د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره! که یې نشې کولای نو ښه به دا وي چې استعفا ورکړې

نصرت الله وفا 24.11.2014 12:01

ولسمشره! که یې نشې کولای نو ښه به دا وي چې استعفا ورکړې
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په تیرو دیارلس کلونو کې افغانستان که څه هم چې د پرمختګونو په لور یو لړ ګامونه اوچت کړل ، خو اداري فساد ،د امنیت نه شتون، د ملکي کسانو وژل کیدل ، زورواکي ، اقتصادي، سیاسې ، فرهنګي او یو شمیر نورې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې شول.
د 1393 کال د حمل میاشتې په ټاکنو کې افغان ولس په دې موخه پراخ ګډون وکړ چې که خدای یې له یادو ستونزو خلاص او په یوې سوکاله فضا کې ژوند وکړي، د ټاکنو په لومړي او دوهم پړاو کې د دوو نوماندانو ترمنځ ناندرۍ یوه بله لویه ستونزه وه چې زور یې له افغان ولسه ووته .
که څه هم چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیر په منځګړتوب د دواړو نوماندانو ترمنځ جوړ جاړی وشو او د ملي وحدت حکومت رامنځته شو خو لا هم د دغو دواړو ډلو ترمنځ د ستونزو او ناندریو زور له افغان ولسه وځي او د هرې ورځې په تیریدو سره په لسګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دا دی شاوخوا دوه میاشتې تیریږي خو لا هم د ملي وحدت حکومت ندی توانیدلی خپل کابینه اعلان کړي، امنیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کی دی ، اداري فساد زور اخیستی او د هیواد هیڅ وګړی ځان مصون نه ا حساسوي.
د پښتو یو وتلی متل چې وایي(ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلیږي)، په ریښتیا هم همداسې ده ، ولسمشر غنی په ارګ کې ناست دی نو هغه د هغې مور له زړه څه خبر دی چې نازولی ځوی یې له لاسه ورکړی، هغه د هغې ناوې له زړه څه خبر دی چې خپل خاوند یې له لاسه ورکړی، د هغه ماشوم له زړه څه خبر دی چې لا هم د بابا راتګ ته سترګې په لاره دی خو بابا یې تورو خاورو وخوړه.
غنی بابا له تا خلکو ډیرې هیلې لرلې او زما په ګډون د هیواد په زرګونو ځوانانو په دواطلبانه ډول ستا په کمپاین کې ګډون وکړ، ستا لپاره یې ځانونه له ګواښ سره مخ شول، دوۍ ټولو په دې هیله منډې ترړې وهلې چې د نړۍ دوهم متفکر شخصیت د افغانستان ولسمشر وټاکي خو خبر نه وه چې مدیریت او تفکر سره توپیر لري ، ستا تفکر ته سلام خو مونږ په اوسنیو شرایطو کې ښه مدیراو رهبر ته اړتیا لرو.
لومړنۍ لویه تیروتنه دې دا وکړه، چې له خپل اصله تیر شوې ، خپل تخلص دې بدل کړ، نن دې چې له خپل اصلیته لیرې تښتي نو د دې مظلوم ولس پروا خو هیڅکله هم نه ساتې.
ستا په راتګ سره افغان ولس د خپلې روښانه راتلونکې او سوکاله افغانستان لپاره خوبونه لیدل خو داسې ونشول ، له کله نه چې ارګ ته ننوتی یې ، ورځ تر بلې د ملکي وګړو وژنې زور اخیستی، داسې ورځ به نه وي چې د افغانستان د پلازمینې په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې دې د ځانمرګو بریدونو ، وسله والو نښتو او نورو پیښو له امله لسګونه ملکي وګړي ونه مري.
آیا یوازې غندل کفایت کوي؟ پرون په پکتیکا کې په لسګونو کسان بیا د یوه ځانمرګي پیښي قربانیان شول خو ستا له لوري یې یوازې غندنه وشوه او دا دې د هیواد د دښمنانو کار وباله، پر دې خو ټول پوهیږي چې دا د هیواد د دښمنانو کار دی .
عملآ لاس په کار شه ، له اداري فساد څخه هم نا امني لویه او جدي ستونزه ده ،مه پریږده چې د بي ګناه ملکي کسانو ویني تویې شي ، هغه کسان چې په افغانستان کې جنګیږي که هغه افغان دی ، پاکستانۍ دی او یا هم د هر ځای وي باید له منځه یوړل شي.
که ته په ریښتیا هم دومره ضعیف یې او یا هم اجرایوي رییس ته د دغو ستونزو د له منځه وړلو قناعت نشي ورکولای نو ښه به دا وي چې څادر ټکوهي او په افغان ولس غږ وکړې چې زه د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې عاجز یم، هسې هم د تسبیح اړولو شوقي یې لاړ شه د یوه جومات ګوښه کې کینه او خپل ذکرونه کوه.
افغان ولس نور له دې ناخوالو تر پوزې راغلی او ستا چپتیا او په قدرت جګړې نورې نشي زغملی، مه پریږده چې افغانان ستاسې د سیاست ښکار شي.
نوره ټوپکسالاري، قدرت طلبي ، او افغان ویني تویدل نه غواړو، هیڅوک له افغانه برتري نه لري او هغه څوک چې د افغان ولس تباهي غواړي و دې ځپل شي.
مرګ د افغانستان په پلورل شویو او قدرت طلبه دښمنانانو.
د یوه سوکاله اوآرامه افغانستان په هیله
ستاسې ورور نصرت الله وفا