د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مېرمني زړه خپل کړئ

غلام نبي شاکر 30.12.2013 21:20

دا د هغه کتاب نوم دی چي د مهمند خپرندویه ټولني په زیار تازه له چاپه راوتلی، لیکوال یې ښاغلی تفضیل احمد (ضغیم) دي او غلام نبي (شاکر) په ساده او روانه پښتو ژباړلی دی، شریف الله (دوست سرواني) او ستر عالم مولوي محمد یاسین (فهیم) ورباندي سریزي لیکلي دي.

په دې کتاب کي د ښځو اسلامی حقوق روښانه سوي او منځپانګه یې له اسلامي ارشاداتو او رواني او منطقي لارښوونو ډکه ده،

نوموړی کتاب په داسي حال کي چاپ سوی چي لاهم په ډېرو پښتني کورنیو کي ښځه د مینځي حیثیت لري او هغوی یواځي د اولاد زېږولو، جنسي تسکین ترلاسه کولو او کورني کارونو ترسره کولو ضریعه ګڼل کیږي او د هغوی اسلامي حقوق ترپښو لاندي پاته دي.

دهغه چا لپاره چي د خپلي مېرمني او یا مېرمن له مېړه سره ستونزي ولري او په طبیعت ورسره نه پوهېږي د دې کتاب په مرسته کولای سي خپل کورنۍ ناندرۍ په مینه او خوښۍ بدلي کړي.