مړه ولسونه خپل زعماء په هدېرو كي لټوي / ژوندي قومونه ژوندي قيادتونه جوړوي
23.02.2012 18:15د شهادت په درنې ورځپاڼي كي مي د محترم ورور شاهد ليكنه ولوسته، د مزمل پر يوې ليكني ئې انتقاد كړى وو، كه څه هم انتقاد مؤدبانه او معقول وو خو ما ته په دې دليل د هغه نشرول ضروري ونه برېښېدو چي په داسي خبرو خپل وخت ضائع كول او اخبارونو ته ئې راايستل په ځانگړې توگه په دې حساسو شرائطو كي مناسب نه دي، وروسته د مزمل هغه ليكنه په لاس راغله چي شاهد صاحب ئې ځواب ته اړ كړى وو، متوجه شوم چي دى ملامت نه وو او داسي ځواب كاملاً پر ځاى وو. ما ته په دې ليكني كي ډېر داسي مطالب په نظر راغلل چي د اسلام او مسلمانانو په دردونو دردمن انسان به هيڅكله د هغوى د ليكلو جسارت ونه كړي، يوازي د دوى دښمنان ئې ويلى او خوښولى شي، دې ته اړ شوم چي د شاهد صاحب خوا ته ودرېږم او زه هم په دې اړه څه وليكم.
د ليكني عنوان دا دئ: افغانستان تاريخ لري او رهبر نه!! ورپسې ليكي: لا به د نهو كالو په عمر وم چي د ده سبز په پايمنار كي مي پلار ملا ؤ او هلته د پاچا صاحب له قبر نه ليري د يوه كور په خوا كي يوه بله جنډه ولاړه وه د كلي خلكو به ويل چي پاچا صيب د دې ځاى نه تر قبر پوري په داسي حال كي جنگېده چي سر يې په تن نه و، د كوچنيوالي معصوم اند بې توانه كولم چي يو څوك دومره فاصله بې سره څنگه جنگېږي؟ اوس چي پر شپېتوكالو وراوړم تكرار مي وليده چي زموږ ملت دوه لوى تاريخي جنگونه وكړل او لا روان دي ولي سر يې په كي نه درلود او نه يې پيدا كړ.
په دې اړه د څو ټكو يادول ضروري گڼم:
• د دې ليكني عنوان غلط او د تاريخي حقائقو خلاف دئ او د دښمنانو له ليكنو اقتباس شوى، افغانستان هم تاريخ لري او هم ئې نړۍ ته ستر ستر قيادتونه وړاندي كړي، دا يوازي د افغانستان دښمنان دي چي د افغانستان او افغانانو په ضد له كينې او رخې راټوكيدلي زهرجن تبليغات كوي او وايي: افغانان نه تاريخ لري او نه زعماء، تل استعماري ځواكونه هغو ولسونو ته همدا تلقينوي چي دوى ئې د ايلولو هڅه كوي، دغو ولسونو ته د دوى او د دوى د مبلغينو وينا همدا وي: تاسو نه تاريخ لرئ او نه قيادتونه، حتى هغه قيادتونه هم سپكوي او د هغوى پر محور د خلكو د راغونډېدا مخه نيسي چي دوى ئې پر دغو ولسونو مسلطوي، دا نن كه تاسو د غربي اشغالگرانو تبليغاتي سټراټيژي ته ځير شئ نو په څرگنده به وگورئ چي تر ټولو وړاندي پر دې تركيزكوي چي د افغانانو مخكني مشران وغندي او د كوم صالح مشر پر محور د هغوى د راغونډېدو مخه ونيسي. همدا عنوان د هغوى د تبليغاتي پاڼې لومړى عنوان دئ، د جهادي احزابو او مشرانو غندل، مجاهدين د جنگ سالارانو په نامه يادول، په تېر ستر او تاريخي جهاد د بطلان كرښه راكاږل، هغه ته د كورني جنگ نوم وركول، داسي ذليلي څېرې ستايل چي دښمنانو ته تسليم شوي او د هغوى د اجيرو جنگيالو په څېر له افغانانو سره جنگېدلي... د همدې سټراټيژي اساسي برخي دي.
• د ليكوال د ماشومتوب او د شپېته كلنۍ خبري سره ورته دي، د ده دواړه اندونه غلط، مسخره او د خندا وړ دي، يو ئې له خرافاتو راټوكېدلى اند او بل ئې د دښمن تبليغاتو القاء كړى اند، نه پاچا صاحب بې سره څو سوه متره جنگېدلى او نه په تاريخ كي كوم قوم له قيادته پرته ستر ستر جنگونه كړي، يوازي هغه څوك د بې سره تنې جنگ منلى شي چي په خرافاتو كي غرق وي او يوازي هغه څوك به د افغانانو د سترو سترو جنگونو په اړه دا قضاوت كوي چي له سر پرته ئې دا جنگونه كړي چي له حقائقو د انكار جسارت لري او پر دې انكار نه شرمېږي!! كه ليكوال ته د ده محترم والد صاحب په همغي نه كلنۍ كي ويلي وى چي د پاچا صاحب په اړه دا انگېرنه غلطه او خرافي ده نو ده به په شپېته كلنۍ كي دا غلطي نه كوله چي ووايي: افغانان بې سره جنگېدلي!! باور وكړئ چي بې سره تنې جنگېدل منل دومره گران نه دي لكه د بې سره قوم جنگېدل منل!!
• د پروني او نني جهاد په مدرسې او په ترڅ كي ئې د دې سرلوړي ملت په غېږ كي دومره ستر ستر شخصيتونه وروزل شول چي نه د بل كوم ولس په برخه شوي او نه له بلي لاري د داسي شخصيتونو روزل ممكن وو، متأسفانه ځيني كمعقله كسان شخصيتونو ته د هغو عينكو په تورو شيشو كي گوري چي دښمن د هغوى پر سترگو اېښې دي، د دښمن د تبليغاتو په هينداري كي انځور شوې څېرې ښكلې يا بدرنگې ورته ښكاري، كه څو ورځي له بي بي سي يا امريكا غږ د يو چا په اړه تأييدي تبصرې واوري د رهبر په سترگه ورته گوري او كه د چا په ضد تبليغات واوري نو كه د ده قائد هم وي سپين لاس ئې تور ورته برېښي!! زه داسي كسان پېژنم چي يو مهال له حزب سره ول، كله چي حزب د عراق په ضد د امريكا د لومړي بريد مخالفت وكړ او سعودي پر دې مخالفت غصه شو نو دى هم له حزب ووت، له هغه چا سره ئې بيعت وكړ چي سعودي ته مقبول وو، كله چي هغه د سعودي له عناياتو محروم شو نو د هغه په اړه به ئې ويل: تر ده خو زرداد سل ځلي ښه دئ!! بيا ئې موږ ته ليكل: ښه به وي چي صمد حامد راوړاندي كړو، بيا له سيرت سره ملگرى شو او بيا او بيا.... او دا ځكه چي سعودي دا كسان خوښول!!
• حقيقت دا دئ چي يا به جاهل دوستان د يوه ملت قيادتونه تخريبوي يا د دښمن مزدور مبلغين، هوښيار او مؤمن داعي به د هغه دردمن اسلامي مفكر خبره كوي چي وايي: شپېته كاله له جابر امير سره تر هغي يوې شپې غوره دئ چي بلا امير وي، موږ د هغه چا په مذهب يو چي وايي: په فاسق امام پسي هم د جماعت لمونځ جائز او تر انفرادي لمونځ غوره دئ!! دغو ناپوه دوستانو ته وايو: كه څه همت لرئ نو څو كسان د كوم زعيم پر ماحول راغونډ كړئ كه څه هم كمزورى يا ستاسو له بې خوندي سليقي سره برابر نه وي، د زعامتونو د تخريب كار د دښمن نورو مرموزو او څرگندو مبلغينو ته پرېږدئ، هغوى ډېر ماهر دي او تاسو ئې گرد ته هم نشئ رسېدلى!!
• عجيبه ده؛ هغه ليكي: دا څه عادي جگړي نه دي، منم چي تېر او روان جنگونه عادي جگړي نه دي!! او په كي مصروف مجاهدين هم څه عادي كسان خو نه دي او نه د سر ښندني دومره اوږده سا تاريخ ليدلې، د همدې ځايه هغه كسان چي د دې جگړو مشري ئې په غاړه وه او ده هغه هم عادي كسان خو نه دي، يو څوك دي چي دا دومره لوى حوادث ئې په لاره اچولي، دا چي له يوې شپې تر منزله ئې نشي رسولى يا ئې په هغه مطلوب انداز كي نه شي سمبالولى، دا په دې معنى ده چي افغانستان تاريخي كسان لري خو رهبر نه!! ...
پوښتنه كوو: د دې خبري معنى څه ده: دا چي له يوې شپې تر منزله ئې نشي رسولى؟!! دا نتيجه دي څنگه راوايستله چي افغانستان تاريخي كسان لري خو رهبر نه؟!! ستا كوم دليل دا ادعاگاني ثابتوي؟!! كوم معقول انسان به دا ادعاء وكړي يا به ئې ومني چي: كوم ولس په خپل جهاد كي بريالى شوى خو حكومت ئې نه دئ جوړ كړى، يو دښمن ئې شړلى خو له بل سره مخامخ شوى، بهرنى دښمن ئې ايستلى خو په كور كي ئې د جگړي اور ورته بل كړى نو دا د دې نښه ده چي دا ولس رهبر نه لري؟!! دا د هغو كچه فكرونو قضاوت كېدى شي چي اقتدار ته رسېدل معيار گڼي كه څه هم له خپل ايمان او ولس سره د خيانت په بيع وي!! د دوى د غلطي انگېرني او ناسم قضاوت له مخي ټول هغه پيغمبران ﷰ ناموفق مشران ول چي حكومت ئې نه دئ جوړ كړى او خپل قوم ئې تر خپل قيادت لاندي نه دي راغونډ كړي، عيسى ﷵ له خپلو سترو سترو معجزو سره سره نه يوازي ونه توانېدو د خپل قوم بني اسرائيل قيادت ترلاسه كړي بلكي خپل قوم دې ته اړ كړ چي له سيمي ووځي او ځنگل ته پناه يوسي، د گوتو په شمېر خلكو پرې ايمان راوړ، هغه هم د نورو سيمو خلكو، نوح ﷵ، ابراهيم ﷵ، لوط ﷵ، يونس ﷵ، صالح ﷵ، هود ﷵ، او ډېر نور پيغمبران له همدې برخليك سره مخامخ شول، رسول الله ﹽ د مكې په ديارلسو كلونو كي په دې موفق نه شو چي قريش ئې د پيغمبر او قائد په توگه ومني، شل كاله وروسته او هغه مهال ئې په نه زړه ومنلو چي له لس زره مؤمنو مجاهدينو سره مكي ته په داسي حال كي داخل شو چي قريشو ئې د مقابلې توان نه درلود.
• پوښتنه كوو: له كوم استاد دي دا خبره اورېدلې، په كوم سپېڅلي كتاب كي دي دا لوستلې، په قرآن كي خو داسي خبره نه مومو، په احاديثو كي ئې نه مومو، نه كوم امام او فقيه دا خبره كړې او نه كوم عقلمن انسان، قرآن خو وايي: لكل قوم هاد: هر قوم يو لارښود لري، يعني ستا خبره ردوي چي افغانان لارښود نه لري، موږ خو وايو: افغانان په هر كلي كي لارښود لري، د هر جومات امام يو لارښود دئ، د هري جبهې قومندان يو لارښود وو او دئ، د افغانستان په هري ولسوالۍ كي داسي لارښود څېرې راوټوكېدې چي د نورو هېوادو د ملكونو په كچه ئې بېلگه او سيال نه شو موندلى، تا ته به د خليج شيخان رهبران برېښي خو زه د هغوى شل د مجاهدينو د يوه ډلگي له قومندان سره نه برابروم، تا ته به د غربي هېوادو د عربي مستعمراتو سركاري مفتيان (علماء) برېښي خو زه ئې په يوه توت نه اخلم. زه هغه څوك نه ملامتوم چي په دې هېوادو كي ئې له همدې مفتيانو څه زده كړي او د فراغت سند په لاس ورغلى او اوس رواتب لري، خو په دې ئې ملامتوم چي مجاهدينو ته په سپكه سترگه گوري او د تنكيو ځوانانو په نوم ئې يادوي!!
• هغه ليكي: ... دا كېدى شي په هغو تنكيو ځوانانو او په هغو له عقل پياده مشرانو هم بده تمامه شي چي د څېرو او قوارو په جگړه كي تر اصلي جنگ زيات وخت تېرېږي او هغوى تر پايه پوه نشول چي د ملتونو نجات رهبر غواړي!!! دې خبري ئې ما ته د قرآن هغه آيتونه راپه ياد كړل چي وايي: د نوح ﷵ مشرك قوم ورته وويل: څنگه به پر تا ايمان راوړو په داسي حال كي چي د قوم څو تنكيو ځوانانو پر تا ايمان راوړى!! حقيقت دا دئ چي د ټولو پيغمبرانو ﷰ ملگري تنكي ځوانان ول، تل ځوانانو پر دوى ايمان راوړي او د مصلحينو ملگرتيا ئې كړې او شيخانو، پيرانو، قومي او مذهبي مشرانو، مستكبرينو او مترفينو د هغوى مخالفت كړى، وجه ئې دا ده چي د هغوى ضمير صاف وي، منافقت او دوه مخي نه پېژني، د زمانې حوادثو د هغوى په ذهن او زړه توره پرده نه وي غوړولې، د قربانۍ جذبه او له خطر سره د ټكر همت لري، يوازي دغسي باهمته او قربانيو ته چمتو كسان د پيغمبرانو پر لار د تلو جرأت كولى شي. مؤمنو ځوانانو ته په سپكه سترگه كتل او با ايمان مشران ناپوه گڼل يا د يهودو د ملايانو كار وو او يا د مدينې د منافقينو، د دوى ويناوي كټ مټ دې ته ورته وې، هغوى به د رسول الله ﹽ په اړه ويل: امي دئ، شپون دئ، كوډگر دئ، اقتدار غواړي، د مدينې منافقينو به د مخلصو صحابه وو په اړه ويل: أنؤمن كما آمن السفهاء: آيا د دغو ناپوهانو په څېر ايمان راوړو، د ده خبره كټ مټ د يهودو ملايانو او د مدينې منافقينو ته ورته ده.
• دى د ايران او هند مثال راوړي او خميني او گاندي تر افغان مشرانو غوره گڼي!! لعنت پر داسي ظالمانه قضاوت، خواركى په دې نه پوهېږي چي د ايران انقلاب څنگه راغى او چا راوست او رهبر ئې څوك وو او خميني كله رهبر شو، د هغه د معلومات زياتولو لپاره به ورته ووايو: د ايران انقلاب مجاهدين خلق ايران پيل او پاى ته ورساوو، مشري ئې له هره پلوه د دې حزب په غاړه وه، له بري وروسته د ايران لومړى جمهور رئيس د دې حزب غړى وو، دوى د انقلاب له بريا څو مياشتي وړاندي خميني له ځان سره ملگرى كړ او له نجف ئې پاريس ته بوت، خميني له پاريس تهران ته رسېدلى او د انقلاب له بري وروسته رهبر شوى، تر انقلاب وړاندي نه يوازي رهبر نه وو بلكي د قم آخوندانو هغه تكفير كړى وو، په دې هم لږ ځان پوه كړه چي تر دې رهبري لاندي څومره ايرانيان او څومره سني مشران وژل شوي، يوازي د خلخالي په حكم د اعدام شوو شمير زرگونو ته رسېږي، د سپاه، اطلاعات او بسيج په پټو عملياتو كه د وژل شوو شمير تر لس گونو زرو اوړي، همدا اوس ايران نږدې څلور مليونه مهاجر لري چي د خميني له رژيم بهر ته مهاجر شوي، ته د خپلو سليقوي معيارونو په تلي كي د كوم يوه له مخي ده ته د رهبر نوم وركوې؟!! تا د نيمگړي مشران تر عنوان لاندي د خپلي كچه سليقې مطابق د رهبر په اړه ځيني معيارونه وضع كړي، ما ته ووايه: په دغو كي د كوم يوه له مخي دوى ته د رهبر نوم وركوې؟!! ده ته دا هم واضح نه ده چي گاندي كله او څنگه رهبر شو، گاندي هغه مهال رهبر شو چي انگرېزان په افغانستان كي له ماتي او د كورنيو ستونزو له كبله له سيمي وتلو ته اړ شول، غوښتل ئې له وتلو وروسته د دې سيمي د هېوادو واگي هغو قومي ډلو ته وسپاري چي له انگرېزانو سره نه يوازي نه دي جنگېدلي بلكي د مخالفينو په ځپلو كي ئې د دوى مرسته او ملگرتيا كړې، او هغه قومونه تجزيه كړي او قدرت ته د هغوى د رسېدو مخه ونيسي چي له دوى سره جنگېدلي ول، دوى له دې وېرېدل چي كه له سيمي ووځي نو مسلمانان به بيا پر هند حكومت كوي، ځكه دوى هند له مسلمانانو نيولى وو او د دوى واكمني ئې پاى ته رسولې وه، د همدې لپاره ئې د هند مسلمانان په دريو برخو وويشل، هند، غربي پاكستان او شرقي پاكستان (اوسنى بنگله ديش)، په هند كي ئې گاندي مشر كړ او په پاكستان كي محمد علي جناح، كشميريان ورسره جنگېدلي ول هغوى ئې په دوو برخو ووېشل، بلوچان ورسره جنگېدلي ول هغوى ئې په دريو برخو ووېشل، پښتانه ورسره جنگېدلي ول هغوى ئې په دوو برخو ووېشل او پر كابل ئې نادرې كورنۍ مسلطه كړه، او د نادرخان په خوا كي ئې هغه خلك راغونډ كړل چي د انگريزانو ملگرتيا ئې كړې وه، دا همغه كار وو چي نن ئې انگرېزان په افغانستان كي بيا تكراروي. ناپوهان خپل مشران د انگرېزانو په تله تلي او هغو ته د رهبر نوم وركوي چي انگريزانو رهبران كړي!!
• هغه ليكلي له خپل رهبر وپوښتئ چي ولي ئې ټول نه مني، او هغه چي ټول يا غوڅ اكثريت ئې ونه مني هيڅكله نشي رهبر كېدى!!! ده ته وايو: دا رهبر نږدې شل كاله ستا رهبر هم وو، تا تر نورو زيات هغه د قيادت وړ گڼلو، كه ومنم چي تا شل كاله وروسته په هغه كي كوم عيب ليدلى، نو زه به د هغه چا قضاوت څنگه منم چي شل كاله وروسته ئې عقل سره ته راځي او له شلو كلونو ملگرتيا وروسته د يوه چا په عيب پوهېږي؟!!! او آيا دا هم عيب گڼلى شو چي ولي ئې ټول يا غوڅ اكثريت نه مني؟!! چا درته ويلي چي د ملت غوڅ اكثريت ئې نه مني؟ د بې بي سي د سروي له مخي قضاوت كوې او كه كوم انتخابات ترسره شوي او تا د انتخاباتو نتائجو ته په پام سره دا قضاوت كړى؟!! زما خو هغه مهال هم په ياد دئ چي تا او ستا په څېر ډېرو نورو به ويل: د نړۍ په كچه په دې نږدې تاريخ كي نه د حزب اسلامي په څېر ستر او ملت شمول حزب جوړ شوى، نه كوم حزب دومره قرباني وركړې، نه ئې له دومره ستر دښمن سره دومره اوږده جگړه كړې!!! كوم باضمير او باايمان افغان به له دې څرگند حقيقت انكار وكړي؟ ما ته د نړۍ په دې څو پېړيو تاريخ كي داسي اسلامي ډله راوښيه چي له حزب اسلامي سره په دغو ځانگړتياوو كي برابري وكړى شي!! ته څنگه ځان ته د دې خبري كولو حق وركوې، ما ته ووايه: په كومي ډلي كي يې؟ رهبر دي څوك دئ؟ د تا په څېر څو كسانو ورسره بيعت كړى؟ په څه كي تر حزب اسلامي غوره دئ؟ څوك چي پنځه كسان په خپل ماحول كي نشي راغونډولى او له پنځو كسانو سره د گډ كار كفايت او اهليت نه لري هغه څنگه د داسي پوښتنو او قضاوتونو جسارت كوي؟!! زه له تا دا پوښتنه كوم: مظلومو حزبيانو او مشر ئې له تا سره څه بد كړي؟ كوم تاوان ئې تا ته رسېدلى؟ ولي په هري ليكني او تبصرې كي د دوى په ضد لگيا يې؟ د اسلام ستر ستر دښمنان دي هېر كړي او په حزب پسي دي رااخيستې؟ د چا د خوشحالولو لپاره دا كار كوې؟ ته خو هغه مهال چي تنكى ځوان وي له حزب سره يو ځاى شوې او په هر څه كي د دې حزب د پېرزوينو مرهون او پوروړى يې!! آيا دا بې مروتي نه ده چي په حزب پسي تبليغات كوې هغه هم په داسي حال كي چي حزب له هر لوري د دښمنانو تر برېدونو لاندي دئ!! آيا ستا دا كار هغه ماشوم ته ورته نه دئ چي د يوه چاكليټ په بدل كي خپلي مور ته ښكنځلي كوي هغي مور ته چي دى ئې په خپلي غېږ كي ستر كړى، تى ئې وركړى؟!!
• تا ته خو معلومه ده چي حزب اسلامي د جوانان مسلمان په نامه د كابل پوهنتون په هغه انگړ كي سر رااوچت كړ چي د كمونيستانو ستر سنگر گڼل كېدو، څو مؤمنو ځوانانو (ستا په اصطلاح تنكيو ځوانانو) دا د خدايپالو خوځښت پيل كړ، كمونيستانو ته ئې كلكه ماته وركړه، پوهنتون او د هېواد علمي مؤسسات د جوانان مسلمان په سنگرونو بدل شول، هغه مهال نه ته په پوهنتون كي وې او نه ستا استادان لكه رباني، سياف، مجددي، ستار سيرت، صمد حامد، او ستا د اوسنۍ سليقې نور مشران ورسره ول، د جلاد داؤد كمونيستي كودتا د همدې نهضت د برياوو په وړاندي د روسانو غبرگون وو، همدې تنكيو ځوانانو د دوى په ضد هغه جهاد پيل كړ چي كه هغه نه وى نو نه به د كمونيستانو په ضد جهاد پيل شوى وو او نه د روسانو د يرغل په ضد، آيا همدا تنكي ځوانان نه ول چي د ثور د اومي كودتا په دوهمه ورځ ئې مسلحانه مقاومت پيل كړ او لا يو نيم كال نه وو تېر شوى چي د هېواد ډېرى برخي د دوى په لاس كي پرېوتې او د ملت غوڅ اكثريت ورسره يو ځاى شو، آيا د روسانو يرغل د همدې نهضت د برياوو په وړاندي د مسكو بل غبرگون نه وو؟ آيا يو منصف او باوجدانه انسان به د شوروي اتحاد د ماتي او د كمونيزم د ناولي ټغر ټولو تاريخي افتخار د ځوانانو له دې الهي نهضت پرته په بل چا پېرزو شي او دا تاج به د بل پر سر كېږدي؟!! هغه انسان څومره ظالم او بدضميره دئ چي دا حقائق له پامه غورځوي، دغو مؤمنو ځوانانو ته په سپكه سترگه گوري او د څو تنكيو ځوانانو په نامه ئې يادوي؟!!
• جنابه! ته چېرې وې او د صليبي ځواكونو د يرغل په ورځ په كومي سوړي كي، آيا له ډېري وېري دي پښې نه پوړېدې، چي د حزب اسلامي د غړيتوب په نامه تر غضب لاندي رانشې، آيا له خپلو هغو استادانو سره دي پر له پسې تماسونه نه نيول چي له امريكايانو سره ملگري شوي ول؟!! آيا كابل ته دي سفرونه نه كول؟ د رهبر د نشتوالي خبره په همدې دوران كي او په كابل كي ستا پر خولې پرېوتې چي تر نن ئې زمزمه كوې، هر څوك پوهېږي چي ته دا خبره د څه لپاره او د چا د خوشحالو او د هغوى له غضب د ځان بچولو لپاره كوې!! خو همدغو تنكيو ځوانانو په جگ غږ او لوړ سر جهاد پيل كړ، او دا دئ تر نن پوري ئې دوام وركړى، د الله تعالى په مرسته ئې يو بل دښمن هم داسي په گونډو كړى چي پر خپلي ماتي اعتراف كوي او د وتلو عزتمنه لار لټوي، په داسي حال كي چي نه يوازي د نړۍ ټول كفري ځواكونه او د اسلامي نړۍ ټول منافق او د پرديو غلام حكومتونه، زموږ د گاونډيو په شمول د دوى په ضد متحد شوي او دومره ستره او اوږده جگړه ئې د دوى په ضد پيل كړې چي په تاريخ كي ئې نظير نه مومو، ستا په څېر د مجاهدينو د نيمي لاري پروني ملگري هم ورسره په يوه او بل ډول مرسته كوي، كه دوى له ايمان او عقيدې پرته د بل څه لپاره د چا په خوا كي ودرېدى نو اوس به ستا د استادانو او د هغوى د شاگردانو په څېر په كابل كي ول، لږ تر لږه ستا په څېر به ئې دښمن ته ځان سپيناوو او داسي ليكني به ئې كولې چي د دښمن د مبلغينو شاباشى ترلاسه كړي.
• جنابه! تا د دوى خوبونو ته هم په سپكه سترگه كتلي، همغسي لكه د قريشو مشركينو چي د رسول الله ﹽ د خوبونو په ضد شديد تبليغات كول او قرآن د هغوى د تبليغاتو څرنگوالى او حدت او شدت موږ ته انځوروي، ستا ئې خوښه، د قريشو پر لار درومې كه د هغو صحابه وو چي د رسول الله ﹽ د يوې رؤيا له كبله د دوى څوارلس سوه جنگيالي دې ته تيار شول چي د عمرې لپاره له وسلې پرته د دښمن تر واك لاندي مكې ته داخل شي!! موږ په ويښه ژوندۍ هيلي لرو او د حق پر حتمي بريا د زړه له كومي باور او په خوب كي ښكلې رؤيا، ايمان همداسي وي، نه مؤمن د ويښي يأس ته پرېږدي او نه وېروونكو خوبونو ته، د خپل مولا له پېرزوينو په دواړو برخو كي ممنون يو، الحمد لله د هغو په څېر نه يو چي په ويښه ئې هيلي مړې وي او په خوب كي ئې رؤياگاني شيطاني!! چا چي په خپل ژوند كي د ښكلي او رحماني خوب خوند نه وي څكلى خود به د نورو خوبونه داسي تعبيروي!!
• دا جناب رهبرانو ته توصيې هم كوي!! رهبري ته د رسېدلو لاري هم ورښيي او د رهبري شرائط هم ورپېژني!! او دا ځكه چي ښايي چا به كوم وخت د استاد او مولوي په نامه ياد كړى وي!! ده ته وايو: د نورو په غم كي مه اوسه، كه په رښتيا چم ئې درځي نو دا ئې گز او دا ئې ميدان!! په خپله له دغه چم په استفادې سره د كوم ټولگي رهبري وگټه!! د علم او پوهي محك عمل دئ، د چا لپاره كتاب لارښود وي او د چا د شا پېټى، يو عمل پرې كوې او بل خوشې او تشې خبري!! زه خپلو وروڼو ته وايم: د هغه چا فتحه مه قبلوئ چي په لمانځه كي درسره شريك نه وي، كه مو د هغه فتحه قبوله كړه لمونځ مو فاسد كېږي.
• ځيني د عجب او حسد په بيمارۍ اخته شي، ټولو ته په ځانگړې توگه هغه چي هم له عملي پلوه تر ده وړاندي وي او هم له فكري او علمي پلوه د رقيب په سترگه گوري او شيطان ئې دې ته هڅوي چي د همغي شيطاني خبري په كولو كي د هغه تقليد وكړي او ووايي: أنا خبر منه... زه درته غوره يم!! او د رسول الله ﹽ د دې حديث مصداق شي: « إذا سمعت الرجل يقول : هلك الناس، فهو أهلكهم » كه له چا دي واورېدل چي وايي: ټول خلك هلاك شول، ټول خلك هلاك شول نو پوه شه چي دى تر ټولو وړاندي او زيات هلاك شوى!!
• دا د مفت شهرت په لټه كي لالهاند په پاى كي يو ځل بيا ليكي: افغانستان هغه چا ته ضرورت لري چي په كي نشته!! او يقيناً چي دا خبره د ناپوه دوستانو هم نه بلكي د دښمن د ځيركو مبلغينو خبره ده چي هم ئې د گمارل شوو په خوله كوي او هم د غولول شوو، غواړي افغانانو ته تلقين كړي: تاسو د قيادت وړ شخصيتونه نه لرئ، كه ئې د موندلو لټه وكړئ څه په لاس نه درځي، نه په افغانانو كي دا وړتيا شته او نه په افغانستان كي داسي څوك چي ټول ملت يا اكثريت ئې پرې راغونډ شي، او هر هوښيار انسان پوهېږي چي دا د ملت د وېشلو او د افغانستان د تجزيې مقدمه ده، هغه څوك داسي خبري كوي چي ذهن ئې د دښمن په زهرجنو خبرو لړل شوى وي، حساس، هوښيار، مؤمن، د اسلام، ملت او وطن په درد دردمن انسانان نه يوازي له داسي غلطو ويناوو ډډه كوي او په ملت كي د يأس خورولو مخه نيسي بلكي وايي: پردې دي موږ خپلي مخي ته پرېږدي، پر موږ دي د خپلي خوښي مزدور قيادتونه نه تپي، افغانان كولى شي او دا وړتيا او اهليت لري چي د خپلي خوښي صالح زعامت غوره كړي، خپل يووالي او ملي وحدت وساتي، د نورو وصايت او قيموميت ته ضرورت نه لري، عاقل او خدايپال افغان به قوم ته وايي: پر يوه نسبتاً او تر نورو په نسبي توگه ښه زعيم راغونډ شئ، د دښمن د هغو زهرجنو تبليغاتو تر اغېز لاندي مه ځئ چي موخه ئې د قيادت تشه راپيدا كول او د افغانانو او افغانستان وېش دئ، د وېش هره هڅه شنډه كړئ، كه دا د جاهل دوست له لوري وي او كه د كينه كښ دښمن له لوري، يووالى ستاسو د عزت او سرلوړۍ ضامن دئ او تفرق، تشتت او تجزيه ستاسو د ذلت او سپكاوي او د پرديو تر سلطې لاندي د غلامۍ د ژوند باعث. څوك چي له دې پرته ولس ته بل پيغام لري د دښمن د زهرجنو افكارو گمارل شوى يا غولېدلى مبلغ دئ.