خوړو به  مزې وکړو.))
پیروویل:<< دلته حماقت حکومت کوي. معلومه نه ده چې تر کله به و چلیږي او دا هم نه ده معلومه چې سبا به له ما او تا سره څه کيږي.))
خو د مرید زړه نه کیده چې بل چیرته لاړ شي.پیر ورته وویل,  نور دې نو خوښه,  زه درنه ځم ; او لاړ.  مرید پاتې شو.هره ورځ به یې تازه میوې,  زیړ غوړي او خوندور پلاوونه خوړل او داسې چاغ شو لکه د هندوانو نذري غویی چې بې غمه ګرځي او له ډېر څربښته په لاره ڼه شي تلای.یوه ورځ چې خلک د نور کله غوندې ویده وو, یو غل د یوه شتمن سوداګر کور ته ورولوېد.  د کو ټې دیوال يې سوری کړ,  ورننوت او چې کله یې له ډیر مال سره د سوري په لار ځان د باندې راایست, د خونې زوړ دیوال ورباندې کښیناست;  غل ځای په ځای ومړ. دغله ورور پاچا ته ورغی,  شکایت یې وکړي چې:  زما ورور په خپل پلارني کاروبار بوخت و چې دیوال ورباندې راپریوت او مړ شو. د ده قاتل د کور څښتن دی. ده باید داسې کمزوری دیوال نه وای جوړ کړی.  زه غواړم چې دغه سړی دې سزا وویني او تاوان دې هم راکړي. پاچا ډاډ ورکړ چې خامخا به عدالت وکړي او په سوداګر پسي یې عسکر واستول.  سوداګر چې راغی,  پاچا پوښتنه ورنه وکړه: څه نو میږې?
هغه ځواب ورکړ چې نوم مې پلانی دی. پاچا بله پوښتنه وکړه: ایا ته په کور کې وې چې په غله باندې دېوال راپریوت?
سوداګر ورته وویل: هو صاحب.  ده دیوال سوری کړ او د یوال چې کلک نه و,  راپریوت. پاچا وویل: د وژل شوي کس ورور انصاف غواړي ستا دیوال د ده ورور وژلی دی.  ته قاتل یې.  موږ باید سزا درکړو.سوداګر خوارکي ورته وویل: صاحب,  ما خو دیوال نه و جوړکړی.  دا که ګناه وي نو دا ګناه خو معمارکړی ده دا خو د هغه ګناه ده چې دیوال یې سم نه و درولی. تاسې باید هغه ته سزاورکړي. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: هغه څوک دی? سوداګر ورته وویل: صاحب,  دیوال زما د پلار په وخت کې جوړ شوی دی. زه یي معمارپیزنم اوس بوډا دی, ژوندی دی.  پاچا کسان واستول چې معمار ومومی او لاس تړلی یې دربارته راولي. بو‌ډا معمار دربارته راوستل شو. پاچا ورته وویل: ایا تا د دي سړي د کور دیوال د هغه د پلار په وختو کې جوړ کړی و? بوډا ځواب ورکړ : هو صاحب.پاچا په قهر ورته وویل: دا دې څنګه دیوال جوړ کړی دی چې رالویدلی او یو سړی خوارکی یې وژلی دی. ته د هغه قاتل یې . تا ته باید د اعدام سزا درکړه شي خو مخکی تر دې چې عسکر راشي او بوډا د اعدام میدان ته بوځي, بوډا عرض و کاوه: صاحبه, مخکې تر دې چې امر اجرا شي ,زما فریاد واوري. زه دا منم چې دیوال ما جوړ کړی دی او سم نه دی,  خو زما ښه یاد دي چې د دیوال د جوړولو په وخت زما پام بلې خوا ته و. زما پام يوی ښځي د ځان پلو اړولی و چې پایزیب یي په پښو کړي وو او ښکته پورته ګرځیده, بیخي یي دې ته نه پریښودلم چې د دیوال کار ته پام وکړم دوه سترګې مې په دې کې ښخې وې. حکومت باید هغه ښځه راایساره کړي.ما ته معلومه ده چې چیرته اوسي. پاچا وویل: ستا خبره معقوله ده دا پېښه نور اړخونه هم لري او قضاوت ورباندې اسانه نه دی هلۍ هغه ښځه که هر چیرته وي, ویې مومي.هغه چې بوډۍ وه دربارته حاضره کړای شوه. دا له ویرې ریږد اخسیتې وه. پاچا ورته وویل: ایا دا رشتیادي چې ډیر کاله پخوا چې دغه سړي یو دیوال جوړاوه, تا پایزیب په پشووو او په سړک باندې لر بر کیدلې? شخي ورته وویل: صاحب,  دا سمه ده . پاچا وویل: نو تا پایزیب په پښو وو او هغه شرنګیدل. او ته لر بر کیدلې او په همدې وجه دغه خوارکي دیوال ته د پام کولو په ځای ټول پام تاته اړولی و نو نتیجه دا شوه چې دیوال یې سم جوړ نه کړ او ډیر کلونه پس په یوه بدمرغه غله باندې را پریوت.غل مړ شو.د هغه په قتل کې اصلي ملامتي ستاده. تاته باید سزا درکړه شي. ښځې شیبه نیمه فکر وکړ بیایې وویل: صاحب, دا پوښتنه خو به کوېء چې زه ولې سرګردانه ګرځیدلم. ما زرګر ته یو څه زر ورکړي وو چې ګاڼه راته جوړه کړی خو دی وعده خلاف سړی و. په هغه ورځ یې څو,څو ځله راته وویل, چې یو ساعت پس راشه,نیم ساعت پس راشه زه چې ګرځیدم راګرځیدم,  وجه یې د هغه دروغي وعدې وې معمار همدغه وخت لیدلې یم صاحبه,  دا زما ګناه نه وه .ګناه په اصل کې د هغه غلط زرګر وه. پاچا فکر یووړ او ویې ویل: موږ اصلي ګناهګار. اوس وپیژاند. زرګر راپیدا کړيء هلۍ. د پاچا عسکرانوزرګر خوارکې د دوکان په کونج کې پیدا کړ او دربار ته یې وروست. زرګر چې کیسه واوریده , ویې ویل: صاحب, دا رشتیادي چې په هغه ورځ مې دغه ښځه څو ځله سرګردانه کړه,خو وجه يې دا وه چې د یوه شتمن په کور کې واده و او ګڼه یې غوښته د هغوی ډیر بیړه وه.تاسې خو پوهیږیء چې شتمن خلک څومره بې صبره وي.که د شتمن بې صبري نه وای, دا ښځه به په هیڅ وجه نه سر ګر دانه کیدله. پاچا وویل: دا شتمن څوک و چې دا ښځه مجبوره شوه چې څو ځله زرګر ته لاړه شي, راشي او د دې تلو راتلو معمار خوارکی یې د دیوال  کارته پرې نه ښود او چې دیوال کوږ شو, یو غل خوارکی یې وواژه.شتمن څه نومیده?
زرګر د شتمن نوم واخیست او شتمن بل څوک نه و, دهمدې کور اصلي مالک و چې دیوال یې په غله راپریوت.پاچا خوشحاله شو چې د عدالت دایره یې کامله شوه او په اخر کې هغه څوک ملامت وبلل شو چې په اوله کې بلل شوی و.پاچا سمد ستی په شتمن سوداګر پسې کسان واستول او په ځغلولو ځغلولو یې دربار ته حاضر کړ.شتمن فریاد وکاوه چې: هغه زه نه وم چې زرګر ته مې د زیور د جوړولو ویلي وو, هغه زما پلار و چې اوس مړدی.پاچا له وزیر سره مشوره وکړه او له اوږدو مشورو وروسته یې شتمن ته وویل: دا سمه ده چې اصلي ګناهګار ستا پلار دی خو ته دهفه میراث خور یې,  دهغه جایداد تاته درپاتې دی نو ګناهونه یې هم ستا دي.زه په هغه سر,سر کې پوه شوم چې ته باید جزا ووینې او اعدام شې. ښه شو چې دا دی بیا ثابته شوه. او عسکرو ته امر وشو چې د اعدام کړۍ جوړه کړي خو د کم عقلانو د حکومت بدمرغي دا وه چې د سوداګر سر او غاړه ډیر نري وو, له کړۍ څخه به راوتل.  کړۍ ډیره لویه وه. وزیر پاچا ته راغی او ستونزه یې ورته بیان کړه. پاچا ډیر پریشان شو. له اوږدو مشورو وروسته پاچا امر وکړ چې په ښار کې هغه سړی ومومی چې تر ټولو دغټ څټ څښتن او ‌ډیر چاغ وي چې کړۍ یې په غاړه کې برابره راشي.
مرید چې تر دې دمه د کم عقلانو د پاچهي ډوډیو ښه چاغ کړی و عسکرو ته تر بل هر چا د پریړې غاړې څښتن معلوم شو.ونیول شو. مرید ورته وویل: زه خو ستاسې په وطن کې مسافر یم ,په هیڅ شي مې غرض نشته,ماڅه ګناه کړې ده. عسکرو یې غټ څټ ته اشاره وکړه او په کیسه یې پوه کړ. ده ته د پیر خبره وریاده شوه چې ورته ویلي یې وو: دلته حماقت حکومت کوي او دا معلومه نه ده چې سبا به له تا سره څه کیږي. کله چې مرید د اعدام میدان ته بیول کیده ,له ځان سره یې وویل: یا پیره, فریاد مې واوره,مرسته راسره وکړه.پیر چې بزرګ و,د مرید د زړه فریاد یې واورید او د خپلې بزرګۍ په برکت یې د سترګو په رپ کې مرید ته ځان ورساوه. د پیر لومړی کار دا و چې مرید ته یې په قهر او ترخه ژبه په غوږ کې څه وویل او بیا یې پاچا ته مخ واړاوه, پوښتنه یې ورنه وکړه: ای تر ټولو پاچهانو هوښیار ټولواکه,دا راته ووایه چې مرید لوی وي که پیر?
پاچا ورته وویل: معلومه ده ,پیر لوی وي دا پوښتنه دې ولې رانه وکړه. پیر وویل: نو که داسې وي,اول ما اعدام کړیء.مرید مې تر ما وروسته اعدام کړیء.کله چې مرید د پیر دا خبره واوریده, په زاریو شو:نه صاحب, اول نوبت دې زماوي .زه خوهسې هم غوره شوی یم.د خدای په لحاظ اول  دې زه یم.د نوبت په سر د پیر او د مرید شور سره جګ شو.پاچا چې د دوی جنجال حیران کړی و,پیر ته وویل: ته ولې اعدام غواړې,موږ خو دی ځکه انتخاب کړی څټ یې غټ دی. پیر وویل: که وعده راکویء چې اول به زه اعدامېږم ,حقیقت درته وایم.پاچا وعده ورسره وکړه او پیر تر لاس ونیو,ګوښې ته یې کړ او په غوږ کې ورته وپوسڼېد:  صاحبه, زه او مرید مې په ټولو پاچهیو ګرځیدلي یو.ستا ښار او پاچهي تر بل هر ښار و پاچهي غوره دي.موږ تر تا نیکبخته پاچا نه دی لیدلی. دغه کړۍ چې نوې تیاره شوې ده, په اصل کې د جنت کړۍ ده . که د هر چا غاړې ته اول ولویدله, هغه به له مړینې وروسته دوباره دنیاته راځي او د دې ملک پاچا به ورنه جوړیږی.هر هغه کس به له مړینې پس دې پاچهي ته د وزیر په حیث راشي چې له اول سړي وروسته یې کړۍ غاړې ته ولویږي او اعدام شي.زه او مرید مې په دې دنیاکې د درویشۍ او ملنګۍ له ژونده ستړي شوي یو.  نور نو غواړو چې د مزو او خوندونو ژوند و کړو.ځکه خو هر یو وایو چې اول دې زما نوبت وي.صاحبه, اوس چې مې حقیقت درته ووایه, په خپله وعده به وفا کویء او اول به ما اعدامویء.پاچا په فکر کې لاهو شو .او د ده په بل چا باندې خپله پاچهي نه لوریده. د ده زړه غوښتل چې په بل ځل ژوندون کې هم پاچا واوسي او مزې چړچې وکړي.له اوږده فکره وروسته یې امر وکړ چې اعدام دې سبا ته وځنډیږي. د پاچا مقصد دا و چې له خپل وزیر سره د سلا مشورې لپاره کافي وخت پیدا کړي. پاچا له نورو پټ خپل وزیر ته وویل: زه او ته خو ډېر د خوشحالۍ ژوند لرو خو یوازینۍ خبره چې کله کله مې ځوروي دا ده چې موږ به نه یو او دلته به بل څوک مزې چړچې کوي.اوس چې جنتي کړۍ په ګوتو راغلې ده او د پیر او مرید ورباندې جنګ دی, زه او ته ولې غفلت کوو,ولې خپل اخرت نه ښه کوو?
وزیر ته د پاچا خبرې ډیرې معقولې ښکاره شوې او فیصله یې سره وکړه چې اول به پاچا,بیا به وزیر د اعدام کړۍ غاړې ته اچوي او په دې ډول به خپل بل ژوندون هم بختور ګرځوي.په هغه شپه پاچا او وزیر په پټه زندان ته ولاړل, پیر او مرید یې خوشي کړل, د هغوی جامې یې واغوستې, ځانونه يې د هغوی غوندې جوړ کړل او څرنګه چې د کم عقلانو په پاچهي کې د ورځې چارې دشپې تر سره کیدلې,نو د پاچا و فادار عسکر په تیاره کې په دې پو نه شول چې څوک اعداموي.دوی د پیر او مرید په ځای خپل پاچا او وزیر اعدام کړل او مړي یې په صحرا کې واچول چې مرغان یې و خوري.وروسته چې خلکو کار غان او ټپوسان له مړیو وشړل او نژدې ورغلل ورمعلومه شوه چې پاچا او وزیر اعدام شوي دي. خلکو ټوله شپه ویر وکاوه او مشورې یې سره وکړې چې له دې وروسته به څوک سلطنت او وزارت کوي. په دې منځ کې ځینو وځې په رڼا کې ویده او د شپې په تیاره کې ویښ وي, کارونه دې کوي.  بزګر که کروندې ته ځي, له ماشامه وروسته دې ځي او دوکاندار که دوکان پرانیزي, له ماشامه وروسته دې يې پرانیزی. په حکم کې دا هم راغلي وو چې که چا سرغړونه وکړه, سر به یې غوڅیږی. خلک چې د حکومت له سختې سزا ویریدل,شپه او ورځ یې سره بدل کړل پاچا او وزیر خوشحال وو چې حکم یې چلیږي او خلک یې تابع دي.یو ځل یو پیر او مرید د کم عقلانو په پاچهي ورپېښ شول.ښار ښکلی و خو تعجب يې و کاوه چې د لمر له راختو څو ساعتونه تیریدل او په بازارونو کې هیڅوک نه ښکاریدل.  ان مرغۍ په ځالو کې غلې وي,نه چوڼېدلې.ټول ژوي ویده وو. پیر او مرید دښار په کوڅو کې ګرځیدل چې که ګوندې څوک ویښ بنیادم و ګوري خو تر هغو پورې چې لمر نه و پر ېوتی,  په کوڅوکې څوک ونه لیدل شول.د ماښام د تیارې له خپریدو سره خلک له خوبه راپاڅیدل , بازارته ووتل او کاروبار یې پیل کړ.پیر او مرید چې تردې دمه وږي شوی وو, يوه دوکان ته ورغلل چې د خوړلو لپاره څه راونیسي. دوی په حیرانۍ سره ولیدل چې په دوکانونو کې ټول شیان په یوه بیه دي. پیر او مرید د خپلې خوښې شیان په یوه, یوه روپۍ رانیول او په خوند خوند یې وخوړل.دغه وخت پیر ته پته ولګیده چې د احمقانو په پاچهي کې داخل شوی دی او مرید ته یې وویل:<< دا ځای زما و ستا لپاره نه دی.راځیُ چې پښې وباسو.<<
خو مرید ورته وویل:<< دلته  عجبه ارزاني ده. که پاتې شو,په شو شو,خوړو به  مزې وکړو.))
پیروویل:<< دلته حماقت حکومت کوي. معلومه نه ده چې تر کله به و چلیږي او دا هم نه ده معلومه چې سبا به له ما او تا سره څه کيږي.))
خو د مرید زړه نه کیده چې بل چیرته لاړ شي.پیر ورته وویل,  نور دې نو خوښه,  زه درنه ځم ; او لاړ.  مرید پاتې شو.هره ورځ به یې تازه میوې,  زیړ غوړي او خوندور پلاوونه خوړل او داسې چاغ شو لکه د هندوانو نذري غویی چې بې غمه ګرځي او له ډېر څربښته په لاره ڼه شي تلای.یوه ورځ چې خلک د نور کله غوندې ویده وو, یو غل د یوه شتمن سوداګر کور ته ورولوېد.  د کو ټې دیوال يې سوری کړ,  ورننوت او چې کله یې له ډیر مال سره د سوري په لار ځان د باندې راایست, د خونې زوړ دیوال ورباندې کښیناست;  غل ځای په ځای ومړ. دغله ورور پاچا ته ورغی,  شکایت یې وکړي چې:  زما ورور په خپل پلارني کاروبار بوخت و چې دیوال ورباندې راپریوت او مړ شو. د ده قاتل د کور څښتن دی. ده باید داسې کمزوری دیوال نه وای جوړ کړی.  زه غواړم چې دغه سړی دې سزا وویني او تاوان دې هم راکړي. پاچا ډاډ ورکړ چې خامخا به عدالت وکړي او په سوداګر پسي یې عسکر واستول.  سوداګر چې راغی,  پاچا پوښتنه ورنه وکړه: څه نو میږې?
هغه ځواب ورکړ چې نوم مې پلانی دی. پاچا بله پوښتنه وکړه: ایا ته په کور کې دې چې په غله باندې دېوال راپریوت?
سوداګر ورته وویل: هو صاحب.  ده دیوال سوری کړ او د یوال چې کلک نه و,  راپریوت. پاچا وویل: د وژل شوي کس ورور انصاف غواړي ستا د یوال د ده ورور وژلی دی.  ته قاتل یې.  موږ باید سزا درکړو.سوداګر خوارکي ورته وویل: صاحب,  ما خو دیوال نه و جوړکړی.  دا که ګناه وي نو دا ګناه خو معمارکړی ده دا خو د هغه ګناه ده چې دیوال یې سم نه و درولی. تاسې باید هغه ته سزاورکړي. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: هغه څوک دی? سوداګر ورته وویل: صاحب,  دیوال زما د پلار په وخت کې جوړ شوی دی. زه یي معمارپیزنم اوس بوډا دی, ژوندی دی.  پاچا کسان واستول چې معمار ومومی او لاس تړلی یې دربارته راولي. بو‌ډا معمار دربارته راوستل شو. پاچا ورته وویل: ایا تا د دي سړي د کور دیوال د هغه د پلار په وختو کې جوړ کړی و? بوډا ځواب ورکړ : هو صاحب.پاچا په قهر ورته وویل: دا دې څنګه دیوال جوړ کړی دی چې رالویدلی او یو سړی خوارکی یې وژلی دی. ته د هغه قاتل یې . تا ته باید د اعدام سزا درکړه شي خو مخکی تر دې چې عسکر راشي او بوډا د اعدام میدان ته بوځي, بوډا عرض و کاوه: صاحبه, مخکې تر دې چې امر اجرا شي ,زما فریاد واوري. زه دا منم چې دیوال ما جوړ کړی دی او سم نه دی,  خو ما ښه یاد دي چې د دیوال د جوړولو په وخت زما پام بلې خوا ته و. زما پام يوی ښځي د ځان پلو اړولی و چې پایزیب یي په پښو کړي وو او ښکته پورته ګرځیده, بیخي یي دې ته نه پریښودلم چې د دیوال کار ته پام وکړم دوه سترګې مې په دې کې ښخې وې. حکومت باید هغه ښځه راایساره کړي.ما ته معلومه ده چې چیرته اوسي. پاچا وویل: ستا خبره معقوله ده دا پېښه نور اړخونه هم لري او قضاوت ورباندې اسانه نه دی هلۍ هغه ښځه که هر چیرته وي, ویې مومي.هغه چې بوډۍ وه دربارته حاضره کړای شوه. دا له ویرې ریږد اخسیتې وه. پاچا ورته وویل: ایا دا رشتیادي چې ډیر کاله پخوا چې دغه سړي یو دیوال جوړاوه, تا پایزیب په پشووو او په سړک باندې لر بر کیدلې? شخي ورته وویل: صاحب,  دا سمه ده . پاچا وویل: نو تا پایزیب په پښو وو او هغه شرنګیدل. او ته لر بر کیدلې او په همدې وجه دغه خوارکي دیوال ته د پام کولو په ځای ټول پام تاته اړولی و نو نتیجه دا شوه چې دیوال یې سم جوړ نه کړ او ډیر کلونه پس په یوه بدمرغه غله باندې را پریوت.غل مړ شو.د هغه په قتل کې اصلي ملامتي ستاده. تاته باید سزا درکړه شي. ښځې شیبه نیمه فکر وکړ بیایې وویل: صاحب, دا پوښتنه خو به کوېء چې زه ولې سرګردانه ګرځیدلم. ما زرګر ته یو څه زر ورکړي وو چې ګاڼه راته جوړه کړی خو دی وعده خلاف سړی و. په هغه ورځ یې څو,څو ځله راته وویل, چې یو ساعت پس راشه,نیم ساعت پس راشه زه چې ګرځیدم راګرځیدم,  وجه یې د هغه دروغي وعدې دې معمار همدغه وخت لیدلې یم صاحبه,  دا زما ګناه نه وه .ګناه په اصل کې د هغه غلط زرګر وه. پاچا فکر یووړ او ویې ویل: موږ اصلي ګناهګار. اوس وپیژاند. زرګر راپیدا کړيء هلۍ. د پاچا عسکرانوزرګر خوارکې د دوکان په کونج کې پیدا کړ او دربار ته یې وروست. زرګر چې کیسه واوریده , ویې ویل: صاحب, دا رشتیادي چې په هغه ورځ مې دغه ښځه څو ځله سرګردانه کړه,خو وجه يې دا وه چې د یوه شتمن په کور کې واده و او ګڼه یې غوښته د هغوی ډیر بیړه وه.تاسې خو پوهیږیء چې شتمن خلک څومره بې صبره وي.که د شتمن بې صبري نه وای, دا ښځه به په هیڅ وجه نه سر ګر دانه کیدله. پاچا وویل: دا شتمن څوک و چې دا ښځه مجبوره شوه چې څو ځله زرګر ته لاړه شي, راشي او د دې تلو راتلو معمار خوارکی یې د دیوال  کارته پرې نه ښود او چې دیوال کوږ شو, یو غل خوارکی یې وواژه.شتمن څه نومیده?
زرګر د شتمن نوم واخیست او شتمن بل څوک نه و, دهمدې کور اصلي مالک و چې دیوال یې په غله راپریوت.پاچا خوشحاله شو چې د عدالت دایره یې کامله شوه او په اخر کې هغه څوک ملامت وبلل شو چې په اوله کې بلل شوی و.پاچا سمد ستی په شتمن سوداګر پسې کسان واستول او په ځغلولو ځغلولو یې دربار ته حاضر کړ.شتمن فریاد وکاوه چې: هغه زه نه وم چې زرګر ته مې د زیور د جوړولو ویلي وو, هغه زما پلار و چې اوس مړدی.پاچا له وزیر سره مشوره وکړه او له اوږدو مشورو وروسته یې شتمن ته وویل: دا سمه ده چې اصلي ګناهګار ستا پلار دی خو ته دهفه میراث خور یې,  دهغه جایداد تاته درپاتې دی نو ګناهونه یې هم ستا دي.زه په هغه سر,سر کې پوه شوم چې ته باید جزا ووینې او اعدام شې. ښه شو چې دا دی بیا ثابته شوه. او عسکرو ته امر وشو چې د اعدام کړۍ جوړه کړي خو د کم عقلانو د حکومت بدمرغي دا وه چې د سوداګر سر او غاړه ډیر نري وو, له کړۍ څخه به راوتل.  کړۍ ډیره لویه وه. وزیر پاچا ته راغی او ستونزه یې ورته بیان کړه. پاچا ډیر پریشان شو. له اوږدو مشورو وروسته پاچا امر وکړ چې په ښار کې هغه سړی ومومی چې تر ټولو دغټ څټ څښتن او ‌ډیر چاغ وي چې کړۍ یې په غاړه کې برابره راشي.
مرید چې تر دې دمه د کم عقلانو د پاچهي ډوډیو ښه چاغ کړی و عسکرو ته تر بل هر چا د پریړې غاړې څښتن معلوم شو.ونیول شو. مرید ورته وویل: زه خو ستاسې په وطن کې مسافر یم ,په هیڅ شي مې غرض نشته,ماڅه ګناه کړې ده. عسکرو یې غټ څټ ته اشاره وکړه او په کیسه یې پوه کړ. ده ته د پیر خبره وریاده شوه چې ورته ویلي یې وو: دلته حماقت حکومت کوي او دا معلومه نه ده چې سبا به له تا سره څه کیږي. کله چې مرید د اعدام میدان ته بیول کیده ,له ځان سره یې وویل: یا پیره, فریاد مې واوره,مرسته راسره وکړه.پیر چې بزرګ و,د مرید د زړه فریاد یې واورید او د خپلې بزرګۍ په برکت یې د سترګو په رپ کې مرید ته ځان ورساوه. د پیر لومړی کار دا و چې مرید ته یې په قهر او ترخه ژبه په غوږ کې څه وویل او بیا یې پاچا ته مخ واړاوه, پوښتنه یې ورنه وکړه: ای تر ټولو پاچهانو هوښیار ټولواکه,دا راته ووایه چې مرید لوی وي که پیر?
پاچا ورته وویل: معلومه ده ,پیر لوی وي دا پوښتنه دې ولې رانه وکړه. پیر وویل: نو که داسې وي,اول ما اعدام کړیء.مرید مې تر ما وروسته اعدام کړیء.کله چې مرید د پیر دا خبره واوریده, په زاریو شو:نه صاحب, اول نوبت دې زماوي .زه خوهسې هم غوره شوی یم.د خدای په لحاظ اول  دې زه یم.د نوبت په سر د پیر او د مرید شور سره جګ شو.پاچا چې د دوی جنجال حیران کړی و,پیر ته وویل: ته ولې اعدام غواړې,موږ خو دی ځکه انتخاب کړی دی چې حټ یې غټ دی. پیر وویل: که وعده راکویء چې اول به زه اعدامېږم ,حقیقت درته وایم.پاچا وعده ورسره وکړه او پیر تر لاس ونیو,ګوښې ته یې کړ او په غوږ کې ورته وپوسڼېد:  صاحبه, زه او مرید مې په ټولو پاچهیو ګرځیدلي یو.ستا ښار او پاچهي تر بل هر ښار و پاچهي غوره دي.موږ تر تا نیکبخته پاچا نه دی لیدلی. دغه کړۍ چې نوې تیاره شوې ده, په اصل کې د جنت کړۍ ده . که د هر چا غاړې ته اول ولویدله, هغه به له مړینې وروسته دوباره دنیاته راځي او د دې ملک پاچا به ورنه جوړیږی.هر هغه کس به له مړینې پس دې پاچهي ته د وزیر په حیث راشي چې له اول سړي وروسته یې کړۍ غاړې ته ولویږي او اعدام شي.زه او مرید مې په دې دنیاکې د درویشۍ او ملنګۍ له ژونده ستړي شوي یو.  نور نو غواړو چې د مزو او خوندونو ژوند و کړو.ځکه خو هر یو وایو چې اول دې زما نوبت وي.صاحبه, اوس چې مې حقیقت درته ووایه, په خپله وعده به وفا کویء او اول به ما اعدامویء.پاچا په فکر کې لاهو شو .او د ده په بل چا باندې خپله پاچهي نه لوریده. د ده زړه غوښتل چې په بل ځل ژوندون کې هم پاچا واوسي او مزې چړچې وکړي.له اوږده فکره وروسته یې امر وکړ چې اعدام دې سبا ته وځنډیږي. د پاچا مقصد دا و چې له خپل وزیر سره د سلا مشورې لپاره کافي وخت پیدا کړي. پاچا له نورو پټ خپل وزیر ته وویل: زه او ته خو ډېر د خوشحالۍ ژوند لرو خو یوازینۍ خبره چې کله کله مې ځوروي دا ده چې موږ به نه یو او دلته به بل څوک مزې چړچې کوي.اوس چې جنتي کړۍ په ګوتو راغلې ده او د پیر او مرید ورباندې جنګ دی, زه او ته ولې غفلت کوو,ولې خپل اخرت نه ښه کوو?
وزیر ته د پاچا خبرې ډیرې معقولې ښکاره شوې او فیصله یې سره وکړه چې اول به پاچا,بیا به وزیر د اعدام کړۍ غاړې ته اچوي او په دې ډول به خپل بل ژوندون هم بختور ګرځوي.په هغه شپه پاچا او وزیر په پټه زندان ته ولاړل, پیر او مرید یې خوشي کړل, د هغوی جامې یې واغوستې, ځانونه يې د هغوی غوندې جوړ کړل او څرنګه چې د کم عقلانو په پاچهي کې د ورځې چارې دشپې تر سره کیدلې,نو د پاچا و فادار عسکر په تیاره کې په دې پو نه شول چې څوک اعداموي.دوی د پیر او مرید په ځای خپل پاچا او وزیر اعدام کړل او مړي یې په صحرا کې واچول چې مرغان یې و خوري.وروسته چې خلکو کار غان او ټپوسان له مړیو وشړل او نژدې ورغلل ورمعلومه شوه چې پاچا او وزیر اعدام شوي دي. خلکو ټوله شپه ویر وکاوه او مشورې یې سره وکړې چې له دې وروسته به څوک سلطنت او وزارت کوي. په دې منځ کې ځینو وویل چې پیر او مرید به پاچا او وزیر کړو چې دلته یې خپل خپلوان نشته, ټولو خلکو ته به په یوه سترګه ګوري.نورو خلکو دا وړاندیز ومانه او پیر و مرید یې په داسې حال کې وموندل چې له ښاره وتل. مرید ورسره سمدستي ومنله خو پیر وویل چې یوازې په دې شرط به پاچهی کوي چې ښاریان هغسې ژوند ته مخه کړي لکه د نورې ټولې دنیا خلک چې یې کوي.د احمقانو د پاچهي خلکو د پیر شرط ومانه پیر او مرید پاچا او وزیر شول.شپه بیرته شپه شوه, ورځ بیرته ورځ شوه او دلته ژوند هاغسې شو لکه د نورې دنیا.´