د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داندړو پاڅون دعربي هیوادونو دپاڅونونو لړۍ

هیله اندړ 11.07.2012 12:12

داندړو له پاڅون سره سم دهیواد په بیلابیلو برخو کې ولسونه دتور مخو پنجابیانو او ددوی دغلامانو په وړاندي ودریدل.
ولس نور پوهیدلی چې طالب اورپکی یي دپرمختګ لامل ده .
طالب ډان اوس دکوچنیانو دلوبو اله جوړه شوي کله یي پاکستان په یوه لور واړوي او کله يي بیا ایران په دغه بل ډول راواړي دطالب جان دکنټرول ریموټ دایران او پاکستان په لاس ده کله يي دافغانستان دښوونځیو دسوزولو چینل ته واچوي او کله يي بیا دسړک او کلینکونو دورانولو په موج وربرابر کړي، دی خو شکر په دې پوهیږي نه ځکه ټول عمر يي په یوه محدود ځای کې ژوند کړی.
طالبګیه !
څه دي په دې خوار ولس ونکړو؟ څومره میندي دي بوري کړي؟ څومره ماشومان دي یتیمان کړل؟ څومره ښځي دي کونډي کړي؟ څومره افغانان دي دغم په ټغر کینول؟
تاپه دې بي وزله ولس څه ونکړو؟
څه دي ورپريښودل؟
تاخو له دې خوار ولسه هرڅه واخیستل، ته پوهیږي چې تا ترټولو لویه ګناه څه کړي؟
تا داندړو څومره ماشومان دزدکړو له خداې لوروني محروم کړل؟
طالب جانه !
اوس دي ورکه په برخه ده، څه وکړو اوس دي موږ هم ددې ستونزي چاره نشو کولای، اوس ټول ولس ستا ورکې ته مټې رانغاړلي، اوس خبره له خبرې تېره شوي، اوس خو ټول پوهیدلي چې دکومو موخو لپاره دلته جنګیږې، ټولو ته مالومه ده چې څوک مو ترشا ولاړ دي، هغه چې په هیواد کې يي فحشا خانو ته رسمي جواز ورکړ دوی دلته راځي اوپه موږ کې دانګریز قانون پلی کوي؟
اوس دي سر ښه خلاص کړه اوس خلګو پاڅون کړی، ولسي پاڅون، دازادۍ لپاره پاڅون!
تاسو به هم ضرور دتونس، مصر، لیبیا، او یمن ددولتونو په شان رانسکوریږی !