د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حج مختصر احکام او مسائل

حمدالله 24.08.2014 13:04

د حج مختصر احکام او مسائل
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين
وروڼو او خويندو ! حج زمونږ د سپېڅلې دين داسې رکن دی چې پر توانا مسلمان باندې په ټول ژوند کې يو ځل فرض دی او د کال په اوږدو کې يو وار په ځانګړې مهال ، ځانکړي ځای او ځانګړو او ټاکلو افعالو سره تر سره کيږي . نو څنګه چې دا فريضه د نورو عبادتونو غوندې زياته نه تر سره کيږي له دې امله حج کوونکي د هغه د ادا کولو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي .نو اړينه ده چې حج ته تلونکي د حج احکام او مناسک د يو معتبر کتاب په مرسته په سمه توګه ادا کړي .
دغه (د حج او عمري مختصر احکام) کتاب د حج او عمرې په ټولو ضروري او اړينو احکامو او مسائلو مشتمل دی او ددې کتاب په ليکلو کې د نړی د معتبرو منابعو څخه استفاده شوې ده .
ددې کتاب په ليکلو کې ډير کوښښ دا شوی دی چې احکام يې داسې مختصر ، ساده ، عملي شکله او عام فهمه وي چې هر څوک په آسانۍ سره ورځنې اخذ وکړای شي .
الله سبحانه و تعالی دې زما دغه کوچنی عمل د ضيوف الرحمن ( الله تعالی مبارکو مېلمنو) حجاج کرامو لپاره يو خدمت وګرځوي او الله تعالی يې پخپل دربار کې قبول کړي.
نومړی کتاب د PDF په بڼه له لاندې لينک څخه ډونلوډ کړئ .
http://www.tolafghan.com/documents/16/DaHajAoOmreAhkam_original.pdf
آن لاين اسلامي لارښود