د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بي بي سي پښتو او فارسي ويبپاڼو د اسلامي حجاب سپکاوی کړی دی

ک. رنځور 04.03.2014 11:45

په بي بي سي فارسي او پښتو ويبپاڼو د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان په شمالي ولايت کندز کې د يوې مدرسې په اړه يو انځوريز رپوټ خپور شوی دی. په رپوټ کې نه دا چې د ژورناليزم د آرونو څخه سرغړونې شوي دي بلکه د اسلامي حجاب سپکاوی هم شوی دی.

په رپوټ کې څو انځورونه خپاره شوي دي چې په دې لينک یې لوستونکي ليدلای شي. زه په لاندې ټکو کې بي بي سي ته يادونه کوم چې څنګه د بي بي سي دا رپوټ د ژورناليزم د اصولو سرغړاوی دی، د حقد او کينې له مخې ليکل شوی، او زموږ د کولتور، عقيدې او د ټولنې د ثبات خلاف يوه دسيسه ده:

۱. په لومړي انځور کې د مدرسې لوحه ښکاري چې نوم یې پرې ليکل شوی دی. بي بي سي وايي چې دا رپوټ د اشرف المدارس په نامه د يوې مدرسې په اړه دی خو په انځور کې لوحه ښيي چې مدرسه جامعه الصالحات نومېږي.  د بي بي سي د فارسي او پښتو ويبپاڼو مسولين او دا ښاغلی ژورناليست چې رپوټ یې برابر کړي دا توپير بې له شرحې خپور کړی. دا خام رپوټ او د ټيټې کچې ژورناليزم دی چې ژورناليست د مدرسې په نوم هم خبر نه دی، خو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره لوستونکو ته ناسم معلومات ورکوي.

۲. کابو په ټول انځورونو کې معلومات د حقايقو په بڼه ياد شوي دي او د تورن اړخ (مدرسې) دفاع او دريځ په کې نه دی خپور شوی. دا د ژورناليزم له اصولو ښکاره سرغړاوی دی. ژورناليست تحقیق کوي او دريځونه خپروي. قاضي نه دی چې پرېکړې کوي. که د کندز د راديوګانو د چلونکو يا د ښځو د چارو د چارواکو نظر راخلي نو بايد چې د بلې خوا چې دوی پرې په شريکه تور لګولی هم راواخلي.

۳. د بي بي سي د فارسي او پښتو ويبپاڼو کارکونکو او همدا راز د دې رپوټ چمتو کونکي له ځانه مفتيان جوړ کړي دي او په ډېر جرات سره ليکي چې ((په دې مدرسه کې زده کوونکو ته سخت دریځې زده کړې ورکول کېږي)). دليل یې څو شيان ليکلي دي وايي ((چې زده کوونکي یې د رادیو اورېدل، د تلوېزیون کتل، د انځوورنو اخیستل، د ښوونکي، مور، نوي کال او زیږېدو د ورځو لمانځل او له کوره بهر د نجونو کار کول حرام بولي.)) بيا هم د مدرسې درځ یې نه دی خپور کړی چې ايا دوی زده کونکو ته دا ښوونه کوي او که نه او که یې کوي نو د کوم دليل له مخې؟ د کوم بل مفتي يا ديني عالم نظر یې هم نه دی راخيستی چې دا څو ټکي چې دوی ياد کړي دي، په اسلام کې څه حکم لري. تر ډېر یې په کندز کې د راديوګانو او مدني ټولنو د چارواکو نظر راخيستی دی چې اصلا لکه بي بي سي په افغانستان کې د غربپالنې لپاره کار کوي او نه يواځې دا مدرسه بلکه هر اسلامي عمل یې نه خوښېږي.

د سخت دريځۍ يو څو نورې خندونکي نمونې یې هم يادې کړي دي: وايي چې ((دغې مدرسې ته هېڅ یو نارینه د ورداخلېدو حق نه لري، ښوونکو د مدرسې د انګړ د ننه د انځورونو اخیستل بند کړي. د عکس اخیستلو پروخت ټولې زده کوونکې بهر ولاړې.)) ډېر جالبه تهمت دی! سره د دې چې مدرسې خبريال ته اجازه ورکړې ده چې مدرسه له دننه عکاسي کړي، د نارينه استاذانو او کوچنيو ښځينه زده کونکو عکاسي وکړي، خو خفګان په دې ورغلی دی چې ولې یې د مشرانو ښځينه زده کونکو عکاسي نه ده کړي. له بي بي سي پوښتنه کوم چې: د افغانستان په کوم مکتب يا کور کې د ميرمنو ځای ته پردي نارينه حق لري چې داخل شي؟ څوک اجازه ورکوي چې د ميرمنو انځورونه یې واخيستل شي؟ او چا هوښيار دا پرېکړه کړې ده چې دا سخت دريځي ده؟! دا بې اساسه تور روښانه کوي چې د بي بي سي خبريال او د فارسي او پښتو ويبپاڼو چلونکي څومره د افغانانو له کولتوره ناخبره دي!! او رپوټ یې د يوې ځانګړې موخې لپاره جوړ کړی دی.

د سخت دريځۍ بله نمونه یې دا ياده کړې ده چې ښوونکي د ورسۍ يا کړکۍ له شا زده کونکو ته ښوونه کوي چې ښوونکی ((د نجونو مخ ونه ویني)). زه نه پوهېږم چې بي بي سي ولې په دې ټينګار کوي چې ګنې دا سخت دريځي ده، ولې فکر کوي چې ګنې دا جرم دی؟ بي بي سي څه غواړي چې ښوونکی دې د نجونو مخ وګوري؟! د کوم اسلام او کوم حکم په اساس دا غوښتنه کوي؟ د ميرمنو حقوق، د کولتور احترام، او د خلکو د عقيدې د ازادۍ احترام (چې غرب او غربپال یې تل سندرې وايي) څه شول؟

د سخت دريځۍ بله نمونه یې دا ياده کړې ده چې د دې مدرسې ((په درسي نصاب کې د قبر عذاب، د مرګ منظره، او جنتي زېور په څېر کتابونه هم شامل دي)). زه د دې کتابونو له محتوی دفاع نه شم کولی ځکه نه مې دي لوستي، خو ايا په کار نه وه چې بي بي سي په دې تحقيق کې لوستونکو ته ويلي وای چې په دې کتابونو کې د سخت دريځۍ څه دي! د مرګ عذاب حق دی، د مرګ او له مرګ وروسته د برزخ په اړه صحیح احاديث شته، جنت او دوزخ حق دي او دا ټول زموږ د اسلام د صحيحې عقيدې اساسي مسایل دي. ايا ستونزه په دې عقيده کې ويني او که د کتابونو په محتوی کې؟ که په محتوی کې ستونزه وي، نو مهرباني دي وکړي او روښانه دې کړي! خو نېغ په نېغه تور لګول د ژورناليزم له آرونو سرغړاوی او د مدرسې د زده کونکو په اړه د خلکو کينه او غوصه راپارول دي.

۵. بي بي سي شهکار دا کړی دی چې په تحقيق کې وايي چې په اشرف المدارس مدرسه کې شپږ زره نجوني زده کړې کوي. خو ((په کندوز کې دېرش دیني دولتي مدرسې دي چې اته سوه زده کوونکي لري او دوه زره نجونې په کې سبق وايي)). سره د دې چې په دې وروستي عبارت کې یې نه دي ويلي چې څنګه په يو وخت کې اته سوه زده کونکي دوه زره نجوني کېږي، زما نيوکه دا ده چې يو ولې يوه غير دولتي مدرسه شيږ زره زده کونکي ولري او دېرش دولتي مدرسې په ګډه اته سوه يا دوره زره زده کونکي ولري! ايا ښه به نه وه چې بي بي سي د دولت په دې ناکامو مدرسو يوه څېړنه کړې وه چې ولې په هره مدرسه کې په اوسط ډول ۶۷ زده کونکي زده کړه کوي، په داسې حال کې چې يوه خيريه مدرسه شپږ زره زده کونکي لري..

۶. ډېر په تاسف سره بايد ووايم چې بي بي سي نه يواځې افغاني کولتور بلکه د اسلام يو مهم حکم (حجاب) ته سپکاوی کړی دی. بي بي سي وايي چې د مدرسې زده کونکي ((خپلو ځانګړو جامو سره پيژندل کیږي ... دوی د همدې پوښاک له وجهې ... په (خیمه پوشان) مشهورې دي)). بي بي سي د دې څرګندونې سره د يو عادي اسلامي حجاب انځور خپور کړی دی چې د مدرسې زده کونکې انجوني یې مدرسې ته د تګ پر مهال اغوندي. دا یې نه دي ويلي چې ايا د کندز د سرچوک لوچکان خفه دي او په پرده کې پټې انجوني یې نه دي خوښې او که بي بي سي د دې لوچکانو سویې ته راټيټه شوې ده او دا حجاب خيمه بولي!

په ټوله کې د بي بي سي دا رپوټ د ژېړ ژورناليزم چې د ځانګړو موخو او سپکاوي لپاره کارول کېږي ښه نمونه ده. نه يواځې د ژورناليزم آرونه یې پايمان کړي دي بلکه روښانه کړې یې ده چې تر کومې کچې د دې رپوټ چمتو کونکي او خپرونکي له افغاني کولتور او اسلام څخه ناخبره دي او زموږ له ارزښتونو سره دښمني لري او په همدې موخه د نورو کړيو سره کار کوي.