د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر تقوا ولاړه کورنۍ

شاه محمود شینواری 16.04.2013 00:46

پر تقوا ولاړه کورنۍ ګټور اسلامي کتاب له چاپه راووت
پر تقوا ولاړه کورنۍ چې د عربي نړۍ د یوه نوښتګر،لیکوال فاضل شخصیت او
عالم عبدالله بن عبدالله عایض القرني کتاب دی، لیکوال او ژورنالست جعفر
هاند تازه پښتو کړی  اوپه ننګرهار کې  ختیځ خپرندویه ټولنې په لوړ کیفیت
او ښه معیار سره چاپ او خپور کړی دی.
د شاوخوا ۳۵۰ مخونو دغه کتاب د کورني ،ټولنیز، هیوادني او نړیوال نظام د
جوړولو پر لارښوونو، سپارښتنو او وړاندیزونو ورټول دی. کتاب د هرې موضوع
لپاره جلا څپرکی لري او د ښځو د حقونو او د هغوی د خوندیتوب په تړاوو په
پراخ ډول په کې بحث شوی دی.
د کتاب سرچیني قراني ایتونو، نبوي حدیثونو،د معاصرو مسلمانو او نامسلمانو
علماوو او فیلسوفانو نظریات او تجربي دي، ډاډه یو چې د دغه کتاب په
لوستلو سره به لوستونکي تر ډېره له یو لړ هغو مسایلو خبر شي چې تراوسه یې
نه اوریدلي او نه یې هم لوستلي دي.
موږ جعفر هاند ته د دغه کتاب د چاپ مبارکي وایو او پښتو ژبې ته د هغه د
لا خدمت دعا کوو.
جعفر هاند پر دغه کتاب سربېره دوه شعري ټولګې، ولې مې نه هیریږی او نوره
دې نه یادوم او د نړیوالو سازمانونو په نامه یو بل سیاسي چاپ شوي کتابونه
هم لري.