د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل:فلسفي بهير کې پرعقل او مينه خبرې وشوې.

عبدالودود پښتونځار 14.01.2012 10:47

کابل (٢٣-١٠-١٣٩٠):د فلسفي بهير په پنځمه غونډه کې پر عقل او مينه خبرې وشوې. پر دې موضوع ځوان ليکوال او ژباړن ښاغلي عطاالله خان حيران خبرې وکړې اود بهير د ګډونوالوپوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
ښاغلي حيران په خپلو پرانستو خبرو کې دعقل د ډولونه يادونه وکړ ه چې عقل دوه ډولونه لري يو يې فطري عقل اوبل يې تجربوي عقل دى. نوموړي پوهه او عقل يو له بل سره تړلي وبلل.
ښاغلي حيران وويل چې د عقل او منطق په مټ سياست نه کيږي.او انقلابونه د عقل په واسطه نه رامنځته کيږي. ښاغلي حيران د ليبيا د وروستي انقلاب يادونه هم وکړه چې ددۀ په آند په عقل ندى رامنځته شوى.
دا نظر د بهير ديوه بل غړي عزيزالله قيام لخوا له سخت غبرګون سره مخامخ شو. ده وويل چې سياست بې له عقل نه امکان نلري.
ښاغلي حيران د مينې پر ارزښت د ډېر ټينګار تر څنګ وويل چې (( انسان د مينې غلام دى.او عقل د انسان غلام دى.))
ښاغلي حيران ضمير او وجدان يوه پديده وګڼله او شعور يې د حيواناتو او انسانانو ترمنځ مشترک څيز وګاڼه اوتجربوي عقل يې د انسان ځانګړتيا په ګوته کړه.
ښاغلي حيران د ارمان په اړه وويل:(( کله چې هدف تر لاسه نشي نو په ارمان واوړي.))
ده وويل چې عقل ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.موږ يو خر ونه ليد چې بل خريې وژلى وي خو انسان يو بل وژني. ښاغلي حيران دا هم وويل چې زما په خپله عقل نه خوښېږي او ډېر ځل يې زه له کاره وېستلى يم.
همداشان حيران وويل چې عقل يوازې مادي ګټې راکولى شي او رواني ګټې د مينې په وسيله ترلاسه کيږي. حيران وويل چې مينه ډېره مهمه ده او د علم او پوهې اساس پر شک ولاړ دى. له دې خبرې سره هم د بهير ځينو غړيو غبرګون وښود.
د ښاغلي حيران د خبرو په اړه ډېرې پوښتنې مطرح شوې او تود بحث پرې وشو.
د پشه يي ژبې ليکوال او شاعر مسجدي مليار له دې خبرې سره چې مينه دې له عقل نه ډېره مهمه وي ، غبرګون وښود. ده وويل عقل دى، چې نړۍ ته يې پرمختګ ورکړى دى او عقل نفي کول له عقل سره زياتى دى.
ځوان ليکوال عزيزالرحمن قيام وويل چې عقل په دوه ډوله دى يو ته يې نظري او بل ته يې عملي عقل وايي. نوموړي د حيران د خبرو معکوس عقل د مغز مهمه قوه وبلله او ويې ويل چې مادي منشا لري. دۀ د عقل پر ارزښت ټينګار وکړ.
ده وويل چې په هر کار کې عقل مهم رول لري.
شاعر او ليکوال ښاغلي عنايت الله ديدار هـم په بهير کې د عقل د ضديت نظرونه تاييد کړل او په دې اړه يې د بيلا بېلو شاعرانو او پوهانو نظرونه حوالې ورکړې.
عنايت الله ديدار د ښاغلي حيران ليکچر په تول پوره وګاڼه او ويې ويل چې په نړۍ کې پر روانو چارو عقل حاوي کيدلى نشي. ښاغلي ديداردعقل پر نفي او ضديت ټينګار وکړ او ويې ويل چې عقل د ټولو شيانو د څرګندولو وړتيا نلري.
د بهير ګډونوالو لخوا د راتلونکې اوونۍ لپاره د بحث موضوع جادو وټاکل شوه، چې د ښاغلي خان ولي خان بشرمل لخوا به پرې ليکچر ورکول کيږي.
د يادونې وړ ده چې هره اوونۍ، په خوځون علمي پرمختيايي مرکز کې د بشرپال فلسفي بهير په نامه بحث کيږي چې ليکوالان، شاعران او فلسفيان پکې ګډون کوي. دغه مرکز د کابل په احمد شاه مينه کې واقع دى. (پاى)