د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تزاري روسیې سفارت د امیر شیرعالي خان په دربار کې

سلطان احمدزی 30.12.2012 14:03

د ۱۸۷۸میلادي کال د مۍ په میاشت کې په تاشکند کې د میشتو روسانو په منځ کې بې کچې نارامي او اضطراب لیدل کیده . دوی د هندوستان په لور د تلو تیاری نیوه.
د هغه امر له امله چې د ترکستان د قومندانۍ ځواکونو ته رسیدلی وو ، دتاخمنت او یا ګډ ځواک د هیواد ختیځو سیمو ته د مارش لپاره مجهز او چمتو کیدل .
بالاخره د ترکستان روسی ځواکونه له اوږده خوبه راویښ شول ، هر ځای خوځښت او غصه حاکمه وه . د روغتونونو ، ډاکټرانو ، نرسانو ، د چمتووالي او د سامانونو د لیږد لپاره د څارویو پیر په بیړه سره جریان درلود. د توکو لپاره ګمارل شویو د اسونو ، کچرو ، یابو او آربو(۱) د کرایه کولو لپاره د ترکستان پراخو صحرا ګانو او کلیو ته مخه کړه . د نظامي بولندویانو په څیرو کې ورینتیا او خوښي ښکاریده . تابه ویل چې هر یوه ته یوه رتبه ترفیع یا یو بنډل پیسې ورکول شوې دي ، ټولې جګړه ییزې ادارې ددې مارش په اړه خوشبینه وې . غالبا داسې اوریدل کیده چې ویل به یې :
اُف زماخدایه ! په یوه ځای میشتیدل او هره ورځ په مکرر ډول همیشني شیان لیدل، څومره خواشینونکي وي . لږ تر لږه په پراخو دښتو ، صحراګانو او لوړو غرو کې که هیڅ هم نه وي ، سړی کولی شي، چې په تازه هوا باندې خپل سږي وپړسوي. اې انګلیسانو ! همدا تاسو وﺉ چې موږ مو د غم لدې زندان نه راوباسلو ، له تاسو ډیره مننه. ډیر ژر به ستاسو ملاقات ته په هند کې ـ هو هماغه افسانوي او لوی هند، هماغه کوډګر هند ته در ورسیږو . څو تاسو له هغه ځایه وځغلوو . داسې خبرې لږ او ډیرې په هر ځای کې اوریدل کیدې . ځینو به فالونه اچول، چې څوک به د لومړي لښکر سره روانیږي ، څو د جنګ ډګر ته ور ننوځي او د سوبمن په ډول د ترفیعاتو او مډالونو لایق وګڼل شي ، هیچا د ماتې فکر نه کاوه او ټول پودیمني ( توښې ) ته سترګې په لاره ول ، او دا چې تر اوسه پودیمني نه وه ور رسیدلې ګیله من ول . د سرتیرو په څیرو کې هم خوشالي لیدل کیده او د مارش پر مهال یې دسته جمعي نارې لوړې او په ځمکه یې د بوټونو خرپ لوړ اوریدل کیده . له څو ورځو را پدیخوا نظامیانو ته اضافي خرڅ هم ورکول شوی وو ، او له ترکستانيو سرتېرو سره له ټولو نه زیات او ځانګړی مراعت کیده ، داسې معلومیدل چې هغوی د قرباني لپاره چاغوي . د تاشکند روغتون یا هسپتال هم غواړي چې په دې خوځښت کې برخه واخلي او د خدمت ویاړ تر لاسه کړي او لدې امله یې د جګړه ییزو مقرراتو سره سم، یو ګرځنده روغتون او یو سر طبیب، چې زه هم د هغو له جملې څخه وم، چمتو او وټاکل . زه هم د نورو افسرانو په څیر لدې سفره خوښ وم او هغه مې د خپلې خوښې او ارزو وړ باله ؛ ځکه د سفربري د اوازې د اوریدو سره سم ، چې لا تر اوسه حالات لا سم معلوم نه وو. فکر به مې کاوه، چې په تاشکند کې پاتیدل راته له مرګه څو چنده سخت دي . بیا به مې له ځان سره ویل؛ څنګه کیدی شي، چې ملګري مې ولاړ شي او زه په تاشکند کې پاتې شم ، هغوی به د رازونو ډک او پراخ هندوستان نندارې کوي او زه به محروم وم؟ له مانه پوښتل شوي وو ، چې آیا د ترکیې د پولو په جګړه ییز کنډک کې ځې او که د ترکستان په لور؟ ما ددې دواړو نه د ترکستان پلو خوښ کړ ؛ ځکه چې هیله من وم، یوه ورځ به مې د ختیځ په لور ولیږي . هغه وخت په ښه ډول دا محسوسیدله چې ، انګلیسان زموږ د ځور او تباهۍ په لټه کې دي ، هغوی په ختیځ کې موږ ته د سرکښه سیال په سترګه کتل او د موقع په لټه کې ول ، چې خوبوړي مو لاندې کړي . اوس هغوی د تورې بحیرې په څنډو کې موږ ته مخامخ ناست دي او یوازې پلمه ګوري، چې په موږ برید وکړي او په رڼو اوبو کې سور اور په غرغنډو کړي . ځکه هغوی ددښتو ، غرونو او صحراګانو نه په سمندر ډیر باور لري ؛ خو موږ غواړو چې د هغوی سره په وچه کې ملاقات وکړو او له یو بل سره خپړې ولګوو .
یادونه : که دا کتاب پخوا لدې نه بل چا ژباړلی وي، ګران لوستونکي دې د تبصرو په برخه کې یادونه وکړي.