د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خطرناکو مرضونو علاج

مولوي عبدالودود 07.04.2014 21:08

بسم الله الرحمن الرحیم
یشرکون وهم لایعلمون ○ شرک کوي او نه پوهیږي.
هغه شرکي ، بدعي او حرام څیزونه چې بعضې خلکو کې عام دي.
۱: الله ج فرمايي : او ډېر د دوی نه ایمان په الله ج نه راوړي مګر هغوی شرک کوونکي دي .(سورة یوسف ۱۰۶) ۲: الله ج فرمايي: هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او نه دې ګډوډ کړي د خپل ایمان سره ظلم (شرک) ددغه کسانو لپاره امن دی او دوی هدایت موندونکي دي (انعام ۸۲) نبي ص د ظلم معنی په شرک سره کړې ده. ۳: بعضې اصحابو نبي ص ته وویل: زمونږ لپاره هم د شیانو ځوړندولو لپاره ونه وګرځوه لکه څرنګه چې د مشرکانو لپاره د ځوړندولو ونه ده. نبي ص وفرمایل: الله اکبر (الله ډېر لوی دی)، یقیناً دا مخکنی طریقې دي، قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی چې تاسو هغه خبره وکړه کومه خبره چې بني اسرائیلو موسْی ع ته کړې وه چې زمونږ لپاره هم داسې إلْه جوړ کړه لکه څرنګه چې دې مشرکانو لپاره الهه دی. خامخا به تاسو روانیږئ په طریقو د هغه چا پسې چې ستاسو نه مخکې وو یهود او نصاریْ (الترمذي، مسند احمد، ابن حبان) ۴: نبي ص فرمایلي دي: ای خلکو! ځان وساتئ دغه شرک نه یقیناً دغه شرک ډېر باریک دی د مزل د میږي نه. نبي ص ته وویل شو: څرنګه به ترې ځان وساتو. نبي ص وفرمایل: دا دعا کوئ:( اَللّهم انا نعوذبک ان نشرک بک شیئاً نعلمه و نستغفرک لما لا نعلمه.) ای الله ج مونږ پناه غواړو په تا سره له شریک کولو د هغه څه نه چې مونږه پرې پوهیږو او بښنه غواړو تا نه د هغه څه چې مونږه پرې نه پوهیږو .(مسند احمد)
آیا یو مسلمان به شرک کولو ته ورګرځي؟
۱: نبي ص فرمایلي دي: قیامت به رانشي تر دې چې زما د امت قبائل پیوسته شي د مشرکانو سره او تر دې چې دوی د بوتانو بندګي وکړي. (مسنداحمد، ابوداؤد، ترمذي)
۲: نبي ص فرمایلي دي قیامت به رانشي تر دې چې د دوس قبیلې ښځې ګډا وکړي ګیر چاپېر د ذوالخلصة (بت ؤ) نه (بخاري ، مسلم)
۳: نبي ص فرمایلي دي شپه او ورځ نه تېریږي تر دې چې د لات او عزی بندګي وکړی شي . (مسلم) په دې خبره ځان پوه کول پکار دي چې مهمه خبره په فرائضو او واجباتو کې هغه توحید زده کول او په توحید عمل کول دي
او د شرک پېژندل او ځان ترې ساتل دي

شرک څه ته وايي، توحید څه ته وايي؟

توحید: الله ج یو ګڼل په الوهیة، ربوبیة اونومونو او صفتونو کې. توحید په دوه ډوله دی: (۱) توحید الوهیة (۲) توحید ربوبیة و اسماء و صفات توحید الوهیة: دې ته وايي چې بنده خپل عبادات یوازې د الله ج لپاره وګرځوي، غیر د الله ج نه پکې د هیچا حصه ونکړي.

توحید ربوبیة او اسماؤ صفات: دې ته وايي چې انسان الله ج لره په خپل کارونو، صفاتو او اسماؤ کې یو ګڼل، په دې کې ورسره هیڅوک شریک نه کړي . شرک: هر هغه څه چې خاص وي الله ج پورې د دې څخه یو شی مخلوق له ورکولو ته شرک وايي. شرک په دوه ډوله دی: (۱) شرک اکبر (۲) شرک اصغر . شرک اکبر: هر هغه څه چې خاص وي الله ج لره د هغه نه یو شی مخلوق له ورکول، په داسې ډول لکه څرنګه چې الله ج لره ثابت وي . دا شرک انسان د اسلام څخه وباسي، مال او نفس يې روا کوي . دا قسم شرک په دوه ډوله دی: (۱) الوهیة کې شرک (۲) ربوبیة او نومونو او صفتونو کې شرک. .
الوهیة کې شرک : دې ته وايي چې انسان خپل عبادتونه د غیر الله لپاره وګرځوي لکه شرک په دعا کې ، محبت کې، نیة کې، طاعة کې،یره امید کې، توکل وغیره کې. .ربوبیة او اسماؤ صفاتو کې شرک : دې ته وايي چې انسان د الله ج د افعالو اسماؤ صفاتو څخه یو شی غیرالله له ورکړي لکه پیدا کول، روزي ورکول، ژوندي کول او مړ ه کول وغیره .شرک اصغر: هر هغه څه چې ثابت (خاص) وي الله ج لره د هغه څخه یو شی مخلوق لره ورکول لکن په داسې ډول نه لکه څرنګه چې الله ج لره ثابت وي. دا قسم شرک انسان د اسلام څخه نه وباسي او ټول اعمال د انسان نه بربادوي بلکې د انسان هغه عمل بربادوي کوم عمل کې چې د الله ج سره شریک جوړ کړی وي او دا قسم شرک د لوی ګناهونو څخه ده او دا شرک یوه وسیله ده او لاره ده
شرک اکبر ته او ددې قسم شرک کوونکي به همېشه جهنم کې نه وي.

د شرک اکبر او شرک اصغر صورتونه.
په دې خبره ځان پوه کول په کار دي چې د شرک د حقیقت څخه د ناپوهۍ د وجې نه بعضې مسلمانان هم په قسماقسم شرکیاتو کې واقع شوي دي، حتی چې په شرک اکبر کې هم واقع شوي دي او دا عقیده لري چې دا بهتر او لوی عبادات دی او الله ج ته د نزدې کېدلو لوی او مهم اسباب دي نو په شان د هغه مشرکانو شوي دي چې وايي (مانعبدهم الا لیقربو نا الی الله زلفی) (زمر۳) ژباړه: مونږه خو د دوی بندګي نه کوو مګر د دې لپاره چې الله ج ته مو نزدې کړي. او بعضې مسلمانان دا عقیده لري چې شرک خو صرف دې ته وايي چې د بوتانو او یا د کاڼو بندګي وکړی شي .

د شرک ډېر صورتونه دې بعضې د هغې نه دا دي :
۱: یو سردار، مشر، ولي، پیر، امام یا شیخ باره کې دا عقیده لرل چې ضرر او نفع رسوونکی دی، یا دا په عالم کې او د خلکو په زندګۍ کې تصرفات کوي، یا دوی په غیبو باندې پوهیږي، یا دوی لوح محفوظ نه خبریږي، یا دوی حاضر ناظر دي په هر ځای کې، یا دوی نه مدد، فریاد رسي طلب کیږي، یا دا خلک د دوی څخه یریږي، دوی نه امیدونه ساتي، په دوی توکل کوي یا دوی لپاره شریعة سازي کوي، حلال ورته حراموي، حرام ورته حلالوي، او یا د دوي خبره د الله ج او رسول الله ص په خبره وړاندې کوي، لکه الله ج فرمايي: (ژباړه) نیولي وو دوی خپل عالمان او پیران په ربوبیة سره سوا د ا لله ج نه. ۲: دعا او مدد غوښتل غیر د الله ج نه، نذر او سجدې کول غیر د الله ج نه بل چاته که دا هر څوک وي په دې نېت او قصد سره چې زه ورته نزدې شم، د ضرر نه یې بچ شم او فایده یې ماته راورسیږي. ۳: د شرک اصغر بعضې صورتونه په دې ډول دي :
۱: ریا او سمعة، یو عمل د الله ج لپاره نه خاص کول، لکه صدقه د ځان ښودنې لپاره کول
۲: مخلوق د الله ج سره برابرول په الفاظو کې نه په تعظیم کې لکه قسم په الله ج او په پیر بابا، ولي او سردار وغیره کول
۳: اسبابو باندې بروسه او اعتماد کول نه په الله
۴: نیک عمل سره دنیا اصل مقصد ګرځول.
هغه لوی شرکیات چې د مړو د وجې نه او د پیغمبرانو او نیکانو وغیره قبرونو خوا کې کیږي او انسان پرې د اسلام څخه وځي:.

۱: مړي نه دعا غوښتل، د مړي نه استغاثة کول، مړي ته اوازونه کول، د هغه نه سوال او مدد غوښتل لکه یو کس داسې ووايي: یا سیدي فلان انصرنی، ای فلانی زما مدد وکړه، ای فلانی زما فریاد واوره، ای فلانی ماته شفا راکړه او یا ما سره کومک وکړه. ۲: مړی، ولي، بابا، زیارت او پیر وغیره ته د نزدې کېدلو او د هغه د تعظیم لپاره ذبح، قرباني کول لکه د بابا په نوم پسه یا چرګ حلال کړي. ۳: د مړي لپاره نذر کول. لکه یو کس ووايي یا فلانی بابا که ما ته دې د مرض نه شفا راکړه او یا دې زما دا حاجت پوره کړ نو زه به ستا لپاره داسې نذر او حلاله وکړم لکه څرنګه چې د حسین،جیلاني، ابن عربی او زینب  وغیره قبرونو خوا کې کیږي . ۴: دا عقیده لرل چې دا مړی دا بابا پیر او ولي په دنیا کې او د خلکو په زندګۍ کې تصرفات کوي او خلکو ته نفع، نقصان رسوي. ۵: قبر په خوا کې ډوډۍ ورکول، مال لګول، حیوانات ذبح کول او یا هدیې راوړل د دې لپاره چې دې مړي ته نزدې شي او دې مړي ته تقرب حاصل کړي او یا د هغه منجورانو او باباګانو اکرام او تعظیم عقیده لرل کوم چې د دې مړو، پیرانو خوا کې ناست وي. ۶: رسول الله ص نه غوښتنه، د هغه نه خپل حاجات غوښتل. لکه یو کس داسې ووايي: المدد یا رسول الله اې د الله ج رسول ما سره مدد وکړه ما ته بښنه وکړه. ۷: قبر، مړي، بابا، ولي او پیر وغیره ته سجده، رکوع، طواف او سرټیټی کول د دې لپاره چې ور نزدې شي . ۸: د مړو نه دایره کول چې دا ضرر رسوي، اذیت رسوي او یا خلک مریضوي. ۹: د مړو نه دعا او شفاعت غوښتل په دې شان چې دوی د الله په نزد یو رتبه لري.
.هغه حرام او بدعي کارونه چې د انبیاؤ او نېکانو قبرونو په خوا کې کیږي او.انسان شرک اکبر ته رسوي.
۱: دا عقیده لرل چې د قبر خوا کې دعا کول، په دعا کې قبر ته مخ کول او قبر سره خوا کې قرآن لوستل دا ښه قبلیږي. ۲: قبرونو او مزارونو ته سفر کول او هلته اعتکاف کول په نیت د تبرک سره او یو ځای ته سفر کول په نیت د تعظیم د هغه ځای. نبي ص فرمایلي دي : (ژباړه) سفر نشي کیدی مګر ۳ جوماتونو ته مسجد حرام، زما دا مسجد او مسجد اقصی. ۳: قبرونه پخول په هغې ابادي کول، د هغې اوچتول په هغې څادرونه، پردې اچول، په هغې ګنبدونه جوړول، په هغې لیکل کول، په هغې رڼاګانې کول، بلپونه، ډیوې لګول، هغې لپاره مزارونه او اخترونه کول هلته د ونې نالول او هغه په قسماقسم ښکلا سره ښکلي کول. ۴: په قبرونو باندې جوماتونه جوړول، د قبرونو خوا کې لمونځونه کول او یا په وخت دلمانځه کولو کې ورته مخ کول. په داسې جوماتونو کې لمونځ کول حرام او باطل دي د داسې جوماتونو ورانول واجب دي په حاکمانو او مشرانو. نبي ص فرمايلي دي : (ژباړه) الله ج دې په یهودو او نصاراؤ لعنت وکړی، دوی د خپلو انبیاؤ د قبرونو نه جوماتونه جوړ کړي ؤ
۵: د قبرونو مسح کول په قبرونو باندې لاسونه راښکل او د قبرخاوره په مخ لګول او مږل د پاره د تبرک.

بعضې حرام او شرکي الفاظ چې خلکو کې عام دی :

۱: ای مرغه خیر کړې، دا الفاظ د فال نیونې له پاره استعمالوي. نبي ص فرمايلي دي: (ژباړه) سپېروالی شرک دی. ۲: په غیر الله قسم کول، لکه داسې وايي: قسم په نبي، قسم په کعبه، قسم ستا په زندګي، قسم زما په زندګۍ، قسم په امانت، قسم زما په عزت او شرافت، قسم ستا په لمونځ کولو، قسم په مخ د نبي ص ، قسم په حق د فلان، قسم ستا د مور او پلار په زندګۍ، قسم په سر د مور ، پلار او یا د اولاد او دا رنګه په مړو باندې قسم کول لکه قسم په جیلاني، په علي، په بدوي، په حسین،په زینب  وغیره او دارنګه شرکي نومونه ایښودل لکه عبدالرسول ، عبدالحسین.نبي ص فرمايي: (ژباړه) چاچې بغیر د الله ج نه په بل شي قسم وکړو نو هغه کفر یا شرک وکړ او کفاره د دې هغه کلمه د لااله الاالله ده ، او دا ټول الفاظ د شرک اصغر قسمونه دي خو کله چې په قصد د تعظیم د غیرالله نه وي او که په قصد او نیت د غیرالله سره وي نو دا بیا شرک اکبردی۳: مخلوق د الله ج سره په الفاظو کې برابرول نه په تعظیم کولو کې لکه داسې ووايي: هغه چې الله ج وغواړي او ته وغواړې، که چېرته الله نه وي او ته نه وې، دا کار په الله ج او په تا به شي، زما له پاره په اسمان کې الله ج دی او په ځمکه کې ته یې، زما لپاره د الله ج او ستا نه سوا بل څوک نشته، دا د الله ج او ستا برکات دي، زه په الله ج او په تا توکل کووم،په الله ج او په تا پناه نیسم، که فلانی نه وی نو داسې داسې به شوی وی. د الله او د فلاني د وجې نه داسې وشو، او په فلاني باندې توکل کووم. . الله ج فرمايي: (ژباړه) مه جوړوئ تاسو الله ج لره شریکان او تاسو نه پوهیږئ. نبي ص صحابي ته ویل چې ماشاءالله و شاء فلان مه وایه (هغه چې الله ج وغواړي او فلانی وغواړي) بلکې داسې وایه ماشاءالله ثم شاء فلان(هغه چې الله ج وغواړي او بیا فلانی وغواړي) ۴: دا خبره کول چې په مونږه باندې فلاني ستوري، بابا، پیر، ولي یا غوث وغیره باران وکړو. حدیث قدسي کې راغلي چې الله ج فرمایلي دي: (ژباړه) سهار کړو بعضو زما بندګانو حالت د ایمان کې او بعضو حالت د کفر کې، هغه چاچې وویل د الله ج په فضل او رحمت سره په مونږه باران وشو نو دې په ما ایمان راوړی او په ستورو او برج باندې یې کفر کړی او چا چې وویل چې فلاني ستوري په مونږ باران وکړو نو په مايې کفر وکړو او په
ستوري او برج باندې یې ایمان راوړی.

چې د پوهې سره د شرک څخه توبه نکوي نو همېشه دوزخي دی.

۱:الله ج فرمايي:(ژباړه) بیشکه الله ج نه بښي شرک لره او بښنه کوي د هغه څه چې ماسوا د شرک نه وي (سورة نساء ۴۸)۲: الله ج فرمايي: (ژباړه) بي شکه چاچې د الله ج سره شرک وکړو په تحقیق سره الله ج پرې جنت حرام کړی دی او ځای د اوسیدو د هغه اور دی او د ظالمانو له پاره څوک امداد کوونکی نشته دی.(المائدة ۷۲) ۳: د بخاري شریف حدیث دی، رسول الله ص فرمایلي دي:(ژباړه) څوک چې د الله ج سره مخامخ شي په داسې حال کې چې د الله ج سره یې څه شی شریک کړی وي نو دا به اور ته ورځي. په دې خبره ځان پوه کړه چې په انسانانو باندې شرک ډېره غلبه کړې ده تر دې چې اسلام یو نا اشنا شی ګرځېدلی دی حتی تر دې چې بعض خلک د کلمې (لااله الاالله) مفهوم او معنی نه پېژني د دې وجه نه په اکثره وختونو او کارونو کې دا کلمه ماتوي . او د دې خبري سوچ هم باید د ځان سره پیدا کړو چې د شرک ختمولو نه چپ کېدل نه دي په کار، د شرک په خلاف باید مبارزه او مقابله وکړی شي او انسان د الله ج توحید دعوت کوونکی جوړ شي. ډېر کرته یو انسان دا عقیده لري چې زه خو شرک نه ډېر لرې یم زه خو شرک نه کووم حالانکه هغه په شرک کې اخته وي،کله په الفاظو کې الله ج سره شریک جوړوي او کله په عمل کولو کې او کله په یره، امید او محبت کې الله ج سره شریک جوړوي. مطلب دا چې ډېر خلک شرک کوي او نه پوهیږي چې دا زه شرک کووم او که نه؟