د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نقیب الرحمن لکڼوال 02.01.2015 13:40

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پام! په هوا چې درنه غوښې نه شي
زمونږه ښار کې حادثې ړیرې دي
تا چې خپل در زما په مخ تړلــی
ماته هم خلاصې دروازې ړیرې دي
شاید څپې به دې په شا شي رانه
اې سمندره زما ګیلې ړېرې دي
چې زه دې ژوند یم؟ دا به څنګه منم
په هر دیوال داسې جملې ړېرې دي
عشق کې ناکام خلک اوسیږي دلــته
ځکه دې ښار کې میخانې ړېرې دي