د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګازره په درملنه او طبابت کې(Carrot in Medicine) :

سیدمنتظرشاه 11.04.2014 21:20

ګازرې د نورو خوړو په پرتله ډیرې خونده ورې دي. په ټوله کې د بدن د بشپړې روغتیا له پاره ګټورې دي، په ځانګړې توګه د پوستکي د ځلا، سترګو د لید د پیاوړتیا، هاضمی سیستم او غاښونو د روغتیا له پاره مفیدې ګڼل کیږي. د لاندینیو دلیلونو له مخې کولای شوچې ګازرې د ښه خوړو په توګه وکاروو:

۱- کیروټین (Carotene)
ګازرې داسې جوړښتونه (مرکبات) او عناصرلري چې په ‌‌ډیروبرخوکې مو له روغتیا سره مرسته کوي لکه ویټامینونه منرالونه او نور چې د هغو له ډلې څخه درې یې چې بیټا کیروټین (Beta-carotene) ، الفا کیروټین (Alpha-carotene) او فایټوکیروټین (Phyto-carotene) نومیږی ډیر غوره دي.

الف- بیټا کیروټین (Beta-carotene):
ګازرې د بیټا کیروټین په درلودلو سره د زهرو ضد مادې (antioxidant) په زړه پورې سرچینه بلل کیږي. نوموړې توکی په بدن کې په ویټامین ای بدلیږي چې د بدن د معافیت په پیاوړتیا، د پوستکي، سږو او کلمو د فعالیتونو په تنظیم او د حجرو په سالمه وده کې ارزښتناک رول لوبوی. په خوړو کې مناسب استعمالی یې د زړه د ناروغیو سره د مبارزې وس لري، مطالعاتو ښودلې ده چې د بیټا کیروټین لوړ مقدار ۴۵٪ د زړه د ناروغیو زیان کموي، د امریکي په متحده ایالاتو کې څرګنده شوې ده چې د څیړنې لاندې هغو ګډون کوونکو چې د ورځې یې یوه پیاله د ګازرې جوس څښلی و د وینې د کلسترولو کچه يې تقریبا ۱۱٪ را ټیټه شوې وه. چې بیلګه د ګازرې په محلول کې په لوړه کچه حل شوي فیبر وو، نوموړی فایبر ډیريې د پکټین (Pectin) په بڼه وو. د ګازرې د موادو د ازمیښت په نتیجه کې په نښه شوي دي چې کیروټین یو له هغو ۵۰۰ مشابه مرکباتو څخه دی چې کیروتینویئډ نومیږي، په ډیرو میوو او سبوکې شته دی، د ګازرې بیټا کیروټین دغوړو منحل کوونکي دی نو له همدې کبله یې د نوموړو څیړنو لاندې ګډون کوونکو کې د کلسټرولو کچه را ټیټه کړې وه.
لکه څنګه چې بدن بیټا کیروټین د ای (A)په ويټامین بدلوی، همداسې ویټامین ای د بدن معافیتي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي، د پوستکی، سږو او کولمو فعالیت په منظمه توګه ساتي او روغو حجرو ته وده ورکوي. د لومړي ځل له پاره بیټا کیروټین په تور رنګه شنو، سرو، ژیړو او نارنجي رنګه نباتاتو کې وموندل شو او کار پوهانو روښانه کړه چې بیټاکیروټین په بدن کېد ای په ويټامین بدلیږي.

د ای ویټامین (Vitamin A):
د ای ويټامین یوکمرنګه ژیړ الکول دي چې له کیروټین څخه لاس ته راځي. د پوستکي په جوړښت، ساتنه، مخاطي غیشا، هډوکو، غاښونو، لید او د نسلونو په زیادښت کې ډیر اغیزمند دی. پردې سربیره د بیټا کیروټین په بڼه د ای ویټامین د رژیم منظم اخیستل د یو زهری ضد توکي په توګه ښايي د سرطان د ناروغیو زیان را کم کړي. یوازې ډیرزیات بیټا کیروټین په ویټامین ای بدلیږي، کوم چې پاتې کیږي د بدن د معافیتی سیستم د لوړوالی سبب ګرځي او د یو پیاوړی زهری ضد توکي په توګه عمل کوي.

ب- الفا کیروټین (Alpha carotene) :
په ګازرو کې بیټا کیروټینایئډ یوازینی کیروټینویئډ (Carotenoid) نه دی، نور کیروټین هم شته لکه د الفا کیروټین، ددې کیروټین په اړه د جاپان د کیوټو پرفیکچورال طبی پوهنتون د حیاتي کیمیا د ټیم مشر ښاغلي میچیاکي موراکوشي (Michiaki Murakoshi) د ۱۹۸۹ کال د نومبرپه ۱۳نیټه د ان سی ایې سرطان اوونیزې (NCI Cancer Weekly) په ګڼه کې لیکي چې په بدن کې د تومورونو د ودې او مخنیوی سره د مجادلې په بهیر کې د الفا کیروټين ښايي نسبت بیټا کیروټین ته ډیر پیاوړی وي. همدا راز نوموړی زیاتوي چې د نیورو بلاسټوما (Neuroblastoma) (مغزی سرطان) حجرې د کیروټینویئډونو په واسطه پوښل شوې وې، نوموړی مرکب د ازموینې له پاره په ان- میک (N-myc) اکټیویټی (N-myc activity) ازموینه کې د روغو حجرو سره د پرتلې له پاره واچول شوی، وموندل شوه چې الفا کیروټین د ان-میک په اکټیویټي ازموینه کې نسبت بیټا کیروټین ته د سرطاني حجرو په مخنیوی کې لس ځلې پیاوړی دی. وراکوشي دې پایلې ته ورسید چې د کیروټینویئدونو ټول ډولونه باید د روغتیایي مخې له پاره مطالعه شی. ان-میک هغه جین دی چې د حجری د ودې پروټین تحریکوی چې په پایله کې یې د حجرې سرطان منځ ته راځي.

ج- فایتوکیمیکلونه (Phytochemicals):
دا توکی په سبو، میوو او مغزبابو کې موندل کیږي. ښایي چې د سرطان، دزړه د سکتې او د زوړالی زیان را کم کړي، د میټابولیزم هارمونی توازون وساتي او د ویروس او بکتریا ضدځانګړتیاوی لري. فایتوکیمیکلونه هغه طبیعي ژوندي فعال مرکبات دي چې په نباتي خوړو کې موندل کیږي، د مغزيی او فایبرلروونکی غذایی رژیم په توګه چې بدن له ناروغیو څخه ژغوری فعالیت کوي. څیړنې وړاندیز کوي چې فایتوکیمکل د مغزبابو سره چې په میوو، سبو او مغزبابو کې موندل کیږي شریک کارکوي، ښايي زوړوالی کې کمښت راولي او د ناروغیو(سرطان، د زړه سکتی، لوړفشار، هډوکي او د بولي سیستم) د مصابیت زیان کم کړي. فایتو (Phyto) یونانی کلمه ده چې مانا یې نبات او نباتي کیمیاوی توکي دي چې د نباتي رنګه موادو پورې اړه لري. همدارنګه میوی او سابه روښانه، ژیړ، نارنجي، سور، زرغون، ابي او بادنجاني رنګونه لري. په ټوله کې نباتات ډیر کیمیاوي توکي او ډیرخواړه لري. پورتني درې توکي چې په ګازرو کې شته دی ، زموږ په بدن ته لاندینی ارزښتناکی دندې سرته رسوي:

• د بدن معافیت لوړوی (په ځانګړې ډول په مشرانو او زړو خلکوکې).
• د لمر سره د حساسیت کچه را ټیټه وي (بیټا کیروټین).
• د HIV علایم اصلاح کوي.
• د الکولو نشه یې نښې نښانې اصلاح کوی.
• د ټپونو په کښت او روغتیاکې مرسته کوي.
• د زړه د ناروغیو زیانونه کموي.
• د وینې د لوړ فشار زیانونه کموي.
• ځیګرپاکه وي.
• د تنفسي ناروغیو په کمښت کې ښه رول لري.
• د مصابیت سره ښه مبارزه کوي. (ویټامین ای حجروی غیشا روغه ساتي، د ناروغیو په مقابل کې یې پیاوړې کوي).
• د انیمیا سره مبارزه کوي.
• پلې (عضلات) اصلاح کوي، غوښه او پوستکی روغ ساتي.
• په مخ او پوستکي ځواني دانې کموي.
• ګازرې په لږه اندازه کالوري لري ۸۰ ګرامه پخې ګازرې یوازې ۲۴ کالوري انرژي لري.
• د سترګو روغتیا پیاوړي کوي.
• د الکولو د نښو د استرداد سبب ګرځي.
• لکه څنګه چې د روغ زړه له پاره د روغتیا متخصصین د لږو غوړو او لږو مشبوع مرکباتو سپارښتنه کوي، ګازرې په طبیعي ډول لږ غوړ او لږ مشبوع مرکبات لري، نو هغه خواړه چې له ګازرو څخه تیاریږي غوړيې لږ دي یانې ۸۰ ګرامه پخې ګازرې صفر اعشاریه درې ګرامه غوړ او صفر اعشاریه یو ګرام مشبوع مرکبات لري.
• ګازرې په طبیعي ډول لږه مالګه لري، په خوړو سره یې د وینې فشار نه لوړیږي، که چیرې ۸۰ ګرامه ګازرې پخې شي نو صفراعشاریه یو ګرام مالګه لري چې د ګازرو په خوړو کې د مالګې کارولو ته اړتیا نشته.
• ګازره په لوړه کچه رشتې یا فایبرلري، چې د هاضمی سیستم د روغتیا له پاره په زړه پورې خواړه بلل شوي دي، څیړنو روښانه کړې ده چې ۸۰ ګرامه پخې ګازرې ۲ ګرامه فایبرلري. په وینه کې د قندو موازنه ساتي او د وزن په مناسبه ساتنه کې مرسته کوي.
• ګازرې د ویټامین ای په لاسته راوړلو کې له موږ سره مرسته کوی، ویټامین ای د هډوکو او غاښونو په سالمه وده کې پوره ونډه اخلي، ګازره د هغو غذایی توکو بنډل دی چې بیټا کیروټين نومیږي او په بدن کې په ویټامین ای بدلیږي. یانې ګازره د بیټا کیروټین اساسي سرچینه ده.
• ګازرې د سترګو لید زیاتوي او د شپې له نه لیدلو څخه سړی ژغوري. ویټامین ای چې په بدن کې له کیروټین څخه لاس ته راځي د سالمو لیدلو له پاره یو ارزښتناک ویټامین دی.
• ګازرې د روغتیا له پاره یو ښه توکی دی چې پوستکی ته ځواني وربخښي، لکه څنګه چې بیټا کیروټین یو ښه د زهرو ضد توکی (antioxidant) دی چې د پوستکی د ساتنې له پاره یوښه زیری ګڼل کیږي. بیټا کیروټین هم د پوستکي د ځوان پاتې کیدو او ارتجاعي ځانګړتیاو سبب ګرځي.
۲. هضم (Digestion) :
ګازرې په خوله کې لیاړې (لعاب) زیاتوي چې په پایله کې یې اساسی منرالونه برابریږي، ویټامینونه او انزایمونه په هضم کې مرسته کوي. د ګازرو خوړل د معدې د ټپ مخنیوی کوی او نورې هضمی بې نظمۍ کموي.
۳. قلوی عناصر (Alkline elements) :
د القلی عناصرو یوه شتمنه سرچینه ده، د بدن د وینې تیزابی او القلي تناسب توازون ساتي، وینه پاکوي او بیایې را ژوندۍ کوي.
۴. پوتاشیم (Potassium) :
ګازره د پوتاشیم شتمنه سرچینه ده، په بدن کې د سوډیم د کچې متوازنی ساتنې سره مرسته کوي. همداسې د لوړ فشار په ټیټولو کې دنده لري.

۵. دغاښونو او بیریو روغتیا( Healthy Teeth and Gums):
ګازره غاښونه او خوله پاکوي، کله چې ګازرې خورو او ژوو يې‎ د میده کیدو په وخت کې د غاښونو له منځ څخه لکه دغاښونو بورس وراسته مواد را باسي‎، په ګازرو کې منرالونه د غاښونو د زیانمن کیدو مخنیوی کوي، په خوله کې خطرناک مکروبونه وژني او غاښونه له خرابیدو څخه ژغوري.
۶. ټپونه (Wounds) :
د اومو ګازرو خوړل د بدن د ټپونو په جوړیدو کې مرسته کوي.
۷. کیروټینویئډونه (Carotenoids):
ګازرې له کیروټینویئډونو څخه غني دي، په بدن د وینې قند تنظیموي.

۸. فایبر (Fiber) :
ګازرې په لوړه کچه منحل شوي فایبر لري، کولایشي چې هغه کلسترول ښکته راوړي چې د ایل ډي ايل (LDL) (چې بدن ورته اړتیا نلري) په بڼه اوډل شوي وي او پرځای ایچ ډي ایل (HDL) په بڼه کلسټرول لوړکړي (چې بدن ورته اړتیا لري). همدا راز په وینه کې دغوټو جوړیدو کمښت منځ ته راوړي چې په پایله کې یې د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کیږي. څیړنو روښانه کړې ده چې د ګازرو کیروټینویئډونه (Carotenoids) د زړه د ناروغیو په کمښت کې مرسته کوي. ګازره یوازې بیټا کیروټين نه بلکه الفا کیروټین او لوټین (Lutein) هم په خپل جوړښت کې لري. د ګازرو منظم خوراک د کلسترولو په ټیټوالي کې مرسته کوي.

۹. سترګې، پوستکی، ویښتان، نوکان او نور (Eyes, skin, hair, nails and more):
د لویدیځ په فرهنګ کې روښانه ده چې ګازرې د سترګو له پاره ښه دي (Good for the eyes). ګازرې د شتمن بیټا کیروټین له امله چې په ځیګر کې په ویټامین ای بدلیږي لروونکې دي. ویټامین ای ریټینا (Retina) ته لیږدول کیږي هغه خواړه چې په ګازروکې شتون لري د سترګو د لید، پوستکي، ويښتو، نوکانو او نورو په روغتیا او اصلاح کې غوره رول لوبوي. د بدن د زهریاتو په له منځه وړلوکې مرسته کوي او د نویو حجرو د جوړښت سبب ګرځي. همدا راز په ګازرو کې ویټامین ای او د زهرو ضد توکو شتون، پوستکی د لمر د وړانګو له زیان څخه ژغوري. د ویټامین ای کمښت د پوستکي، ويښتانواو نوکانو د وچوالي سبب ګرځي، ویټامین ای د ځوانې پر مهال د بدن له دننه څخه د پوستکي د بیوخته غونجیدو، وچ پوستکي، د رنګ، د داغونو او د پوستکی د نا اواریو مخنیوی کوي. د ګازرې محلول د یوې ارزانه او مناسبې مایع په توګه په پوستکي موږل کیږي. فقط یوه اندازه د ګازرې محلول د لږو شاتو سره ګډ کړئ او پر پوستکی یې وموښئ د پوستکي د ځلا او ښکلا سبب ګرځي.

۱۰. د سرطان مخنیوی(Cancer Prevention):
مطالعاتو ښودلې ده چې ګازرې د سږو، سینې (ټټر)او دغټو کلمو د سرطان د زیان په کمښت کې مرسته کوي. څیړوونکو تردې دمه موندلې ده چې د ګازرې په ترکیب کې فلکارینول (Falcarinol) او فلکارینډیول(Falcarindiol) شته دی چې د سرطان ضد خواص لري. فلکارینول (Falcarinol) په طبیعی ډول یو افت وژوونکی دی چې د ګازرې په واسطه تولیدیږي او د ګازرې ریښه له فنګسي نازوغیو څخه ژغوري. په موږکانو کې مطالعو څرګنده کړې ده چې ګازره یوه معمولي سرچینه ده چې هغه موږکانو چې ګازرې خوړی ۱/۳ یې د سرطان زیان کم شوی و.
ساینسپوهانو په زغرده سره څرګنده کړې ده چې میوې او سابه دهضمی سیستم او کلمو د سرطانونو او سګرټو څخه د را منځته کیدونکو سرطانونو د مخنیوي عناصر لري. په دې وروستیو وختونو کې پوهانو د څیړنو په پایله کې ثابته کړې ده چې د سږو، کلمو، معدې خولې، ستونی او حنجرې، مرۍ او مثانې د سرطانونو څخه ساتنه کوي.

څیړوونکو د رومیانو او د هغې په چکني کې وروستیو مطالعاتو په درشل کې موندلی ده چې lycopene-a carotenoid (لایکوپینی- ای کیروټینویئډ) پروسټاټ له سرطان څخه ساتي. لا تر اوسه سپينه نه ده چې میوې او سابه څنګه د سرطان د زیان د کمښت سبب ګرځي، ښايي په دوي کې ځینې کیمیاوی توکي لکه فایتو کیمیکل Phytochemicals) ( کیروټینویئډ Carotenoids) ( ویتامین سي (C)، ايي(E) ، سیلینیم(Selenium) ، اینډولونه (Indoles)، فلاوونویئډونه (Flavonoids)، فینولونه (Phenols) او لیمونین (Limonene) وي چې د نوموړې ناروغۍ مخنیوی کوي. د کاناډا د ټورنټو پوهنتون د فایبر پروفیسور ډاویډ جینکینس (David Jenkins) وایي ځینې اسناد شته دی چې هغه غلې دانې چې ډیرفایبر لري لکه دغنمو سبوس کولای شي چې د سرطان زیان کم کړي. فایبر د کلمو د سرطان په مخنیوي کې ګټور اغیز لري. همدا راز د هاوارډ د طبی ښوونځي متخصص ښاغلی ایډوارډ جیووانیوسی(Edward Giovannucci) وایي هغه انسانان چې په اوونۍ کې له پنځه ځلو څخه ډیر په خپلو خوړو کې له سرې غوښې څخه د اساسي خوړو په توګه ګټه اخلي نظر و هغو خلکوته چې په میاشت کې یوځل سره غوښه خوری څلور ځلې زیات د کلمو د سرطان له خطر سره مخامخ کیږي. همدا شان هغه په ۵۰۰۰۰ نارینه وو کې یې مطالعه کړې چې، هغو خلکو چې له سرې غوښې څخه په خوړو کې ډیره ګټه اخیسته د پروسټاټ د سرطان له خطر سره مخامخ کیږي. د مینیسوټا له پوهنتون څخه پروفیسور لاورینس کوشي (Lawrence Kushi) ټینګار کوي چې یوه مطالعه روښانه کوي چې سره غوښه د کلمو د سرطان د زیان د لوړولو سره بشپړه مرسته کوي، ددې امکان هم شته چې د پروسټاټ سرطان هم وهڅوي.

۱۱. د ژر زړښت مخنیوی (Anti-Aging) :
د بیټا کیروټینولوړه کچه د زهرو ضد توکي په توګه عمل کوي، څو د حجراتو مړینه د یو منظم میټابولیزم لاندې صورت ونیسي. نوموړی کیروټین د حجرو د چټکې مړینې مخنیوی کوی او حجرات په ترتیب سره زړیږي یانی د بی ترتیبه او ژر زړښت مخه نیسی.

۱۲.ګازرې د قوی ضد عفونی توکو لروونکی دي (A Powerful Antiseptic) :
ګازره د وښو پیژندونکو له خوا له مصابیت څخه د مخنیوی موادو لروونکی په توګه پیژندل شوی ده. ټوټه او وړیږي په خامه توګه خوړل کیږي او همدا راز ایشول کیږي چې پخه شوه نو خوړل کیدایشي.

د بدن کورنی سیستم پاکوي (Cleanse the Body):
ویټامین ای له بدن څخه د زهرو په ویستلوکې له ځیګر سره مرسته کوي. همدا شان په ځیګرکې د صفراوی او غوړو موادو د کمښت سبب ګرځي. د ګازرو فایبر لروونکی مواد، کلمی له فضله توکو څخه په چټکۍ سره پاکوي، د زړه عروق خلاصوی، اشتها راوړونکی، خوب راوړونکې، د ټپونو التیاموونکې، د سترګو د لید پیاوړې کوونکې، د تریخې د ډبرې مخه نیوونکې او د مغزي سکنې له منځه وړونکې ده.
په خوړلو کې باید زیاتی ونه شي ځکه د نفخ او باد سبب ګرځي، بد هضمي منځته راوړي او د پښتورګو د تيږې سبب ګرځي.هغوی چې د معدې تکلیف لری باید له خامو ګازرو څخه ځان وژغوري ځکه چې نفخ او باد منځ ته راوړي (۵۰).
نوټ: د ناروغیو د منځ ته راتګ په صورت کې باید اړوند ډاکټر سره مشوره وشي.