د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سبا په تمه د نن سودا کونکی!

محمد اسحق شهباز 31.03.2014 12:15

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د افغانستان و ټولو باتورو او زړه ورو ځوانانو ته نیکی هیلی او سلامونه ډالی کوم!

لکه څنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده د افغانستان د پنځوس سلنی نه زیات وګړی ځوان قشر تشکیلوی کوم چی د یوی ټولنی په بیا جوړونه کشی رغنده رول لوبولی شی او همداسی زه خپله هم یو ځوان یم نو پدی همدی تړاو می یوه مقاله لیکلی هیله ده چی په یو ځل ویلو یی بنده نوازی وکړی.

نن سبا په شرقی نړی خصوصا زمونږ گران هیواد افغانستان کی د ځوانانو په مورد کی یوه خبره بی شانتی توده ده داسی چی: د کورنیو مشران، سیاسی رهبران، نیاوی او نیکه گان و ځوان نسل ته یو خبره کوی هغه دا چی: ځوانانو راتلونکی ستاسی ده. تاسی به یاست د وطن ساتندویان. تاسی به یاست د احمد او میرویس وارثان. او تاسی به یاست د چنگیز او گرگین قاتلان. اوس نو زه د ځوان نسل نه په ډیر درنښت پوښتنه کوم هغه دا چی: که چیری احمد چی په پنڅه ویشت کلنی کښی د پاچایی په کډی کښیناست د سبا په تمه د نن سودا کړی وای نو ایا ستاسی په اند به توانیدلی وای چی د ډهلی تخت خپل کړی؟ هیسکله نه! د احمد د حماسو راز دده په ځوانی کی وو. که چیری ده د آیندی په تمه نن قربانی کړی وای نو حماسی به یی هم د ځوانی په شان د زوال په لور تللی او کم رنگه شوی وای.

یوه مشهوره وینا ده چی وای کم عقل خلگ د سبا په تمه خپل نن قربانی کوی او کله چی و سبا ته رسیږی په تیر پسی آرمان کوی داسی چی نه په نن او نه په سبا کی سوکاله، کامیابه او خوشحاله وی.
زه نه وایم چی راتلونکی باید د فهم نه وغورځول شی نه هم زه د نن تلاش د سبا لپاره بی گټی بولم بلکه زه د یو ځوان په صفت د هیواد د ټولو باتورو ځوانانو نه د نن تلاش د سبا د پاره غواړم داچی و دریږی او د یو کاری ځواک په صفت خپل ملی دنده پر ځای کړی او د وطن په آبادی کښی خپله ونډه په عملی دول تر لاسه کړی او چا ته اجازه ورنکړی چی د سبا په تمه یی نن قربانی کری.

ځوانان باید د یو مهم قشر په حیث په ټولو کورنیو، ټولنیزو، ملی او بین المللی تصامیمو کښی شریک کړی سی او د تیر په شان د ټولو حیاتی تصامیمو نه د نه رارسیدونکی آیندی په تمه لری و نه ساتل شی.

د هیواد د ټولو زړو ځوانانو د تل پاتی بریا په تمه...