بشر حقوق دعربي نړۍ نه بلکې د اسلام مبارک دین ډالۍ ده
13.12.2014 14:37کله چې د اسلام مبارک دین په خپلو مبارکو وړانګو د انسانانو د ژوند تیاره کونجونه او اړخونه روښانه کړل ، نو انسانانو ته یې د ژوند د پرمخ بېولو ، اداره کولو، نیکمرغی ، خوشالی او پرمختګ لپاره په هره برخه کې هر اړخیز او څرګند احکام او ارشادات وضع کړل .
داچې انسانان د ځمکې پرمخ اشرف المخلوقات دي ، نو خدای تعالی انسانانو ته د پتمن او ابرومند ژوند د تېرولو لپاره ، دمکلفیتونو ترڅنګ یو لړ داسې حقوق او امتیازات هم ورکړل ، چې په ځانګړي قوم، ملت ، هیواد ، نژا ، ډله جنس او مذهب پورې اړه نه لري ، بلکې ټول انسانان کولای شي له هر ډول توپیر او تبعیض پرته ترې ګټه واخلي ، چې د بشرحقوقو په نوم یادیږي .
همدارنګه سوله ، امنیت ، برابري ، اخلاقي ارزښتونو او انساني کرامت ته درناوی د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ارزښت لري او په هغې ټینګار کوي .
لنډه دا چې د اسلام سپیڅلی دین د انسانانو لومړنیو حقوقو ته دومره ژوره پاملرنه کړیده ، چې په هیڅ بل دین او قانون کې یې بېلګه او ساري نشته ، په همدې اساس ویلای شو ،چې مسلمانان شاو خوا ۱۴۰۰ څوارلس سوه کاله وړاندې د بشرحقوقو سره بلد او خبر و؛ خو کفري نړۍ یوازې د تیرو ۶۶ کالو راپدېخوا د بشر حقوقو سره اشنا شول او په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې یې د بشر حقوقو د نړیوالې اعلامیې تر سرلیک لاندي زیاتره همغه حقوق په رسمیت وپیژندل، چې اسلامی شریعت د پیدایښت سره سم ا نسانانو ته ورکړي و. مګر اوس عربي نړۍ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه ځان د بشرحقوقو ملاتړکوونکي معرفي کوي او بشرحقوق دنړۍ نورو ولسونو ته خپله ډالۍ بولي ، د نړۍ بېلا بېل هیوادونه بشرحقوقو څخه د سرغړونې او نه پاملرنې په پلمه ګواښي او ستونزې ورته جوړوي ؛ خو په حقیقت او واقعیت کې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې په ډېرو مواردو کې د انسانانو همدا لومړني حقوق ترپښو لاندي کوي او په څرګند ډول د بشرحقوقو د نړیوالې اعلامیې او تړونو څخه سرغړونه کوي .وړاندې له دې چې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره څو بېلګې وړاندې کړم ،لازمه بولم چې د بشرحقوقو تعریف وړاندې کړم .
بشرحقوق د نورو ټولنیزو مفاهیمو په څېر واحد تعریف نه لري د بېلګې په توګه یو شمېر علماء وایي بشرحقوق هغه حقوق دی چې ټول انسانان لږ ترلږه دهغې درلودونکي دي ، چې ددوي په هیواد ، ملت ، ژبه ، نژاد ، قوم .... پوري اړه نه لري .
د یو شمېر نورو علماو په اند: بشر حقوق هغه آزادی ، خوندیتوبونه او ګټې دي ، چې د منل شویوقوانینو، ټړونونو او ارزښتونو پربنسټ باید ټول انسانان ، دهغې د درلودلو دعوی وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان بشر حقوق داسي تعریف کړیدي. [ بشر حقوق یو شمېر سیاسي او مدني حقوقو ته وایي لکه د ژوند حق ، فرهنګي او اقتصادي لکه په کلتور ګې ګډون ، د خوراک حق ، د زده کړې حق ، د کار حق او داسې نور. که چیرته د تعریف لومړنی برخه یانې سیاسي او مدني حق په پام ونیسو، د امریکا متحده ایالات ، چې نور هیوادونه د بشر حقوقو څخه په سرغړونه تورن وي ، پخپله د ژوند حق څخه د انسانانو د بې برخه کولو تر ټولو ستر سرغړونکی هیواد دی. یوازې په یوویشتمه پیړۍ کې یې په افغانستان او عراق کې د ماشومانو ، سپین ږیرو او ښځو په ګډون په زرګونو بې ګناه او بې دفاع کسان د ژوند د طبیعي حق ځخه بې برخې کړل. ۲: شکجنه د بشر حقوقو د ټولو تړونو او کنوانسیونو له خوا منع شویده؛ خو امریکا او متحدینو یې په عراق ، افغانستان او ګونتانامو او نورو پټو او ښکاره زندانو کې د بندیانو پر وړاندې له جسمي او روحي شکنجې څخه کار اخیستو. ۳ د محاکمې پرته په زندان او توقیف خانه کې د تورن او شکمن ساتل هم د بشر حقوقو څخه سرغړونه ده ؛ خو امریکا په ګونتانامو او یو شمېر نورو زندانو کې په کلونو کلونو بندیان پرته له محاکمې ساتلي دي ... او داسې. ۴ امریکا او متحدین یې د نژادي او مذهبي تبعیض په ناروغی هم اخته دي. په عربي هیوادونو کې یو شمېر مسلمانان دخپلو مذهبي مراسمو په ادا کولو او شرعي حجاب په اغوستلو کې د محدودیتونو سره مخامخ دي. په فرانسه کې په اسلامي حجاب بندیز لکول ، دامریکا د آیوا په ایالت کې د رایه ورکولو او نورو امتیازاتو څخه د تور پوستو بې برخې کول او څو ځلې د شاوخوا ۱۰۵ میلیارده مسلمانانو د پاک او سپیڅلي الهي کتاب[ قران شریف] سوزول او بې حرمتي کول یې ښکاره بېلګې دي. سل ګونو داسې نور بېلګې شته چې عرب او متحدین یې د بشرحقوفو ملاتړکوونکې نه ،بلکې نقض کوونکي دي