د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږه دوه په دوه ملګري رنګینه شعري ټولګه

شیرزی 14.04.2014 23:02

موږه دوه په دوه ملګري رنګینه شعري ټولګه تازه د چاپ پر ګاڼه سمبال شوه

په پښتو ادب کې موږه دوه په دوه ملګري شعري ټولګه د ځوان شاعر او ژورنالېست محمدالله شېرزي ده چې د شعر په ډګر کې یې یوه بله زیاتونه وکړه.

پر کتاب د افغانستان د علومو اکاډمی علمي غړي او د ولس غږ روزنیز مرکز ریس څېړنوال استاد بسم الله حقمل، شاعر کمال شهزاده او نقیب رسول کلیوال لیکنې راغلي چې د شېرزي شاعري یې ستایلي او دا یې د پښتو ژبې او ادب د پیاوړتیا په لاره کې یو دروند ګام بللی او د دوی پر خبرو د ښاغلي شېرزي شعرونه د پښتو شعر تږو تنده ماتولی شي. همدارنګه یې د شاعر پښتني احساس ستایلی دی او په پښتو ادب کې یې ورته د نورو بریاوو هیله کړې ده.

کتاب چې ډیره برخه یې جادوګرو غزلو نیولي ځای ځای يې په زړه پورې څلوریځې هم راوړي چې کتاب ته یې لا خوند او ژوند ورکړی.  

د شاعر د شعر یوه بېلګه:

شاګردان په سپینو سپینو کرښې لیکي

عاشـــقان  د زړه  په  وینـو کرښې لیکي

 

مـــونږ ددواړو نـظـــرو تـه احتــــرام کــړو

شــاعــــران پــه نازنـینــــو کرښــې لیکي

 

دا ټــولــنــه له څـو رنګــــه خلکـو جــوړه

ځینـې ځینـې په اغـــزینــو کرښې لیکي

 

چـــې د خیــــال لـه دایــرې وتلی نشـــــي

هــغــه بیا   په مـــرغلینــو کرښې لیکي

 

پښتــونخوا د شخصیتو ډکه زانګو ده

لیــکـــولان په ځینـو ځینو کرښې لیکي

 

دا شـــېرزی که څه د عمرنه کمکی دی

خــــو قـــلـــــم پــه ذره بینو کرښې لیکي

محمدالله شېرزی چې اوس تازه د خوست د شېخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی څخه فارغ شوی او اوس مهال په خوست کې د ولس غږ راډیو سره د خبریالی مقدسه دنده سر ته رسوي او د خپلو زیاتو مصروفیتونو سره سره د پښتو ژبې شعرونو په لیکلو یې زیات کار کړی چې نتیجه یې د شعر په برخه موږه دوه په دوه ملګري کتاب چاپ شو.

محمدالله شېرزی په پام کې لري چې خپلو ادبي او ژورنالیستیکو هڅو ته دوام ورکړي او د ښکلې پښتو ژبې لپاره نوره زیاتې ګټورې پنځونې وکړي.

ښاغلی شېرزی وایې

زه ددې شعري ټولګې مبارکې د ادب ټولو مینه والو ته وایم،دامې لومړنی ادبي اثر و، او په پام کې لرم چې په نږدې راتلونکې کې د ژورنالیزم په برخه کې یو کتاب چې همدا اوس ترکار لاندې چاپ او خپورکړم، او د نثر په برخه کې هم ډیرڅه په پام کې لرم.  

  د کتاب د پښتی ډیزاین شمس الله ساحل کړی، د روان ادبي غورځنګ ټولنې لخوا په زرو ټوکونو کې په ژوندون مطبعه کې چاپ شویدی.

درانه مینه وال کولی شي نوموړی کتاب په خوست ښار کې د ټولو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کړي.