د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتهران اوطالبانو اړيکې

محمدحسن حقيار 07.06.2013 18:23

((موږدي ستايلي چاچې کړي نېک عمل دي دلته))
په خبر کې راغلي چې په قطر کې دطالبانو ددفتر دمسؤول سيد طيب اغا په مشرۍ يو پلاوي چې په ترکيب کې يې طالبانو ددوو نوروسياسي چارواکيو شيرمحمد عباس ستانکزي اوشهاب الدين دلاور په شمول څلورتنو نورو طالبانو برخه لرله تهران ته سفر درلود او هلته يې له ايرانيو چارواکيو سره کتلي دي .
که څه هم ايران تراوسه داسفر په رسمي توګه نه دي منلي خو ددې هېواد دنيم رسمي اژانس لخوا داخبر خپرول پخپله ددې ځرګنوي دي چې ايران ته داسفر شوي او دوي هم په تلويحي ډول منلي دي .
ددې ليدنو او سفر موخه دطالبانو او تهران ترمنځ دځينو ناسم پوهاويو له منځه وړل، له ۲۰۱۴ کال وروسته دافغانستان پر حالاتو دطالبانو او تهران خبرې او دنظر تبادله ، دامريکايانو پر وړاندې ګډه استراتيژي، ددوو مسلمانو ګاونډيو په توګه د افغانستان او تهران اړيکي، په افغانستان کې دراتلونکيو ټاکنو، دنشه يي توکيو دکرکيلې او ترافيک مخنيوي او پرنورو موضوعاتو خبرې اترې وې.
که څه هم دا ايران ته دطالبانو لومړي سفر نه دي خو لومړي سفر دي چې يا دايرانيو چارواکيو په خوښه او يا دهغوي له خوښې پرته رسنيو ته رسېږي.
قوي ګومان دادي چې ايران غوښتي چې داخبر دنړيوالو او په ځانګړي توګه دامريکا غوږ ته ورسوي او هغوي ته وروښيي چې که تاسو پر موږ اقتصادي تعزيرات لګولي شئ نوموږ هم تاسو ته ستونزې جوړولي او ستاسو دښمنان ځواکمنولي شو.
ايران اندېښنه لري چې دطالبانو سخت دريځې سني حرکت به په افغانستان کې شيعه اقليت او ايران ته ستونزې جوړې کړي، سره له دې چې طالبانو دخپلې واکمنۍ پر مهال جوته کړې ده چې دوي له نورو مذهبي لږکيوسره تعصب نلري ،ددوي دحکومت پر مهال دکابل، باميانو هرات اودايکندي په شمول په ټول افغانستان کې زموږ دشيعه ورونو حسينيې اوتکيه خانې آن دهندوانو درمسالونه فعال وو، خپل ټول ديني اوکلتوري مراسم يې نمانځل او آن خپله طالب چارواکيوهم ددوي په ځينو ديني مراسمو لکه دشيعه ورونو عاشوري اودهندوانو په ويساک کې ګډون کاوه .

دطالبانو دشتون په اوه کلن دوران کې له ايران سره ددوي کومه دياد وړ ستونزه نه ده را منځته شوې . په مزار کې دايران دوژل شويو ديپلوماتانو موضوع هم وروسته جوته شوه چې دطالبانو کار نه و.
داچې دواړه اړخونه له ګډ دښمن سره مخ دي اومتل دي چې ددښمن دښمن، دوست وي نو داډېره اړينه وه چې دتهران او طالبانو اړيکې جوړې او ناسم پوهاوي يې له منځه وېوړل شي.
ايران ته جوته شوه چې طالبان يو قوت او دافغانستان په راتلونکي سياست کې يې شتون حتمي دي او داهم ورته جوته شوه چې ددوي نه پخلاکېدونکي دښمن (غرب)هم ددوي په ګاونډ کې پاخه واړول نودا ورته اړينه وه چې له طالبانو سره مخالفتونه حل او پر نويو تګلاريو فکر وکړي.
دشمالي ټلوالې په شمول ځينې کړۍ دطالبانو اوايران پرکتنو خوابدي او آن پر ځينو پيريان ناست دي . ځينې دا دافغانستان په چارو کې مداخله بولي خوهمدا کړۍ چې له پاکستان ، هند،روس . فرانسې امريکا اود ناټو له ټولو غړيو سره پټې او ښکاره اړيکې لري نو دا ورته ناسم کار نه بريښي . دوي آن داسرائيلو پردوستۍ او دامريکااو صليبيانو پر غلامۍ وياړي خو له يواسلامي هيواد سره چې ژبه ، دين ، کلتور اوتاريخ مو سره يودي دطالبانو پر کتنو نيوکه کوي.
که ايران ، امريکا، برتانيااو نور هيوادونه افغان حکومت ته په بوجيو کې بې حسابه پيسې ورکوي ، که حکومت په ماته غاړه له امريکايانواو ناټو غواړي چې ددوي دنامشروع اقتدار په دوام کې ورسره مرسته او دافغانستان اشغال ته دوام ورکړي نوپرطالبانو هم بايد نيوکه ونکړي چې له ايراني مقاماتو سره ګوري.
پر طالبانو يوه لويه نيوکه داوه چې داسلامي امارت پر مهال يې منجمد (کنګل ) سياست درلوداو له نړۍ سره يې يااړيکې نه نيولې او يا يې داړيکو نيولو سياسي کفايت اودافهام او تفهيم ژبه کمزورې وه اوس سره له دې چې ارګ اوپاچايي يې هم په واک کې نه ده او داړيکې نيول کېږي نو هم دافغان ولس او هم دنړيوالو لپاره لوي زيري دي ځکه چې اوس دوست او دښمن هغوي ديوه سياسي او نظامي ځواک په توګه په رسميت پېژني نو که څوک يې دښمن بولي دهغوي لپاره هم داښه زيري دي چې دښمن يې سياسي درايت او کفايت لري او افهام او تفهيم ورسره کېږي.
دايواځې تهران نه دي چې طالبانو ورته سفر کړي دي ، بلکې تردې وړاندې يې دويټو حق لرونکي او دناټو غړي هبوادفرانسې، جاپان ،دوبۍ ،فطر ،استراليا،جرمني، سعودي او ګڼو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او ګڼې لاس ته راوړنې لري
زه دامنم چې ډېر افغانان له ايراني چارواکيو خفه دي او په ځينو مواردو کې يې خفګان حق هم دي خوخبره داده چې که موږ له طالبانو غواړو چې له همدې امله دې له تهران سره دې اړيکې نه جوړوي نو آياافغان دولت دايران له دې کارونو خبر نه دي ؟ آيادوي دايران پروړاندې کوم منفي غبرګون ښودلي دي ؟ آيا دوي کوم افغان ګټلياو يا له ايران څخه ذدکوم افغان پوښتنه کړې ده .؟
آيا دوي کم ترکمه له هغوي سره سفارتي اړيکې پرې کړي . يا دهغوي سفير يې له افغانستان څخه وېستي او يا يې خپل سفير له تهران څخه راغوښتي دي.

دافغانانو داستازولۍ اووراثت دعوه څوک کوي منتخب حکومت څوک ځان بولي؟ ارګ ،اردو پوليس ،امنيت ،مقننه ،قضايه او اجرايه له چاسره دي؟
دنړۍ د۵۰ هېوادونوملاتړ، بي۵۲او۷۰ استخباراتي چينلونه له چاسره دي؟
په هرحال داچې ايران له افغان دولت سره هم ښې او دوستانه اړيکې لري نو دولت ته په کار ده چې له طالبانو دايران داړيکو دردولو پرځاي له دې اړيکو ګټه واخلي . دايران اوطالبانو له دوستۍ دې ګټه واخلي او ايران وهڅوي چې طالبان له دولت سره خبرو ته چمتو کړي.
که روسان داکار کولي شي او له ايرانيانو څخه غواړي چې له طالبانوڅخه ددوي هغه اسيران چې په ازره کې يې ديوې چورلکې دسقوط پر مهال نيولي و، وغواړي نو افغان دولت ولې داکار نشي کولي چې دهغوي په واسطه له طالبانو سره اړيکې ونيسي حال دا چې له ايران سره ښې خوږې اړيکې هم لري .
موږ هرهغه اړيکې چې دافغانستان دملي ګټو پر زيان وي غندو داکه دهرچا لخوا او له هرچاسره وي موږ وينو چې زموږ هيواد هم دې ناروا او دشخصي ګټو پر محور چورلېږدونکيو اړيکو خراب کړ خو هغه اړيکې چې دافغانستان او داسلام په ګټه وي تائيدوو او هڅوو يې .
دروېش که خوله له ياره واخلي ورته ښه به وايو
موږدي ستايلي چاچې کړي نېک عمل دي دلته