ژاړم به ولې نه !
جاوید احمدزی 25.12.2011 14:12وطن مې شو سور اور سرو لمبو ته ژاړم
ځوانان مې شول په ګور جنازو ته ژاړم
کوڅه کې د جانان پل ایښودی نه شم
ربه دا څه وشول ، قسمتو ته ژاړم
پسرليه څه غواړې دغه کلي نه
بلبلان دې خاورې شول قبرو ته ژاړم
اسمانه عجب د غم توپان دې راووست
کور دې زما ړنګ کړ کنډوالو ته ژاړم
هر يو جنګ کې بچی زما مړ کيږي
پښتون په خون تودو سنګرو ته ژاړم
نور څه پاتې نه دي د ګودر پر غاړه
زه اوس سوځېدلو چنارو ته ژاړم
ساقي واخله خم لاړ شه له دې چمه
نن له وينو اوښکو ډک جامو ته ژاړم
خبرونه
- مصر او اسرایل په غزه کې د جنګ بندۍ مذاکرات بیا د شروع کولو په اړه خبرې وکړې
- پاکستان کې یوې محکمې پولیسو ته د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی
- عاصم منير: د اقتصادي ثبات بغېر مکمله ازادي ممکنه نه ده
- پاکستان د افغان کډوالو د پي او آر کارډ موده تر 30م جون پورې غځولې
- عراق کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور یمنیان وژل شوي
- د افغان طالبانو په ولکه کې د امریکايي شهري وکیلانو د ملګرو ملتونو نه د مرستې غوښتنه کړې
- لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
- بلېنکن د امریکايي یونیورسټیانو د احتجاجي زدکوونکو په حماس "خاموشي" د تنقید وړ بللې
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019