د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شیرزاد ولسوالی د مخالفینو په محاصره کی

م٠ر٠يادګاري 16.11.2014 13:55

د شیرزاد ولسوالی د ننګرهار ولایت یو له لیری پرتو ولسوالیو څخه دی چې د خوګیاڼو ،حصارک او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالی سره سره د پاکستان د قبایلی سیمو سره هم ګډه پوله لرې او د ستراتیژیک موقیعت څخه برخه منه ده ،دغه ولسوالی باندې په کراتو کراتو د دولت سیاسی مخالفین د پاکستانې ملیشو سره یو ځای حملې کړې دې خو د افغان آمنیتی ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شویدی او بیرته په شا تمبول شویدی ،د دغه ولسوالی نا آمنه پاتې کیدل نه یواځې ننګرهار او لوګر بلکه کابل هم نا آمنه کولای شې ،د ځایی اوسیدونکو په وینا دغه ولسوالی د څو میاشتو راهیسې د سیاسی مخالفینو تر محاصرې لاندې دی او په وینا یی چې اوس نو آمنیتې ځواکونه د اعاشې د قحط سره هم مخامخ دې ،یو متل دی چې وایی په تش ګیډه جنګ نه کیږی ،جناب سر پرست د دفاع او کورنیو چارو وزیران په دې خو مونږ ټول پوهیږو چې د خپل خپل کرسیو د ساتلو په غم کې یاست او د پراخو عملیاتو د کولو یا نه یاست او یا يي نه غواړئ چې ویی کړئ خو حد اقل دومره کولائ شئ چی دا خپل پوځیان په خیټه موړ کړئ که د خمکې لیارې بندې دې نو د هوا لاره خو خلاصه ده، امکانات لرئ ولی خپل پوځیان په زوره د مرګ خولې ته ټیل وهئ؟ ولی په زوره عام وګړي دې ته متوجه کوئ چې خپل ځامن او ورونه د ملی ځواکونو سره د یو ځای کیدو څخه را وګرځوې ستاسو دغه جفا به د تاریخ په پاڼو کې درج کیږې ،زمونږ د ملی ځواکونو تر ټولو لویه ستونزه همدا ده چې د خپلو مشرانو لخوا نه تمجید کیږی او نه هم تهدید کیږې ، د مجازات او مکافات سیستم له سره وجود نلری ، توره به لالا وهې مزې به خان کوې ، هیله کوو چې د خپلو خپلو وظایفو په اخرې شپو ورځو کې ملی آمنیتی ځواکونه یواځې پرینږدئ او یوه توره تاسې هم ووهئ او هغه آمنیتی ځواکونه چې په محاصره کې په لوږه او تنده کې د وطن سنګرونه تود ساتې په دی ساړه او یخه هوا کی یي تاسې لاسونه ونیسئ او خپل امنیتی ځواکونو ته دا ډاډ ورکړئ چی هیڅ زبر ځواک نشئ کولائ تاسې په محاصره کې ایسار کړې ،