د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځان په شانوالی که زغم؟

عبدالودودبشریار 25.01.2015 13:10

ايا د ښه ژوند او نړۍکې دبشپړې سولې لپاره دا اړينه ده، چې ټول انسانان دې يوشان باورونه ولري، يوشان فکر دې وکړي او يو شان دودونو دې ولري؟ ايا له رنګارنګیو اوتوپيرونو سره يوځای انسانان نشي کولای چې په بشپړه سوله کې ښه ژوند وکړي؟
ايا مونږ حق لرو ، چاته ووايو يا پرچا فشار راوړو چې زمونږ په شان شي، زمونږ په شان فکر وکړي او زمونږ په شان باور ولري؟ که ځانته دا حق ورکوو، نو ايا مقابل لوري ته به هم دا حق ورکړو، چې مونږ د ځان په شان کيدو ته وبولي؟
که يوازې ځان ته دا حق ورکړو نو ولې؟ ايا له مونږ سره تر نورو د ژوند کولو بهترين معيارونه او ارزښتونه شته او که هسې عقدو ، جهالت او ځانغوښتنې په مخه کړي يو؟ ايا دا کار مثبته نتيجه ورکوای شي او انسان په طبیعي ډول دې ته تيار دی چې د بل افکار او باورونه په زور ومني او بيا يې په بنسټ ژوند وکړي؟
ايا هر انسان په طبيعي ډول غواړي چې نور انسانان يې په شان و اوسي او که انسان په ټولنيز ډول او خپل چاپېرچل کې ((ځان په شان والی)) زده کوي؟ ايا د ځان په شانوالي هيله خو به ناروغي نه وي؟
ايا يوه ټولنه کټ مټ د بلې په شان کيدای شي؟ څنګه ټولنيزشعور(ټولنيز روح) رامنځته کيدای شي، چې د ټولنې ټول وګړي په يو تار وتړي او ټول يوشان ارمانونه او غوښتنې ولري؟ ايا دا ځينې کړۍ د همدې ټولنيز شعور د يووالي لپاره کوښښ کوي او د همدې لپاره، ځان په شانوالی، خپل حق بولي؟ ایا له متفاوتو باورونو او افکارو سره سره، د ټولنیزشعور د رامنځته کیدو امکان نشته دی؟ انسان په کوم وخت کې حق لري، چې د ځان په شانوالي لپاره منډې ترنډې او مبارزه وکړي؟
طالبان غواړي چې خلک طالبان کړي، سوسيالستان غواړي خلک سوسياليستان کړي، ټوپکمارغواړي خلک ټوپکمار کړي ايا دوی او نورو د انسان خټه (سرشت، طبيعت...) مطالعه کړی چې په رښتيا هم نور انسانان د دوی په شان کيدل غواړي او که هسې خپل تمايلات پر نورو وګړو تپي؟
په هر حال زمونږ ټولنه کې لويه بدبختي د ((ځان په شانوالي)) لپاره افراطي هلې ځلې دي. مونږ هرکله کوښښ کړی چې نور د ځان په شان کړو، هغه هم بې له دې چې د انسان خټې او اړتياو ته وګورو. يا مقابل لوري ته، تر هغوی د ژوند بهترين ارزښتونه او خوشحالي ورکړو.
په طبيعي ډول د حاکمې طبقې ارزښتونه حاکم وي خو بهترين نشي کيدای. که حاکمه طبقه معقوله وي، پر انسانيت باور ولري ( له وحشي غرايزو) ازاده وي نو هرومرو به د لاس لاندې طبقې ارزښتونو ته درناوی کوي او هغه ارزښتونه به يې مني چې په تول پوره وي او په هماغه وخت کې ګټور وي.
د تاريخ په اوږدو کې بېلابېلو ډلود انسانانو د يو شان کيدو لپاره هلې ځلې کړې دي، چې په دې لړ کې ډېر انسانان د ژوند له حق څخه محروم شوي دي.
په ( ۵ ق.م) پېړۍکې چې کله په هندوستان کې سيدارتا ګواتاما بودا يو شمېر پيروان پيداکړل نو پيروانو يې سوله ايز کوښښ پيل کړ چې نور خلک د ځان په شان کړي او دهمدې لپاره يې تبليغ کاو چې وروسته حاکمې طبقې هم د دغه دين د خوريدا لپاره ډېر قوت مصرف کړ او وروسته د بودا پيروانو فکر کاو چې يوازې د همدوی فکري لار ده چې انسان ته هوساينه ورکولای شي.
کله چې عيسايت رامنځته شو، نو د روم امپراتورۍ په مټ يې تبليغ پيل کړ. عيسايت يې تر ډېرو لرو سيمو ورساو او ډير انسانان يې پکې(( د ځان په شانوالي)) لپاره قرباني کړل. د اسلام په رامنځته کيدو سره هم (( د ځان په شانوالي)) لړۍ ښه په قوت وغځيده. د عيسايانو او مسلمانانو تر منځ جګړې، د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ جګړې او د نورو دينونو ترمنځ جګړې همدا د ((د لوړتيا غوښتنې)) او ((ځان په شانوالي)) مسايلو له امله دي.
که له ديني ځان په شانوالي څخه ورتېر شو نو افراطي ايډيالوژي لکه د سوسياليزم ( په تېره انقلابي سوسياليزم) په اساس د ټولنې د وګړو د يو شان کيدو هلې ځلې د ظلم او جمود تر بريده ورسيدې. افغانستان کې په دې لړ کې زښت ډېر انسانان ووژل شول. انسانان ژوندي تر خاورو لاندې شول. په روسيه کې ((د ځان په شانوالي)) لپاره ډېرې ميندې بورې شوې. هان ادبيات د جمود ښکار شول، انسان يوازې کارګر وګڼل شو او شتمن انسان، له انسانيت څخه وايستل شو. که څه هم سوسياليزم له ځان سره پرمختګ هم درلود خو د ځان په شانوالي او د نه زغم تمايلاتو له امله ډېر انسانان پکې ووژل شول.
ننني يو شمېر زبرځواکونه هم غواړي چې د نړۍ وګړي ټول د خپلې ټولنې د وګړو په شان کړي تر څو يې د مهارولو لار ورته اسانه شي.
که څه هم د نړيوالې انسانولۍ فکر مهم او اړين دی چې انسان بل انسان ته نژدې کړي ترڅو نړيواله انساني همغږي او خواخوږي زياته شي خو هغه زبرځواکونه، ډلې او ټپلې چې يوازې خپل حاکم ارزښتونه بهترين او ترهر چا ډېر انساني بولي يو څه فلسفي او منطقي دقت او پخه کره کتنه غواړي.
په لوی افغانستان کې روانه جګړه هم د همرنګۍ اويوشان کيدو، که په روښان ډول وويل شي، د خپلې ايډيالوژۍ د تپلو لپاره ده. طالبان کوښښ کوي چې افغانستان کې ټول اوسيدونکي وګړي ددوی په شان تفکر او ژوند وکړي ټول خلک د دوی په شان ږيرې ولري، د دو ی په شان له ښځو سره چلند وکړي او کړو-وړو کې د دوی په شان واوسي.
خو مقابل لوری حاکم ټوپکمار ځانته نور معيارونه لري، چې په همدې معيارونه يې ډيموکراسي وشرموله، افغانستان يې دغلا په ميدا ن بدل کړ او ټوپکماري يې په دې متمدن و‌طن کې قانون وګرځاو. همدا خبره ده چې ازاد، رښتيني ډيموکرات او انسانپال وګړي له حاکمې طبقې نه ورځ تر بلې لېرې کېږي او د حاکمې طبقې په خلاف ګرځي.
هېواد کې داسې افراطي کشمکش په ځانګړي ډول ديني او نظرياتي افراطيت ټولنه له ډېر خپګان سره مخ کړېده. هيڅوک د يو لوري يا بل لوري له ډاره خپل نظريات چې د ټولنيزې ودې د تحرک سبب ګرځي، نشي څرګندوای. د ټولنې ټول وګړي د يادو کړيو د ځان په شان کوونکو افکارو تر اغېز لاندې دي، نوي افکار د عمل له دايرې وباسي او تکفيروي يې. په ټوله کې جنګياليو او حاکمې طبقې داسې حالات رامنځته کړي، که څوک ددوی په څېر وي نو ښه و تر ښه که نه نو د ژوند حق نلري.
ټولنه کې زغم اړين دی. په ازاده او ډيموکراته ټولنه کې د انسان په توګه هر څوک د نظر درلودو حق لري. د ټولنې هر و ګړی بايد بې له ډاره خپل نظر څرګند کړای شي او تر څنګ يې له همدغه نظر سره د اوسيدلو او ژوندکولو حق هم ولري.
ځيني خيالات او افکار له يو شمېر خلکو سره د عقدو، ورسره شوي ظلم او نورو تمايلاتو له امله رامنځته کېږي، چې دغسې خيالات او افکار ټولنې ته د ګټې پر ځای تاوان اړوي او ټولنه کې د غچ اخېستو په شان ويجاړونکې پديده راپنځوي.
که هر لوری او هر څوک په چم(حيله)، ظلم، قتل او نورو غيراخلاقي فشارونو څوک، ځان په شان کولو ته هڅوي نو له انسان سره زياتی کوي. هر انسان بايد په خپله خوښه، خپلو اړتياو ته په کتو او ازاد ډول خو د بل انسان خوښې، اړتياو او ازادۍ ته په بشپړ احترام ژوند وکړای شي، نه داسې ((که څوک زما په شان وي ترې قربان يم او که نه پردې ځمکه د ژوند حق نلري او نه يې منم.)) زغم يوويشتمه پېړۍ او راورستونو پېړيوکې د ژوند کولو لپاره يو لوی ارزښت دی، که څوک زغم نکوي نو نه په خپله ژوند کوي او نه نور ژوند ته پرېږدي، چې دا له ځان او جهان سره ظلم دی!