د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جعفر هاند نوې شعري ټولګه له چاپه راووته

رحیم ګل څاروان 04.02.2013 22:18

د ځوان، هڅاند او نوښتګر شاعر محمد جعفر هاند نوې شعري ټولګه ولې مې نه هېرېږې، له چاپه راووته، ولې مې نه هېرېږې شعري ټولګه په جلال اباد کې د ختیځ خپرندويې ټولنې په زرو ټوکو کې خپره کړې ده .
پدې ټولګه کې د ښاغلي هاند نوي او وروستي شعرونه ځای لري، ټولګه په غزلونو، ازاد شعرونو او نظمونو غني ده او په سلو مخونو کې را غونډه شوې ده.
ښاغلی محمد جعفر هاند د معاصرو ځوانو شاعرانو په سرلارو کې راځي، شعر یې خوږ، له محتواء ډک او طبیعي رنګ لري، له تکلف خالي او ښکلا یې د وييونو په اوبدنه کې ده.
ولې مې نه هېرېږې د ښاغلي جعفر هاند دوهمه شعري ټولګه ده د هغه د شعرونو لومړۍ ټولګه وړم کال نوره دې نه یادوم چاپ شوې وه.
ولې مې نه هېرېږې شعري ټولګه دا مهال په کابل او د ننګرهار په کتاب پلورنځیو کې موندل کېدای شي.
د ښاغلي هاند د شعرونو مینه والو ته دا ټولګه ډالۍ - په قلم یې برکت او شعر یې لاخوږ

منندوی