د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بدمرغه پل

خوشال کونړی مزاروال 13.02.2014 21:56

شپه تر نیمایي هم  واوخته، خو بیا هم خوب نه  راځي. کله په یوه ډډه او کله په بله شم، ګوندې که سترګې مې سره ورشي، خو بیا هم ګټه نه کوي. یو خو د خوب خونه دومره کوشنۍ ده، چې یوازې د خوب تخت سره د یوې وړې آلمارۍ پکې په ډېرې سختۍ سره ځای شوي دي. خو که چېرې په چت کې دغه د روزان په آندازه وړه کړکۍ نه وای، کټ مټ به په دې نړۍ جوړ قبر وای.
د چت له همدې وړې کړکۍ نه پاس آسمان ته ګورم. د آسمان په روڼ او صاف ټټر، ستوري د آلماسو په شان ځلیږي، چې په لیدو سره د سړي  زړه  تخنوي. له بل پلوه سږنی ژمی دومره اوږد شوی، چې یخنۍ او ساړو یې زما خو لا څه کوئ، چې د هر سړي زړه په تنګ کړی دی. کله چې سړی خونې ته راننووځي، نو بیا بېرته  زړه  نه  ښه کوي چې د باندې ووځي. د ساړو یخه څپه د سړي له  ډډه  اخوا ووځي.
د دې ځای د باد د لګېدو خو هډو تپوس مه کوئ، د سړي له تنه ګنډی وباسي.
نن شپه هم باد د سپي په څېر سونګیږي، غاپي، بیخي مې خوب ته نه پریږدي. کله ناکله وډار شم، چې خدای مکړه  کومه بلا راتلونکې ده، کوم افت پېښېدونکی دی که څنګه؟ د باد شور او ځوږ  د سړي زړه  دومره تنګوي، لکه چاچې د خوب په ځای کې له لاسو او پښو تړلی یم.
د حالاتو په یو داسې ګرداب او پلندۍ کې را ګیر یم. بیا هم کوښښ کوم که چېرې سترګې مې پټې شي، او یوه شېبه په آرامه خوب وېده شم...... خو ناڅاپه مې د ذهن دهلېزونو ته د خوبانې په نوم یوه پېغله رادننه شوه. هغه خوبانه، چې تازه یې د ځوانۍ وږمو غوټۍ راتخنولې وې او د سارایي هوسۍ غوندې د ژوند په خوږو کې مسته، بې باکه او په نخرو ګرځېده، هغه خوبانه چې د ژوند په ترخو او ساړو چېرې هم خبره نه وه او نازولې رالویه شوې وه.....
د خوبانې له نامه سره سم مې، هغه غم لړلې ورځ سترګو ته یودم  ودرېده، په کومه یې چې د خوبانې د مېړه مرجان جنازه کلي ته  راوړه، او په درست کلي ماتم جوړ شو. دغه مړینې د ټول کلي د خلکو زړونه ودردول او ټول یې خواشیني کړل. د مرجان د پلار خو یې د زړه ستنې ولړزولې او واروپار یې ورله خطا کړ. هغه په داسې حال کې چې د اوښکو رود یې ګرېوانه ته څپې وهلې، د خپل  زوی په سر لاس کېښود او ورو شان یې وویل:
 -زویه! ما خو  ویل ته  به  مې تر هغو نه پرېږدې، تر څو چې مې د جنازې کټ ته  اوږه  ورنه کړې. خو تا راسره لنډه پرې کړه، او ډېر آرمانونه دې راله په ګوګل کې پرته له تر سره کېدو ډک پرېښودل..... او ورسره یې د زړه په بلیو زلزله راغله. یو چا له لاسه ونیو او د ونې ډډ ته  یې کښېناوه.
د مرجان مړینه د هغه د مور و پلار نه زیاته د هغې د میرمنې لپاره دردوونکې او ستره غمیزه وه. د هغې خوارکۍ خو د آرمانونو برجونه رانسکور شول. د هغې جونګړه  ویجاړه  شوه. د هغې خاورې په سر شوې. د هغې خو بېړۍ ډوبه شوه…..
مرجان سره له دې چې یو ځلمی او ځوان افسر وو، او له دښمن سره په مخامخ نښته کې په نره ومړ. خو له مرګه وروسته یې د هغې د میرمنې لپاره د سپېرې، بدنومې (بدنامې) او بدقدمې نوم ور په برخه شو. د مرجان مور به هر وخت د خپلې نږور په سترګو کې نېغه ورننوتله او پېغور به یې ورکاوه:
 دا ته وې چې زما زوی دې وڅاټه او د ګور مېلمه دې کړ! دا ته بدمرغه وې چې زمونږ خوله دې له خاورو ډکه کړه! او چې لا نور به څوک له کومي تېروې،  دا د روې موشاده دې ورکه شه......
د مرجان د مور د شخړو او ناندریو کټوه همداسې خوټېده، چې د خیال مزي مې د مرجان او خوبانې تر منځ د تنکۍ مینې او ځوانۍ شېبو ته وغځېدل:
بیا هم خوبانه، د هغې د پېغلتوب نازونه او نخرې او له مرجان سره د هغې د بې کچه مینې د ژوند کیسه او هغه  هم  داسې:
کال  دوه پوره کېدونکي ول، چې د مرجان دې کډه د خوبانې دې چم ته راغلې وه، او له هغوی سره یې په ګاونډ کې څنګ په څنګ اړولي ول. یو له بله سره یې ناسته پاسته او راشه درشه کوله. د وزګارتیا په وخت کې ګډ سره کښېناستل. جرګې او مرکې یې کولې. اخیر کلی وو ، مړی او ژوندی سره شریک وو.
د وخت په تېرېدو سره، د مرجان او د ګاونډي د لور خوبانې ترمنځ مینه پیدا شوه. داسې شپه به نه وه، چې دواړه به یو د بل د خپلولو د مستو خیالونو او سوچونو سره نه بېده کېدل، او یو د بل په مړوند به یې خپل سر نه احساساوه....
هغه وو چې مرجان وپتېله څو د خپل مور و پلار سره خبره شریکه کړي، او ټینګار یې کاوه، چې د خوبانې له کورنۍ سره خبرې اترې وکړي، خوبانه ترې نه وغواړي، تر څو دی ورسره د مینې جونګړه جوړه کړي.
خو بیا د مرجان مور و پلار له دې خېښۍ او دوستۍ خوښ نه ول. د هغوی ګوتنیوی د ا وو چې د خوبانې کورنۍ یې د خپل زوی د خپلوۍ لپاره جوګه او سیاله نه بلله، هغوی ټینګار کاوه، له خپل زوی یې غوښتنه کوله، او هغه یې مجبوراوه، چې له دې خبرې تیر شي. خو د مرجان زړه داسې د خوبانې په منګولو کې را ښکېل شوی وو چې ژغورل یې ستونزمن برېښېدل.
د مرجان مینه له خوبانې سره له یوې ورځې نه بلې ته پخېده، او دواړه سره نږدې کېدل. آن تر دې چې د مینې لیونیو څپو د دواړو په سترګو پردې راوستې، چې نه یې ځان لیدو او نه یې هم نور څوګ.  له یوې ورځې نه بلې ته د دواړو په روح او روان کې  د مینې اور په جوش وو،  په غورځنګ  وو….
د دواړو خبرې تر غلچکي لیدو کاتو ورسېدې او د مینې دغه پټ تار له یوې ورځې نه بلې ته لاپسې غځېده او پخېده، او یو د بل په مینه کې ورکېدل….. خو نن سبا خبرې چېرې پټې پاتې کیږي، او هغه هم د مینې.
ورو ورو په کلي کې د مرجان او خوبانې د مینې ګونګوسی خپرېده، د هغوی مینه رسوا کېده او د کلیوالو په منځ کې ډنډوره کېدل. او بیا هغه ورځ هم راورسېده، چې د  دغې رسوایي او بدنامۍ د اور لمبې، د خوبانې دې تر کورنۍ ورسېدې او د هغوی لپاره د بې عزتۍ او سپکاوۍ پوښتنه راولاړه شوه.
ټول توند توند اخوا دیخوا تاویدل. د ټولو په روح او روان کې د بدلې اخیستلو وینه په خوټکیدو راغلې وه. د اور لمبې پرې بلې وې ټول سوځیدل. د ټولو په زړونو کې د قهر او غضب څپې را ولاړې شوې وې. هر یو د مرګ ژوبلې خبرې کولې. هر یو د وینو د رود د بهېدو خبرې کولې.....
خو بیا د کورنۍ تر ټولو لوي مشر توکل حاجي، سره له دې چې پخپله هم د اور په لمبو کې سوځېده، بیا هم ځوانان صبر او حوصېلې ته رابلل او د لږ زیات فکر غوښتنه یې کوله.....
وروسته  له  زیات  سوچ  او فکره، په دې سره سلا شول، چې د هلک له کورنۍ سره خبرو اترو ته کښېني. هغه وو چې څو تنه له توکل حاجي سره یوځای د مرجان دې په کاله ورننوتل.
وروسته له ډېرو کشالو،ګواښونو، ستغو سپورو، او اوږدو خبرو آترو، دې نتیجې ته ورسېدل، چې خوبانه د مرجان په نامه کړي. په دې ناڅاپي پرېکړې سره، د مرجان مور و پلار زښت ډېرستړي او مایوسه شول،دومره مایوسه چې واروپار یې ورله خطا کړ. لکه ژوندي چې په ځمکه ښخ شوي وي...... داسې کانه پرې وشوه، چې په خوب او خیال کې یې هم نه راتله. او که خبره له دې هم خرابه شوې وای، څه به پېښ شوي واست؟
لټو او آندېښنو نور هم د مرجان پلار پسې واخیست، چې هېڅ آرام ته یې نه پرېښود. هغه به درسته ورځ خپلې شونډې چیچلې، او سره خوله به ګرځېده. بې له دې چې هر څه په چوپه  خوله کبول کړي او خپله خوله وګنډي، بل څه په  لاس نه ورتلل.
لنډه داچې نه ګوړه ماتې شوه او نه هم خوږه کونډۍ، او په لنډه موده کې د خوبانې او مرجان واده تیار شو.
ظاهراً خو د خوبانې دې په کور کې چمبې وې او نڅاوې وې، خو په اصل کې د هغې د کورنۍ لپاره داسې وه، لکه له کوره یې چې جنازه  ووځي. نه خو چا د خوبانې لاسونه سم په نکریزو سره کړل، او نه یې د واده سمې جامې ور په تن کړې…..
د مرجان دې په کور کې هم د خوښۍ نښې نښانې نه تر سترګو کېدې، خو د دې په خاطر چې د اوړو پوزه  یې ایښې  وي، د واده  د بندو بس په نیولو شول.
سره د دې ټولو، به بیا هم یوه نیم په خندا کې د مرجان  مور و پلار پوهول، او د هغوی له غوږه به یې تېروله، چې واده په ډول ډبلو ښه ښکاري او مړی په ژړا. څه په بدو کې خو نږور نه راولئ؟ لږ ځان وخوځوئ. واده ته واده ګوټی مه وایاست. خو بیا هغوی به په وچو شونډو، د بې وزلۍ خبره راپورته کړه او په یو شان به یې ځانونه تېر کړل.
په هر صورت واده تیار شو. خوبانه له مرجان سره یو ځای شوه، او د یوه نوي ژوند په تکل ړومبی ګام پورته شو.
خو لکه څنګه چې په واده کې د خوبانې د ناویتوب چندانې نښې نښانې نه تر سترګو کېدې، دغه شان یې شاته  د ځان په وړاندې د کرکې او غوسې سکروټې بلې پرېښې وې.
هغه د واده په وخت کې په غوږ وهل شوې وه، چې شاته به نه ګوري او نه به په خیال کې ګرځوي، چې چېرې یې هم کورنۍ درلوده. د هغې خوارکۍ اوس یوازې او یوازې د امېد سترګې، خپل مېړه او د هغه کورنۍ ته غړېدې. خو له  دې نا خبره  وه، چې د خواښې او خُسر زړونه یې هم  لا  له وړاندې ټپي او له  لاسه ورکړي او د دې لپاره په کې ځای نشته......
خوبانه  لا  له پالنګه پورته شوې نه  وه چې د خواښې دښمني یې احساس کړه ، چې په نه خبره د مرچو په آنډي سپره  وي، او ځوږ  یې د ګاونډیانو تر غوږو رسیږي. د  خُسر خو یې تپوس مه کوئ. هغه خو به تل د پړسیدلي خیږ په شان پړسېدلی ناست  وو، او خبرې به یې هډو له خپلې نږور سره نه کولې……
مرجان د خپلې میرمنې په وړاندې، د خپل مور و پلار دا شان سلوک او چلند ته اریان پاتې وو. هغه څو ځله خپله مور وپوهوله چې له پتنو او ګیلو دنګلو لاس واخلي، په خپلو کړو کې بدلون راولي. خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. هغه به ځینې وخت مجبورېده چې د خپلې مور د بداوشون او بدې رویي په وړاندې له خپلې میرمنې ننګه وکړي، چې  دې کار به یې لا د مور غوسه څو چنده کړه، سره او شنه به شوه، سمه پیریانو به ونیوه او په خوله کې به یې ځګونه راښکاره شول......
ولې، خوبانې به د پوره زغم او حوصېلې نه کار اخیسته. د خپلې خواښې سپکې سپورې یې هېڅکله هم زړه ته نه اچولې. هغه پوهېده چې پرته د میړه له کوره، نه په ځمکه سیوری او نه په آسمان ستوری لري. له همدې کبله یې هر څه په چوپه خوله په زړه تېرول او د اوسپنو نینې یې په ورین تندي چیچلې.....
خو له کومې ورځې چې په مرجان  د خاورو ډېرۍ جوړه شوه، له هماغه ورځې د خوبانې د صبر کاسه نوره ډکه شوه، له هماغې ورځې د هغې د ژوند ډېوه په مړه کېدو شوه. له یوې خوایې په ځوانه ځوانۍ کې خپله مینه او خپل مېړه له لاسه ورکړ، هغه چې په سر یې د ټول چم او آن تر ډېره لرې د خلکو تومتونه او پېغورونه منلي ول، هغه چې په سر یې له خپلې کورنۍ سره ټولې اړیکې له لاسه ورکړې وې، او له بلې خوا  هره ورځ د خواښې او خُسر ستغو سپورو، د هغوی نادودو او ناکردو له ژونده  بې زاره  او چوره لېونۍ کړه. ځکه صبر او حوصېله  هم یو حد لري. هغه  نوره  ستړې  شوې وه، چوره ستړې، له ځانه ستړې، له ژونده ستړې،له شخړو ستړې، له ناندریو او پیغورونو ستړې، له هرڅه ستړې..... هره ورځ د بدبختې، بدنامې، بد قدمې ،سپېرې او څټونکې خطاب  ورته  نور د زغملو وړ نه وو. هماغه وو، چې یو له ورځو د میړه  قبر ته  لاړه.  د هغه قبر ته په خبرو شوه :
ـ دا څنګه په آرامه خوب بېده یې! دا څنګه مېړه یې چې زما درسره هډو خیال نشته! څنګه دې زما له جنجالونو اوږه خالي کړه! تا خو ویل چې  تل به راسره ولاړ یې او زما ننګه به کوې. څومره بې مینې شوې، څومره پیکه شوې. یوازې خپل سر دې په سیوري کړی او بس. څنګه چوپه خوله یې، ولې خبرې نه کوې؟ څه فکر کوې چې له ما به ځان بې غمه کړې؟
 نه! داسې نشي کېدلی. نه! خپله وعده او خپل هوډ نشې ماتولی.......! ما خپل ځان ته وغواړه! ماته خپله غېږه کې ځاې راکه...... بیا د میړه په  قبر پرېوته، په سر یې خاورې باد کړې . د خاورو د بادېدو سره جوخت یې  په زوره  زوره  په چیغو چیغو وژړل. د سترګو په کاسو کې یې د اوښکو ورېځې راوټوکېدې، قهرجنې شوې، توپاني شوې. شېبه لا تېره نه وه چې د دغو توپاني ورېځو له زړه نه د اوښکو نالۍ راوبهېدې ، خونړی سیلاب ترې جوړ شو او په یوه شېبه  کې یې د مرجان د قبر په سر ولاړ درب، او ټول راټوکېدلي شنیلي خړوبه کړل. بیا یې له ځانه سره راوړې سنکیا وخوړه او د خپل میړه د قبر تر څنګ په اوږده او درانه خوب بېده شوه.

۹ ــ  ۰۵ ــ ۲۰۱۳
۱۹ ــ ۰۲ ــ  ۱۳۹۲
ډنمارک  ــ  د ګریستید ښار