د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روح الله نیکپا گیله

مطیع الله عابد 29.07.2012 22:51

تاسو به حتما غازي امان الله خان، حبیب الله کلکاني ،حف‍یظ الله آمین، نجیب الله احمدزی،صبغت الله مجددي،عبدالله عبدالله،بسم الله محمدي،امرالله صالح  ،ذبیح الله مجاهد  او دادالله اخند پیژنئ. د هر چا د نوم سره به درته یو تاریخ ،د خاطرو یوه لړۍ او ډېرې صحنې مخې ته راگرځي. خو ایا تاسو روح الله نیکپا هم پیژنئ او که نه. روح الله نیکپا د هغه ٢٥ کلن ځوان نوم دی چې په شل کلنۍ کې  ې د افغانستان دپاره هغه ویاړ گټلی دی   چې په دې ټول تاریخ کې  د الله کوم افغان بنده نه دی راوړی. روح الله نیکپا په لمبه لمبه او کنډواله  کابل کې هغه خوب لیدلی وه  چې ورځ به لندن کې د افغانستان بیرغ هسکوی. نن د افغانستان بیرغ ورسره ښایسته ښکاري. هغه چې تیره ورځ په لندن کې د انگلیس په خاوره د افغانستان د بیرغ سره هسکه غړۍ روان وه. نو   ملالۍ  او وزیر اکبر خان به خپلو قبرونو کې زنده باد افغانستان ویلې.
خو خپله روح الله نیکپا گیله لري. د هر هغه چا نه چې روح الله نه پیژني. نیکپا نه پیژني.  ځکه ې نه پیژني چې روح الله نه د شمال دی نه د جنوب. نه  د شرق دی نه دی غرب. دی د افغانستان په زړه کې ووسي. خو د افغانانو په زړه  کې ورته هغه هومره ځای چا ورنکړو .څومره ځای چې ده ورته د دنیا په زړه کې گټلی دی.  روح الله نیکپا افغانستان دپاره څلور کاله مخکې د چین نه د تایکوانډو په لوبه کې برونزو  میډال گټلی وه. برونز نه  سپین زر دي نه سره زر .نقره ده .  خو د افغانستان دپاره د  ورک شوي  کوه نور د غمي  نه کمه ده.  روح الله نیکپا د افغانستان په نوم تللی وه او د افغان د نوم سره راغلی وه. تش لاس لاړ او گیډۍ گلونه ې راوړل. ورک ویاړونه ې راوړل.هغه د چین په لوبو کې د هسپانیه انتونیو راموس ته ماتې ورکړه .انتونیو د تایکوانډو د لوبې دوه ځلي قهرمان تیر شوی وه . خو د افغان د لغتې زورته ټینگ نه شو.
مازغه  ې لا تر ننه په قلار نه دي. چا ما سره وهلي سر په څنگ دی.
نن نیکپا څلور کاله پس د چین نه لندن ته رسیدلی دی. ځان سره ې تور سور زرغون بیرغ وړی دی. په اولپمیک لوبو کې گډون کول د چا استحقاق نه دی چې دومره نفر به د فلاني ملک نه راځي. دې دپاره به هر ملک په تیرو څلورو کالو کې ثابتوي چې دا لوبغاړي ې د ورتللو وړ دي. روح الله نیک پا او ملگرو ې دغه شرطونه پوره کړل او شپږ کسان لندن ته لاړل خو افسوس چې موږډیرو ته دا شپږ نومونه معلوم  نه دي.  خلک به مسعود پیژني. خو ایا مسعود عزیزي پیژني او که نه؟. نثار احمد بهاوي څوک دی؟. اجمل فیضزاده د کوم ځای دی ؟. اجمل فېصل به کوم ډگر کې مسابقه کوي  ؟او  د پیغلو میره تهمینه کوهستانۍ د کوم غر نه د لندن میدان ته رسیدلی ده  او هغه نوم چې ځوانانو بد کړیدی دغه پیغله ې بیرته سپینوي.
خو افسوس چې موږ د تر هغې د چا نوم نه پیژنو ترڅو مو چې یار نه وي، پکار نه وي او وطندار نه وي. روح الله په ایران کې وخت تیر کړیدی نو موږ ورته د روح الله خمینی د نوم سزا ورکوو. ترڅو به روح الله د وحدت په جرمونو  کې او عطالله به د اتحاد  په گناهونو کې سوزیږي، ترڅو به کابل  وینو دا داغونو زموږ په مخ او د بارودو دا  لوگي زموږ په سترگو پردې جوړوي او د یو بل نه به مو جدا گرځوي.
  موږ په کرکټ کې سمیع الله شینواری او نجیب الله ځدران خو نازوو.خو تایکوانډو کې د  روح الله نیکپا  کمال ته سلام نه کوو. که څوک واي چې په تایکوانډو نه پوهیږو؛ نو ځکه نیکپا نه پیژنو .نو دا کرکټ خو هم د بل چا نه  ذده شوې لوبه ده  کنه .د هغې سره څنگه آشنا شوئ ؟. .بیا تایکوانډو خو د وهلو او پرزولو لوبه ده چې باید د نورو نه زیاته موږ پکې تکړه وای. خو افسوس چې  موږ سوک هم غلط ځای که وهو او خیز هم  بې وخته. کوم میدان چې د  اصل د سوک وهلو او خیز وهلو دی .د اولمپیک میدان .هغه راته نیکپا ،بهاوي او پیغله کوهستاني گټي.خو موږ نه لاس پړقولی شو او زنده باد ویلی شو. ځکه چې  مومند نه دی، منگل نه دی .ځدران نه دی او خان نه دی.
نیکپا هم دا گیله کوي .که خان نه یم افغان خو یم کنه.  موږ د خپل گټو دپاره د لرې صحرا گانو نه بودوان ،د پینځو اوبو جټان او د کوم کوم ځای نه بدمعاشان راولو. خو د وطن د گټو دپاره یو افغان ته  بل افغان  نه راولو. سپین بولدگ ته واخان او اسلام قلعه ته حیرتان نه راولو.


نن د نړۍ په زرهاو  لوبغاړي په لندن کې راغونډ دي. خو د ملکونو  په اول سر کې د افغانستان  بیرغ روان دی او بیرغ کوم خان،ملک،ملا نه دی نیولی .بلکې هغه  چا نیولی دی .چې خلک ورته اقلیت وايي . د هغو نیکپا نیولی دی.  لندن کې نه څوک هزاره دی .نه تاجک ،نه ازبک نه پښتون. بس یو افغان دی یو افغانستان دی. نوره دنیا کې به هم داسې کیږي.خو  د افغانستان بیرغ به هله هسکیږي، لوړیږي او رپیږي چې ټول افغان یو موټی شي او د خپل بیرغ لاس شي. په زړونو کې په اخلاص شي او د دې نفاق او نفرتونو نه خلاص شي.  په کندزو کې بزکشي وکړو. کابل کې فټ بال ، جلال اباد کې کرکټ او قندهار کې ځغاسته . حمید حسن  مومند د براهوي سره شي، سمیع الله شینواري د روح الله نیک پا سره مل شي. نو بیا به لندن کې هم  د افغانستان  بیرغ رپیږي ،په لاهور هم او په اصفهان هم .  خو که همداسې نژاد   او سمتبازي وي. داسې جنگ او زبان درازي وي. چې ته وای  ته ې او زه وایم زه یم .  نو نه به ته ې نه به زه یم. خو چې زه وایم چې  ته ې او ته وای  چې زه یم. هم  به ته ې او هم به زه یم.