ډاکټر اکرم خپلواک په فراه کې خپل کار پیل کړ
27.04.2012 15:31د فراه ولایت نوي والي ډاکټرمحمد اکرم خپلواک په داسې حال کې د فراه ولس او اداري چارواکو ته ور وپیژندل شو چې ورسره د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین ډاکټر فرید ماموندزی او د همدغې ادارې د اداري واحدونو ریئس عبدالغیاث وردک ملتیا کوله.
د فراه ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم په دغو مراسمو کې چې د ثور میاشتې په پنځمه نېټه/ د ولایت د مقام د غونډو په تالار کې جوړ شوې وه، د ولایت د مقام معاون محمدیونس رسولي راغلي پلاوي او نوي والي ته د ښه راغلاست او مبارکي ویلو تر څنګ د فراه ولایت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین ډاکټرفرید ماموندزي خبرې وکړي د هېواد د ولسمشر د هغه حکم متن یې د غونډې ګډونوالو ته ولوست چې په اساس یې ډاکټرمحمد اکرم خپلواک د فراه د نوي والي په توګه معرفي شوی دی.
همدارنګه ډاکټرماموندزي د فراه ولایت د نوي والي په تېر ژوند او کاري تجربو باندې د غونډو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د فراه ولایت له ولس، ولایتي شورا او اداري چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه څو د فراه د نوي والي سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
ډاکټر فرید ماموندزي همدارنګه د فراه ولایت د پخواني والي ښاغلي روح الامین د کارونو ستاینه وکړه چې په تېرو څلورو کالو کې یې د فراه ولایت د پاره کړي، او د فراه ولایت د نوي والي څخه یې هیله وکړه څو د فراه ولایت د ولس د پرمختګ او هوساینې د پاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
د ولایتي شورا معاون ښاغلي عبدالحمید حمید نوي والي ته د مبارکي تر څنګ ډاډ ورکړ چې ولایتي شورا به خپلې مرستې ور څخه ونه سپموي او غوښتنه یې دا وه چې د فراه د پرمختګ او ودې د پاره کار وکړي.
د غونډې بل ویناوال حاجي عبدالوکیل خان د فراه ولایت د ولس په استازیتوب د ولس لویې او عمده ستونزې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې. ښاغلي وکیل خان د بخش اباد بند جوړول، د فراه ولایت هوایی ډګر جوړول او د بې اسنادو موټرو څخه یادونه وکړه چې ولس ترې ډېر کړیږي او د نوي والي څخه یې هیله وکړه چې دغو کارونو ته لومړيتوب ورکړي.
نوموړي همدارنګه د اوبو او برېښنا وزارت د مور او میرې چلند یادونه یې وکړه چې د فراه ولایت سره یې کوي او هرات او نیمروز ولایتونه برېښنا لري ولې د فراهیانو سره د مور او میرې چلند کیږي او برېښنا ورته تر اوسه په پلان کې هم نه ده نیول شوې، او د نوي والي څخه یې غوښتنه وکړه چې د فراه ولایت د برېښنا د پاره کار وکړي څو دغه ولایت ته هم برېښنا راشي.
د فراه ولایت نوي والي ډاکټر محمد اکرم خپلواک تر هرڅه لومړی له ولسمشر څخه مننه وکړه چې یو ځل بیا یې په ده باندې اعتبار وکړ چې د فراه ولایت د والي په توګه یې معرفي کړ. د فراه ولایت پخواني والي څخه یې مننه وکړه چې د فراه ولایت د پاره یې ډېر څه کړي او د غونډې ګډونوالو سره یې ژمنه وکړه چې د پخواني والي کارونه به تعقیبوي او همدا کاروان به پرمخ بیایی.
ښاغلي والي د فراه ولایت په ولس باندې غږ وکړ چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي او د امنیت په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې چارواکي پرته د ولس له مرستې هیڅ نشي کولی تر څو چې ولس مرسته ونه کړي. ښاغلي والي زیاته کړه چې زه سر نن څخه یو فراهي یم او د فراه د پاره به کار کوم او له ټولو دولتي چارواکو څخه یې هیله وکړه چې د خپل ولایت د پاره کار وکړي. ښاغلي والي زیاته کړه چې د کار معیار به مو د موخو او اهدافو ترلاسه کول وي، موخې او اهداف معلوم دي او هره اداره یا مسؤل چې د خپلې ادارې موخې او اهداف تر لاسه نه کړي نو بیا به د ولایت مقام، ولایتي شورا او د فراه ولس په ګډه سره تصمیم نیسي چې څه وکړي، ولې د ټولو ادارو له چارواکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د فراه ولس د پرمختګ د پاره کار وکړي.
ډاکټر خپلواک زیاته کړه :« زه د فراه ولایت له یو قوم څخه نه یم، ولې له ټولو څخه یم، د فراه ولایت د هیڅ ګوند غړی نه یم ولې د ټولو ګوندونو غړی یم ولې شرط به په کې دا وي چې څوک او کوم ګوند د فراه او فراهیانو د پرمختګ او سوکالۍ د پاره کار کوي له هغو سره یم، څوک چې په دې لاره کې خنډ او ستونزې جوړوي د هغوی مخالف یم. ښاغلي والي د فراه ولایت په ولس باندې غږ وکړ چې د فراه ولایت د پرمختګ او ودې د پاره ژبني، قومي او ګوندي تعصباتو څخه لاس واخلي او له فراهیانو څخه یې غوښتنه وکړه چې یوالي د پاره کار وکړي. همدارنګه ښاغلي والي د دولت په مخالفینو غږ وکړ چې د سولې له کاروان سره یو ځای شي او په ګډه د فراه ولایت د پرمختګ او ودې د پاره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې ډاکټر محمد اکرم خپلواک تر دې مخکې درې کال د پکتیکا ولایت د والي په توګه کار کړی ( له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۸پورې) ، د مصور بنسټ مشر پاتې شوی (مصور بنسټ د ماشومانو د تعلیمي ودې د پاره کتابونه چاپوي او تر اوسه پورې یې نږدې ۴۰ ټوکه بېلا بېل کتابونه چاپ کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي)، همدارنګه نوموړی د نښتر او رشاد مجلو د امتیاز څښتن پاتې شوی او د ګڼو کلتوري او مدني ټولنو همکار پاتې شوی دی.