د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځينو ملګرو په ملګرتيا کې ناکام شوم

بدالبصير سباوون 11.08.2014 11:47

ملګرى څه ته وايي؟
په مانا يې پوهېږئ؟ حتماً انډيوال، دوست، خپل، ورور او كه لږ په كې افراط وكړم، نو هغه څوك چې له خپل وجود نه يې بېل نه ګڼى.
كه تاسي له ماسره د ملګرتيا دا ماناګانې منئ، نو زه بيا په همدې بنسټ د ملګرتيا په هکله يو څه ليكم، هو دلته درته يوه خبره كوم، كه د (( ملګرتيا)) لفظ ته دا ماناګانې مناسبې نه ګڼئ، نو بيا زه درنه بښنه غواړم او تاسي اړ نه يې چې زما دې ليك ته ځواب وركړئ.
دلته زه له خپلې موضوع نه لږ لرې ځم، هغه دا چې كله د نړۍ پر مخ لومړى انسان الله جل جلاله پيدا كړ، هغه يوازې و، پوهېږې به چې دغه لومړنى حضرت انسان په جنت كې اوسېده، خو د هغه بيا هم هلته زړه تنګ وو او له خپل څښتن نه يې وغوښتل چې ورته يو ملګرى پيدا كړي، هماغه و، چې الله تعالى جل جلاله ورته بي بي حوا رضى الله تعالى عنها پيدا كړه، دا د هغه ملګرې وه.
له دې دا معلومېږي، چې بې له ملګري او انډيواله په جنت كې هم ژوند امكان نه درلود او بيا خو په دې خاورينه، له غمونو او دردونو ډكه نړۍ كې هېڅ امكان نه لري. ملګرتيا د همدې لپاره وي،: لكه حضرت عمر (رض) چې وايي داسې دوستان پيداكړئ ، چې په سخته ورځ مو پرې ملا وتړل شي او په ښه ورځ مو پرې مجلس ښايسته شي
هيله ده، چې اوس به د ملګرتيا او انډيوالۍ په اصلي مفهوم پوى شوى وسئ!
زه درته د (( ملګرتيا)) نورې ماناګانې پر ځاى پرېږدم، خو لومړۍ مانا يې درته رااخلم، (( انډيوالي )) پوهېږئ؟ د انډيوالۍ اصلي ريښه كومه ده، (( انډى )) او (( وال )) انډى موږ په پښتو كې د .... يو اړخ بار ته وايوو، نو د (( انډيوال )) مانا دا كېږي (( هغه څوك چې تا سره ستا برابر وزن وړي )) او يا دا چې ته هغې ته په کوم ډول نظر کوي، بايد مقابل لورى هم بايد تاته په ورته نظر وګوري، زه دا نه وايم، چې هر ملګرى دى يو دبل سره برابر وزن يوسي ، ښايي ځينو ځايونو كې يو ملګرى د بل ملګري پر وړاندى درندو وزنونو ته هم اوږه وركړي، بس دا د ملګري د وس او طاقت خبره ده، ياني هر ملګري بايد د ملګري پر واړاندى د خپل وس او طاقت پر اندازه اخلاص وکړي او ملګرى هم بايد د ملګري څخه ددى له وس او طاقت څخه پورته غوښتنې ونه کړي، خو هغه درد چې زه يې دې ليك ليكلو ته اړايستى يم، دا يې راته ثابته کړه، چې يو شمير ملګري په کلونو کلونو سره يو ځاى د ملګرتيا په نوم ژوند تيره وي، يو بل ته د ډېر نيږدې ملګري خطاب کوي، خو حقيقت داسى نه ده، دوى هره لحاظه د خپل ملګري د شخصيت د توهين لپاره په کمين کې ناست وي، مخامخ په يو شکل او پسي شاه په بل شکل اوففففففففففففففففف، څومره لوى توپير، دا ډول انسانان مي نه خوښيږي ، نوره کلکه اراده لرم ، چې دا ډول ملګرو څخه لاره بيله کړم. ځکه چې د ملګرو پسې د هغې په غيب کې سپکې سپورې نه شم زعملې آو نه مې په دى بل ملګري دآ لورينه کېږي چې په يو نآسم عمل يې د ملګري پر وړآندې وکړي، نو ځکه زه د يو شمير ملګرو په ملګرتيآ کې نآکآم شوم، خو زه نور ورسره نور په دغې لار نه شم تللى. زه نه پو هېږم، چې دا نيمګړتيا د دوى وګڼم او كه خپله؟ خو دومره پوهېږم چې د ځينو په ملګرتيا كې هم زه ناكام شوم، چې ما ددې تمه نه درلوده. لكه څنګه چې د پوهنتون يو محصل ته د ښوونځي د دويم او درېيم ټولګي لوست اسان وي، همدغسې ماته دوى هم اسان او بې تكليفه وئ؛ خو اوس يې لوست او زده كړه دومره سخته او مشكله ده، لكه څوك چې د ښوونځي د درېيم يا څلورم ټولګي زده كوونكي باندې د پوهنتون درسونه زده كوي
زه اګر كه خپلې دې ناكامۍ ته دومره خفه هم نه يم، خو بيا هم ناكامي ناكامي وي ما چې درته وويل زه دې ناكامۍ ته خفه نه يم، دا ځكه زه په ناكاميو روږدى يم، خو روږديتوب نه څوك څنګه ښه تمه ولري، د بېلګې په ډول:
يو څوک په سګريټو روږدى شوى، خو هغه هېڅکله له خپل دې روږديتوب نه ښه تمه نشي لرلاى، كه څه هم اوس به سګريټ يا چرس څكول هغه ته عادي خبره وي؛ خو هغه له دې لارې خپل هلاكت ته شېبه په شېبه نږدې كېږي، همدغسې زه هم ستا د ناكامۍ په سبب خپل هلاكت ته لږ نزدې شوم.
زه اوس فكر كوم چې د يوشمير ملګرو ملګرتيا ته دغه ډول فكر كول زما ستره سهوه وه.
ما چې كوم ارمان د ځينو ملګرو ملګرتيا ته درلود هغه تر سره نشو، دلته درته بايد دا خبره وكړم چې د ((ارمان)) لفظ ما درته مطلبي ښكاره نه كړي، ځكه زه په دې عقيده نه يم، زما له ((ارمان)) نه موخه دا ده، چې ما دغه شان تمه له ځينو ملګرو نه درلوده، لكه دا نن چې دي.
زه نه پوهېږم، دا سمه ده چې د انسان فطرت د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي، ښايي دغه بدلون ځينو فطري بدلون وي او دوي په كې هېڅ دخيل نه وي، خو دا شى زه ډېر ښه احساسوم چې څومره ځيني ملګري بدل شوى دي.
ما له دې ليك نه بله موخه نه درلوده، يوازې ما غوښتل چې دا ليك ځيني ملګري ولولې او كه له دې وروسته يې ((تصوير)) لكه د پخوا په شان روښانه او ځلېدونكى نه و، نو چې حيران يې نه كړي.
په پاى کې دا بېت درته ډالۍ کوم:
زه څومره ساده وم ما به هروخت دى يادوه
اوس به بزرګ د زمانې وم که ما خداى يادوه
باور دې وشه اشنا دومره وم خپه درپسې
چې ته به نه وې ما به ستا د ناستې ځاى يادوه
د ملګرتيا په ټوله پالل شوې مېنه