د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان محصلین په هند کې

عبدالقدیر صدیقي میاخیل 10.11.2014 21:30

یوشمېر افغان محصلین چې د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته راغلي په دې لټه کې دي چې دلته (هندوستان) کې پاتې شي ، د هندوستان په پونه ښار کې دې موضوع ته زه په خپله متوجه شوی یم خو د ځینو ملګرو ( چې د هندوستان په نورو ښارونو کې لوړې زده کړې پرمخ بیایي ) په وینا هلته هم دې ته ورته مسئله ترسترګو کېږي.
هندوستان د یو اعشاریه دوه ویشت (۱،۲۲) بیلیونه وګړو په درلودلو سره د وګړو له پلوه د نړۍ دویم ستر هېواد دی او د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ د فقر کچه په دې هېواد کې ۱۱،۸ سلنه ښودل شوې ، مطلب دا چې د هندوستان د ټولو وګړو ۱۱،۸ سلنه وګړي د فقر تر سرې کرښې لاندی ژوند کوي.
د دومره زیاتو وګړو په درلودلو سره هندوستان بې له شکه چې د پام وړ او خورا زیات بشري ځواک لري چې د افغانستان بشري ځواک خو ورسره هېڅ د مقایسې وړ نه ده او له بله پلوه نه هم د استعدادونو پکې کمې شته چې و ویل شي په کمپنیو ، انجو ګانو ، موسساتو او … کې د له بهرنیو استعدادونو څخه کار واخېستل شي ، بلکه هندوستان داسې استعدادونه لري چې حتی د امریکا متحده ایالاتو او انګلستان په شان ستر او پرمختللیو هېوادونو کې ترې کار اخېستل کېږي.
متاسفانه باید و ویل شي چې زموږ افغانان تېرو څو لسیزو کورنیو جګړو د نړۍ د پرمختګ له کاروان څخه ډېر شاته پرېښي او د داسې غښتلي استعداد خاوندان پکې ډېر کم دي چې په نورو هېوادونو کې ورته د کار زمینه برابره شي .
نه غواړم چې له موضوع څخه لرې شم ، زما موخه یواځې د دې موضوع لامل چې ولې یوشمېر افغان محصلین په دې هڅه کې دي چې په هندوستان کې پآتې شي او دلته کار وکړي ، ده .
په هندوستان کې د تعلیم کچه ټیټه نده ، که مبالغه ونه شي نو ویلی شو چې د هندوستان له هټېوال څخه نيولې بیا تر ټکسي او ریکشا چلونکي پوری د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي ، له دې خبرې مطلب دا دی چې دنده پیدا کول ډېر ستونزمن دي ، د ډېرو لوړو زده کړو خاوندان چې حتی د دوو ماسټریو او یوې دوکتورا خاوندان دي د ډېر کم معاش په بدل کې دندی ترسره کوي.
زموږ په پوهنتون کې ( د پونې پوهنتون ) زموږ یو استاد دې چې په ژورنالیزم کې دوه ماسټري او نړیوالو روابطو کې یې دوکتورا کړې د میاشتې له ۱۳ زره تر ۱۵ زره هندي کلدارو(څه کم ۳۰۰ امریکایي ډالر) په بدل کې کار کوي .
زما په اند د دې موضوع لامل چې ولې یوشمېر افغان محصلین غواړي په هندوستان کې پاتې شي هغه به یواځې او یواځې فردي ازادي وي چې په دې هیواد کې اوسېدونکیو ته د ژوند کولو لپاره ورکړل شوې ده ، په دې مانا چې دلته څوک له چا سره کار نه لري چې څه کوي، څه خوري او څه رقم ګرځي .
زموږ یوشمېر افغانان د بندي مرغۍ په شان چې کله له بند څخه ازادې شي یو خوا او بله خوا الوزي او مستي کوي ، دوی هم ازاد محیط لیدلې او مستي کوي، بیا هم دا موضوع یوشمېر هغو کسانو پورې تړاو نیسي چې کورنۍ یې دولتمندی دي او دلته په هندوستان کې دوی ته د خرڅ لپاره له اړتیا زیاتې پېسې رالېږي .
دغه راز په تحصیلي بورسونو یوشمېر افغان ځوانان هم شته چې په دې کټګورۍ کې راځي ، څو ورځې مخکې له یوشمېر افغان ملګرو سره ناست وم په همدې موضوع مو سره خبری کولې ، زموږ په کتار کې یو ځوان چې د تحصیلي بورس له لارې راغلې ویل یې ، زه غواړم چې د څو کلونو لپاره دلته پاتې شم ، موږ ور څخه پوښتنه وکړه چې ستا کورنۍ کولی شي ستا خرڅ درکړي، څنګه کولې شې چې دلته خپل خرڅ او مصرف برابر کړې ، په خندا سره یې ځواب کې وویل چې ، زه غواړم یو دوه کاله ځان ناکامه کړم ، بې له هغه هم تر څو چې محصل نه وي فارغ شوې د هندوستان حکومت مکلف ده چې د تحصیلي بورس له مخې هغه محصل ته د وړیا زده کړې د زمینې برابرولو ترڅنګ د میاشتې ۱۰ زره هندي کلداری د جیب خرڅی هم ورکړي ، نو زما لپاره دا لس زره روپۍ کافي دي چې خپل په طبعیت برابر ژوند ورباندې وکړم .
له پورتنیو بېلګو داسې جوتېږي چې متاسفانه هندوستان ته زموږ د یوشمېر افغان محصلینو د راتګ موخه دلته زده کړې نه بلکې په ازاد محیط کې ژوند کول دي هغه محیط چې چې کېدای شي برابرېدل یې په افغانستان کې ډېر وخت واخلي او یا هم ناشونی وي .
زما په نظر هېڅوک بې استعداده نه وي په خو ځینو کسانو باندې د هغوی نفساني غوښتنې دومره زوروری وي چې هغوی دې ته اړ کوي چې یواځې د لنډې مودې په اړه فکر وکړي او په راتلونکې کې د ښه عزتمند ژوند کولو او په راتلونکې کې خپل هېواد او هېوادوالو ته د خدمت کولو د جوګه کېدو لپاره د کار او هڅې توان ترې واخلي .
داسې اشخاص چې کېدای شي د نورو ځوانانو د لوړو زده کړو چانس سوزولې وي نه یوازی خپل ژوند تباه کوي او د هېواد لپاره د خدمت جوګه نه ګرځي بلکې د خپلې کورنۍ ، ټولنې او حکومت لپاره د شاه پېټې ګرځي.
په دې برخه کې د والدینو (کورنیو ) ترڅنګ د حکومت هم ستر مسوولیت ده چې دې ستونزی ته د حل لارې موندلو په برخه کې اړین او اغېزمن ګامونه اوچت کړي .